سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

نن شپه په IPL کي د کومي لوبډلي د بريا چانس ډير دی؟

لیکنه: مدثر دعوت
اعلان

ليکنه: مدثر دعوت

 

نن ماښام ۰۷:۰۰ بجې په هندوستان پريمر ليګ کي ۳۱مه لوبه ترسره کيږي.

رويال چلنجرز بنګلور د ممبی انډينز لوبډلي ميلمنه ده.

بنګلور لوبډلي په روان لیګ کي سر پر سر ۶ لوبي وبايللې خو په اوومه لوبه کي يې پنجاب ته ماته ورکړله.

د ويرات کهولي او اې بي ډيولرز ملګرتيا د هري لوبډلي لپاره خطرناکه ثابته سوې خو تر وروستۍ لوبي مخکي دواړو د پام وړ ملګرتيا نه وه کړې.

بنګلور قوي لوبډله ده خو په يوه وخت کي د ريګولر توپ اچوونکو نه لوبول لوبډله د ماتي سره مخ کړې.

ويرات کهولي،اې بي ډيولرز، پراتیو پټيل، سټونیس، معین علي او هيټ مایر هغه نومونه دي چي د توپوهني غوره استعداد لري،خو اکثره يې په روان سيزن کي نه دي چليدلې.

 

د بنګلور سره په توپ اچوونه کي اوميش ياداو،چاهال او محمد سراج ورسره دي چي ۳ سره د هند ملي لوبډلي مهم توپ اچوونکي دي.

ممبی انډينز لوبډله هم د روان ليګ پيل په بايللو وکړ.

سر پر سر لوبي يې وبايللې ، خو د نورو کلونو په څير يې بيرته ښه راتګ وکړ چي تر دې مهاله يې په ۷ لوبو کي ۴ ګټلي او ۸ نومرې لري.

قوينټن ډيکوک،روهيت شرما،کیرن پولارد،هاردیک پانډيا او کرونال پانډيا هغه توپ اچوونکي دي چي د پوره تجربې خاوندان دي،که يو توپوهونکی وکيټه دلاسه ورکوي خو ورپسې بيا يوښه پيل کوي.

کله کله داسي هم راځي چي یوازي پولارد لوبه ګټي خو کله بیا په ټولو د ۱۵۰ منډو هدف نسي ماتولای.

لاسیت ملینګا، جسپريټ بومرا،چاهار او جوزف هغه توپ اچوونکي دي چي د کرونال پانډيا، هاردیک پانډيا او پولارد سره په ګډه يې د ډيرو کوچينيو هدفونو دفاع کړې.

د توپ اچوونکو ستونزه:

د ممبی تيز توپ اچوونکی جوزپ چي په تیره لوبه کي د اوږې په ساحه کي زخمي سوی وو نن نسي لوبیدلای،شاید پرځای يې ملینګا ولوبيږي.

د بنګلور توپ اچوونکی ډيل سټاین چي د راتګ خبر يې نشر سوی وو لاهم د لوبډلي سره ندی يوځای سوی ،سټاین به د اپریل په ۱۹ دخپلي لوبډلي سره يوځای سي.

که د روهیت او ډيویلرز د غوره توپوهني فکر مو ،دلوبډلي دبریا لورته بیایي، نو بیا چاهال د روهيت او بومرا د اې بي دپاره مه هيروئ.

څوک بې ګټي؟

ممبی انډينز خپله تيره لوبه د راجستان په وړاندي وبايلله خو بنګلور بيا د پنجاب څخه وګټله.

ممبی انډينز او بنګلور ۲۶ ځلي سره مخ سوي، ۹ لوبي بنګلور ګټلي خو ۱۷ لوبي ممبی ګټلي.

د ۲۰۱۳ز کال راهيسي په وانکيډي لوبغالي کي ممبی د بنګلور په وړاندي يوه لوبه بايللې خو ۵ لوبي يې ګټلي دي.

روهيت شرما په تيرو ۵ لوبو کي د وانکډي په لوبغالي کي د بنګلور په وړاندي ۴ نيمه سليزي وهلي،او ۴ ځلي په همدې لوبو کي غوره لوبغاړی اعلان سوی.

خو بل خوا ويرات کهولي يوازنی توپوهونکی دی چي په ممبی کي يې د ممبي په وړاندي ۳۲۲ منډي کړي،چي ۲ نيمه سليزي پکښې شاملي دي.

اې بي ډيولرز د ممبی په وړاندي په ۱۹ لوبو کي ۵۸۱ منډي کړي، يوه سلیزه او ۲ نیمه سلیزي يې ورباندي وهلي دي.

د لوبي د بريا لپاره د ممبی لوبډلي اوسط لوړ دی.

پدې دليل چي د IPL په تاريخ کي ممبی د بنګلور په وړاندي ډيري لوبي ګټلي، بل داچي د ممبی خپل کورنی لوبغالی دی.

خو بنګلور چي تر ۶ لوبو بایللو وروسته یوه بریا خپله کړې او لاهم د جدول په پای کي ځای لري،نن به یو قوي پلان جوړوي.

د نن لوبي په بريا کي ترهرڅه وړاندي د ټاس ګټل مهم دي،هغه لوبډله چي چيس کوي د بريا چانس بې ډير وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.