رسنۍ

نورعلي ځدراڼ: کرکټ بورډ یې کورنۍ ته اخطارونه ورکوي

د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې د لوبغاړو او بورډ مسؤلینو تر منځ  ناندارۍ لا نورې تودې شوې، د کرکټ لوبډلې پيلیز لوبغاړي نورعلي ځدراڼ په یوه بله ويډیو کې د کرکټ بورډ د مشر عاطف مشعل او دريو لوبغاړو محمدنبي عیسی خېل، شهزاد محمدي او راشد ارمان د خبرو ځواب ویلی.

نورعلی ځدران دغه خبرې دشنبې مازدیګر کړي او له کرکټ بورډه یې غوښتي چې د لوبغاړو تر منځ دې د نفاق اور ته لمن نه وهي.

دغه لوبغاړي ویلي، په ډېره لوږه او تنده یې د دغه هېواد لپاره ویاړونه ګټلي.

نورعلی ځدراڼ په دغه ویډیو کې سپينې خبرې کړي دي او وایې چې د لوبغاړو د تېرې شپې شرېکه ویډیو د کرکټ بورډ د مسؤلینو په فرمایئش شوې ده.

د ده په خبره کرکټ بورډ دغه لوبغاړي مجبور کړي تر څو د ای پي ایل او د ده پر وړاندې خبرې وکړي او ترې غوښتي یې دي چې د لوبغاړو تر منځ دې خفګانونه نه پیدا کوي او کرکټ دې د لا نور سیاست په لور نه بیایې او نه دې هم کرکټ لوبغاړي په سیاست کې داخلوي.

دی وایې چې لوبغاړي په داسې خبرو نه خفه کیږي او وایې د هېواد د کرکټ د بریا راز په اتفاق کې وه.

تېره شپه محمد نبي عیسی خېل، محمد شهزاد محمدي او راشد ارمان په ژوندۍ بڼه پر فیسبوک راښکاره شول او د افغان پریمیر سیالیو په جوړولو یې د کرکټ د رهبرۍ ملاتړ او مننه وکړه.

د تېرې شپې په شرېکه ويډیو کې لوبغاړو ویلي وه چې ټول لوبغاړي په خپل زحمتونو اخیستل شوي او زیاته کړې یې وه چې ټولو ټیمونو د خپلو اړتیاؤ اړوند لوبغاړي نیولي.

دغه پيلیز لوبغاړي په خپل دوېمه ويډیو کې د بورډ د مشر عاطف مشر هغه خبرې رد کړې چې د یوې نړیوالې رسنۍ سره په یوه مرکه کې کړې وي.

عاطف مشعل ویلي وه، بورډ د نورعلی ځدران سره هېڅ ډول ستونزه نه لري او نور علی یې د کرکټ بورډ په وړاندې په توطیو جوړولو تورن کړی.

مشعل د خپلې خبرې اثبات په اې پي ایل سیالیو کې د نورعلي ځدران د وراره او خوریې اخیستل وړاندې کړي دي.

ځدراڼ د مشعل د دې خبرې په ځواب کې ویلي، چې په افغان پریمیر لیګ کې دې د  ده د خوریې او وراره مجیب ځدراڼ او ابراهیم ځدراڼ د اخستلو احسان پر ده نه باروي او په خبره یې حق یې دی چې باید په دغه سیالیو کې ولوبیږي ځکه ابراهیم د ۱۹کلنو د کم عمره لوبډلې پياوړی لوبغاړي و او اوس مهال په ۲۳ کلنو لوبډله کې هم لوبیږي او د مجیب ځدراڼ په تړاوو یې ویلي چې مجیب د نړۍ په هر مشهور لیګ کې لوبېدلی نو بیا په افغان پریمیرلیګ کې ولي نه اخیستل کيږي.

دی زیاتوي دغه احسان دې پر ده ځکه نه باروي چې په دغه څلورونو کلونو کې د مجیب او ابراهیم په تړاوو په کرکټ بورډ کې هیڅ واسطه نه ده کړې.

نورعلي ځدران دغه راز د شپږیزې د سیالیو نه تر سره کېدو ته اشاره کړې چې په خبره یې ولې کرکټ بورډ د دغه مهمو سیالیو د نه ترسره کېدو لاملونه په ډاګه نکړه.

نورعلي وایې د کرکټ بورډ چارواکو یې کورنۍ  ته اخطارونه ورکړي چې دی د کرکټ بورډ او اې پي ایل د سیالیو خلاف له خبرو ایسار کړي.

لا يې زیاته کړې، د کرکټ بورډ ځینی چارواکي ورته ورته زنګونه وهي او له دغې چارې یې منعه کوي چې په خبره یې نه پوهیږی چې په دې کې د دوې، عاطف مشعل او شفیق ستانکزي شخصي ګټې دې او که څنګه؟

دی وایې دکرکټ بورډ چارواکي فکر کوي چې که د کرکټ بورډ په رهبرۍ کې تغیر راشي نو د افغان پریمیر سیالۍ به ونه شي خو وایې فکر یې غلط دی او د دغه لیګ چارې لا له وړاندې یوې هندې کمپنۍ نیکسن ته سپارل شوي چې په خبره یې ټولې چارې یې دغه کمپنۍ مخته وړي.

د کرکټ بورډ مشر، کرکټ بورډ پلوه او بورډ مخالف لوبغاړو تر منځ ناندرۍ وروسته له هغې راولاړي چې یو شمېر مهمو لوبغاړو په افغان پریمیر لیګ کې د خپل نه لوبیدو په تړاو پوسټونه وکړه او دغه ناندریو زور لا هغه وخت واخیست چې نورعلي ځدران په یوه ویډیو کې د دغه لیک په تړاوو د کرکټ بورډ له ځینو رازونو پرده پورته کړه چې رسنیزه شوه، خو اوس مشعل او کرکټ بورګ پلوه لوبغاړي د نورعلي ځدراڼ او نورعلي د دوې په ځواب ویلو بوخت دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی