لوبې

نن د پاکستان سوپر لیګ پای لوبه ترسره کیږي

د پاکستان د کورني کرکټ «پي اس ایل» ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو دریم پړاو پای لوبه نن د پاکستان په کراچۍ کې ترسره کیږي.

د پاکستان سوپر لیګ یا «پي اس ایل» دریم سیزن کرکټ سیالیو وروستۍ یا پای لوبې ته د لمړي ځل اتله اسلام اباد یونایټیډ او د تیر دویم پړاو اتله د پیښور زلمي لوبډله رسیدلې دي.

دواړو اسلام اباد یونایټیډ او پیښور زلمي لوبډلې په خپلو وروستیو لوبو کې د کراچۍ کینګز لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د سږ کال پای لوبې ته ورسیدل.

د نن شپې پای لوبه کې به دواړه لوبډلې د پاکستان پر وخت د شپې ۸ او د افغانستان پر وخت د شپې په ۸ نیمو بجو سره په سیالۍ کې مخامخ شي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان سوپر لیګ کرکټ ۲۰ اوریزه سیالۍ په پاکستان کې د امنیتي ستونزو له کبله د دریم ځل لپاره په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې، خو د تیر کال په څیر یې وروستۍ لوبې پاکستان ته انتقال شوې.

د پاکستان کرکټ بورډ په دې هڅه کې دی، چې نړیوال کرکټ بیرته پاکستان ته وګرځوي، خو ډیر بهرني لوبغاړي پاکستان ته د ورتګ څخه انکار کوي، چې له کبله یې د دغه لیګ سیالۍ کم رنګه کیږي.

په ۲۰۰۹ م کال کې په پاکستان کې د سریلنک د کرکټ ملي لوبډلې پر لوبغاړو د ځان وژونکي برید وروسته هیڅ کومه بهرنۍ لوبډله او د کرکټ لوبغاړي پاکستان ته د ورتګ زړه ډیر نه ښه کوي، خو پاکستاني کرکټ بورډ بیا د لوبغاړو او لوبډلو د ورتګ لپاره لکونه ډالر مخکې ایښې دي، چې ډیر کله ورته زړه نه ښه کوي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی