روغه سټه کلتور او هنر

نوښتګر او پنځونکي سم خوب نه لري

یوه نوې څیړنه وايي، نوښتګر کسان په ځانګړې توګه هغوی چې سرو کار د هنري پنځونو سره وي، تر نورو ډیر د خوب د ګډوډۍ له ستونزې سره مخ وي ، له همدې کبله یا ډیر خوب کوي او یا د ورځې په بهیر کې په سمه توګه کارونه پر مخ نه شي وړي.

دا خبره یوې نوې څیړنې کړې ده. په څیړنه کې دا هم څرګنده شوې چې د خولې نوښتګر او پنځونکي لکه شاعران او سندرغاړي، وختي ویده کیږي، ناوخته له خوبه پورته کیږي او زیات خوب کوي. چې دا خپله د خوب یو ډول غیر عادي بڼه ده.

هغوی چې تصویري نوښتګر دي لکه فلم جوړونکي، انځورګران، عکاسان او نور بیا د شپې د خوب د ګډوډۍ له کبله د ورځې په بهیر کې په سمه توګه کار نه شي کولی.

دا څیړنه د منځني ختیځ په یو پوهنتون کې شوې ده.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */