ټولنیز ژوند ژوند بڼه کورنی ژوند

نوې کونډې شوې میرمنې او پرې له ځانه جوړ محدودیتونه

لیکنه: الما افغان

په افغانستان او په خاص ډول په ختیځو ولایتونو کې د نوو کونډو شویو میرمنو باندې د خلکو (خپلوانو او دوستانو) لخوا محدودیتونه ټاکل کیږي، چې دا چاره نوې کونډه شوې میرمن لاپسې غمجنه او مایوسه کوي.

د افغانې ټولنې د ځینو وګړو ترمنځ یو بد عادت دا هم دی چې که د یوې موضوع په اړه یو څه ګونګ هم واوري، دوی يې د خپل د ذهن د جمله بندۍ سره سم نورو ته ناسم تعبیروي او دا ناسم تعبیر په ټولنه او په خاص ډول د کونډو میرمنو د زړه بدي او خواشینۍ سبب ګرځي.

درنو لوستونکو!
آیا دې موضوع ته مو کله هم فکر شوی چې زموږ په ټولنه کې یوه میرمنه نوې کونډه شي څه باید وکړو څو يې د ړنګ شوي زړه رغوونه وکړو؟ تر ډیره ځواب نه دی.

برعکس؛ دلته ځینې اشخاص د خپلې ناسمې پوهې له وجې د ژوند مهم مسایل ناسم تصویروي چې کیدای شې دداسې موضوعاتو بدې پایلې وزیږي.

صدیقه هغه پوخمنګې میرمن ده چې دوه میاشتې مخکې يې خپل خاوند دلاسه ورکړی. په خپله وینا يې د خاوند مړینې يې پرې د ښه ژوند بادشاهې ړنګه کړې، هغې راته په ژړغونې غږ خپل درد بیان کړ:

«زه یوه عمر خوړلې میرمن یم، اینګورګانې او زومان لرم او دا چې د خپل خاوند سره مې ځانګړې مینه درلوده او هم د بل خاوند د کولو اراده نلرم، د ټولنې وګړو راته ژوند محدود کړی، حال دا چې زه نه غواړم د خوښیو مراسمو کې ګډون وکړم، نو یواځې د ضرورت وړ ځایو ته ځم، لکه؛ زه مجبوره یم د خپلې ناروغۍ لپاره ډاکتر ته ورشم او یا هم په خپلوانو کې د مړي کور ته ورشم، خو کله چې داسې ځایو ته هم ځم نو میرمنې راګوري او له ځانه سره پسپسک کوي چې ددې لا خاوند مړ شوی چې د کوره وځي، یوه ورځ ډاکتر ته د درملنې لپاره لاړم هلته مې یوه خپلوانه هم راغلې وه، نو راته يې کړه چې، کونډه تر څلورو میاشتو او لس ورځو پورې په هیڅ صورت نشې کولای له کوره ووځي که چیرې مړی هم اوسې.»

میرمن صدیقه وايې دا ډول خبرې مې ډیره ناهیلې کوي.

د ننګرهار پوهنتون ښوونکې کرشمه نظیمې هم دې مسلې ته په اشارې وايې چې، ځان د اسلام څخه باید سم اګاه کړو او اسلام سم ورسوو، نوموړې په دې برخه کې وايي:

بد رواج
دلته چې ښځه کونډه شي، ددې پر ځای چې د غم کمولو او فکر بدلولو لپاره يې تفريح ځايونو او خوښي بخښونکي ځاينو ته يوسي؛ د کور بنديوانه ترې جوړوي.

اسلام وايي، د ښځې له کونډتون او طلاق وروسته د بل نارينه سره دې نکاح کول د عدت تر مودې وځنډول شي. يو اساسي دليل يې دا دی چې د مخکيني مېړه څخه د حمل درلودلو په صورت کې د ماشوم نسبت په دې موده کې تثبيتيدای شي.

هغه وایي؛ په کور کې زنداني کیدل نه اسلامي حکم دی او نه انساني! اسلام د اسانۍ دين دی. د احکامو په تحريف سره يې د خلکو د کرکې سبب مه ګرځوئ.

دا چې اسلام د نوې کونډې شوې میرمنې لپاره څه حد ټاکلی؟ دا او دې ته ورته نورې ډیرې پوښتنې به مو د مولوي صاحب محمد غنې فاروقي په خبرو کې حل شي.

نوموړي راته د همدې مسلې په اړه داسې وویل:

«عدت د هغو میرمنو لپاره چې، طلاق شوي وي درې میاشتې دی. د اولاد لرونکې میرمنې لپاره د اولاد تر پیدایښته دی.
او د قرانیکریم په صورت نساء کې راغلي هغه ښځې چې خاوند يې وفات شوی وي د عدت موده يې څلور میاشتې او لس ورځې ده، دا موده هیڅ تخفیف نلري، د کوره وتل او د خپلوانو سره د اړیکو پالل جواز نلري. خو که چیرې یوه میرمن شرعې عذر ولري کولای شي له کوره بهر ووځي.»

دا چې د عدت موده څه ګټې لري په اړه يي مولوي فاروقي وايي:
څلور میاشتې او لس ورځې د میرمنې د عدت موده تیرول د نوموړې د خپل خاوند سره د مینې او وفا د اظهار په معنا ده.
او که میرمنه حامله وي نو دې موده کې يې د ماشوم د شتون تثبیت کیږي او هم يې د یاد ماشوم نسب معلومیږي.

ښاغلی فاروقي زیاتوي: په دې اړه باید خلک پراخه پوهاوی ولري او داسې څه دې له ځانه نه وايي چې له دینه د کونډې میرمنې زړه تور کړي.

له بدمرغه د افغانستان روانو بدبختو جګړو ګڼ شمیر میرمنې کونډې کړي او لا هم دا بدبخته پروسه روانه ده.

اکثره کونډې میرمنې له مجبورۍ له ګڼو ستونزو سره مخ وي، ان سوال او بدکارۍ ته هم مجبوره کیږي، که دلته یو منظم سیستم موجود وای، نو له دغه ډول میرمنو سره به مرسته کیدای او بلاخره د ژوند له سختو شیبو سره به نه مخ کیدای.

په دې چې جګړه ماران نور دا ناوړه جګړه بنده کړي او موږ وشو کولی یو سوله ییز ژوند وکړو چې نه میرمن کونډه شي او نه فساد خپور شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

الما افغان

الما افغان ننګرهار میشتې لیکواله او د حقوقو د څانګې محصله ده