روغه سټه ژوند بڼه کورنی ژوند

نوې څیړنې وايي؛ واده مو له ډیرو خطرناکو ناروغیو ژغوري!

لیکنه: یونس تسکین

 

د یوې تازه څېړنې له مخې، د سرطان په ناروغۍ د اخته کسانو په ډله کې هغوی چې واده شوي دي، د ژغورولو چانس یې تر هغو نورو ډېر لري چې ناواده وي.

د کلیفورنیا پوهنتون په دې څېړنه کې زیاته شوې، هغه کسان چې ودونه يې کړي دي، تر نورو يې ټولنیز ملاتړ هم ډېر وي، چې د ورته مرګونو ناروغیو څخه د ژغورولو لپاره مهم دی.

خو ایا تاسو تر اوسه د واده کولو په دا لاندې روغتیايي فایدو خبر وئ؟

راځئ چې خبر مو کړو:

1. واده کول د زړه د حملې ګواښ کموي
واده کول په نارینوو او ښځينه وو دواړو کې د زړه د حملې ګواښ کموي. دا دعوه په یوه تازه ترسره شوې روغتیايي څېړنه کې شوې ده. څېړنه زیاتوي هغه مېرمنې چې واده شوي دي، تر نورو په کې د زړه د حملې چانس ۶۵ سلنه کمیږي.
دا څېړنه چې د فن لینډ د ټيورکو پوهنتون له خوا ترسره شوې ده، کاږي چې د واده په کولو د هر عمر نارینه او ښځینه وو د وینې د رنګونو له امله د مړینې ګواښ کمیږي.
څېړنه باور لري، هغوی چې ودونه لري، تر ډېره ښه ټولنیز ژوند لري، چې همدا يې د خوشاله او ښې روغتیا لامل کیږي.

2. واده مو پر ځان پام کولو ته اړ کوي
هغوی چې ودونه لري، تر هغوی چې ودونه نه لري، د خپل ځان، کور او اولادونو ژوند ته ډېر پام کوي.
په دې برخه کې تر سره شوې څېړنې باور لري چې له واده وروسته د انسان په ذهن کې د خطرناکو اقداماتو فکرونه بیخي له منځه ځي او دا ډله خلک هڅه کوي چې د ځان او کورنۍ د هوسا ژوند لپاره هلې ځلې وکړي.
د څېړنو له مخې، د مېرنې او کورنۍ د ښه ژوند تېرولو، همدا مثبت فکرونه د انسان د نورو ناسمو فکرونو چې ناسمو چارو ته يې هڅوي مخه نیسي او د خطرونه کچه کمیږي.

3. واده د فلج یا ګوزڼ ګواښ کموي
په امریکا کې یو بله روغتیايي څېړنه وايي، هغه خلک چې ودونه لري او له خپلو مېرمنو سره خوشاله ژوند تېروي، د فلج کیدو وېره يې هم کمه ده.
خو هغوی چې ودونه لري او په خپل کورني ژوند کې خوښ نه وي، د فلج ناروغۍ د ګواښ په کمیدو کې کوم بدلون نه راځي.

4. واده ذهني نارامۍ کموي
ارواح پوهان وايي، هغه کسان چې ګډ ژوند تېروي یعنې واده شوي وي، تر نورو په کې ذهني نارامي او اندېښنې بیخي کمې وي.
د دوی پر باور د مېرمنې سره ګډ او خوښ ژوند تېرول ددې لامل کیږي چې د انسان د عصابو په هغو برخو کې بدلون راولي چې د ذهني او فکري نارامۍ سبب کیږي.
دوی دا هم وايي، کله کله واده شوې جوړې سره خپلو کې سمې نه راځي او له امله يې په ژوند کې ذهني نارامې ډېریږي، خو تر هغوی چې واده شوي نه وي، واده شوي کسان پر ځان د کنټرول او کابو کولو ډیر قدرت لري.

5.واده مو د خطرونو پر وړاندې غښتلي کوي
یوه روغتیايي څېړنه وايي، یوه خوشاله جوړه، ددې لامل کیږي چې اوږ او د روغتیايي سلامتیا ډک ژوند تېر کړي.
څېړنه زیاتوي، د خوشاله جوړو د روغتیايي سلامتیا امکان تر نورو خلکو څو ځله لوړ وي. همدرانګه په ژوند کې د وړو وړو ګواښونو او ستونزو پر وړاندې غښتلي وي او ژر نه تسلیمږي.
څېړنه دا هم وايي، چې واده کول او د مېرنې سره ګډ او خوښ ژوند تېرول انسان ته ذهني سکون ورکوي او د پېښو پر وړانډې ځان یوازې نه احساسوي.

6. واده د عصبي ناروغیو مخنیوی کوي
روغتیاپالان وايي، واده شویو ښځو او نارینه وو کې تر ډېره بریده د عصبي ناروغیو ګواښ کم وي. په امریکا کې ترسره شوې یوه روغتیايي څېړنه ښيي چې په واده شویو کسانو کې د نورو په پرتله ذهني او رواني ناروغۍ بیخي لږې وي.
دغه څېړنه زیاتوي، د مېرمنې سره ګډ او خوښ ژوند د انسان په ذهن کې وېره، خپګان او ورځنۍ اندېښنې راکموي او دا چاره ددې لامل کیږي چې واده شوي کسان پر عصبي ناروغیو تر نورو کم اخته شي.

7. ښه خوب
که چېرې تاسو د خپلې مېرمنې سره خوښ ژوند ولرئ، د هغوی په پرتله چې خپلو کې سره خوشاله نه وي او یا يې بیخي واده نه وي کړی، ستاسو خوب به ارام او منظم وي.
د یوې څېړنې له مخې هغه ډله خلک چې له واده وروسته يې ژوند خوشاله تېریږي، خوب يې ارام او اندازه يې پوره وي.
خو هغه جوړې چې خپلو کې سره ستونزې لري، خوب يې نارامه وي او پر ځينو نورو ناروغیو د اخته کیدو چانس يې هم ډېریږي.

8. اوږد عمر
د واده کولو تر ټولو ستره فایده، اوږد عمر دی. په بېلا بېلو څېړنو کې دا خبره ښکاره شوې ده چې له واده کولو وروسته د انسان په ژوند کې څو کاله اوږدوالی راځي.
په یوه روغتیايي څېړنه کې چې د ۵۰۰۰ کسانو د ژوند سلوک، چلند او د واده کولو عمر ته په کې پام شوی دی، معلومه شوې چې په واده شویو خلکو کې تر نورو د مرګ خطره یو څه کمه وي.
په ټوله کې روغتیا پلان باور لري، چې واده کول د ګډ ژوند لامل کیږي چې انسان له یوازیتوب ژغوري او خوښ ژوند کولو فکر او هیلې ورسره پیدا کوي.
واده کول او یا د ژوند تېرولو لپاره د یوه ښه ملګري یا ملګرې ټاکل او پیدا کول په رواني او جسمي لحاظ د انسان روغتیا سالمه ساتي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

یونس تسکین