سپورټ نړیوال کرکټ

نړیوال جام: د افغانستان معلولینو کرکټ لوبډلي پاکستان ته ماته ورکړه.

اعلان

لیکنه: عبدالله عادل

د معلولینو په نړیوال جام کي تېره شپه د افغانستان د معلولینو کرکټ لوبډلي په خپله دویمه لوبه کي د پاکستان معلولینو لوبډلي ته په ۲۶ منډو ماتې ورکړه.

دا د معلولینو په نړیوال جام کي د افغانستان دویمه بریا وه افغان لوبډلي تر دې لوبي وړاندي په خپله لومړۍ لوبه کي د بنګلدېش د معلولینو لوبډلي ته ماته ورکړې وه.

د لوبي ټاس د پاکستان معلولینو لوبډلي وګټی او لومړی یې د توپ اچوني پرېکړه وکړه او افغان لوبډله یې توپ وهني ته دعوت کړه.

لوبه د باران له امله ۱۶ اورونو ته را کمه سوه چي افغان لوبډلي په ټاکل سویو ۱۶ اورونو کي ۱۴۲ منډې جوړې کړې او پاکستانۍ لوبډلي ته یې د ۱۴۳ منډو هدف وټاکه.

افغان لوبډلي ته په توپوهنه کي محمدالله ۶۰ ، جمیل شاه ۴۶ او محمد اشرف ۲۵ منډې جوړې کړې.

د پاکستان لوبډلي هدف پوره نکړ او د ټاکل سوي هدف په په تعقیب کي یې یوازي ۱۱۶ منډې جوړې کړې او لوبه یې افغان لوبډلي ته بایلوده.

د افغانستان لپاره په توپ اچونه کي شیرین اغا ۴، زبیر ۲ , حزب الله او جمیل مندوزي یوه – یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د افغان معلولینو لوبډلي څخه شیرین اغا د یادي لوبې غوره لوبغاړی اعلان سو.

د یادوني وړ ده چي د افغانستان معلولینو لوبډله به خپله دریمه لوبه نن چهارشنبه د کوربه هیواد انګلنډ پر وړاندي ترسره کړي .

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عبدالله عادل - کندهار کې د یاران ټیم غړی