ژوند او ژواک

ننګرهار: ۳۲ کيلو ګرامه تارياک له یوه تن سره یوځای ونیول شول

د ننګرهار ولايت بهسودو ولسوالۍ اړوند ثمر خېلو په سيمه کې پوليسو پرون په يو کرولا ډوله موټر کې دوه ديرش کيلو ګرامه تارياک له يو تن سره يو ځای ونيول.

نيول شوي تن څخه په امنې قوماندانۍ کې پوښتنې او څېړنې رواني دي.

دا په داسې حا ل کې ده، چې پوليسو د روانې مياشتې په اوږدو کې د دې ولايت په بېلابېلو سيمو کې له يو شمېر کسانو سره بېلابېل ډوله نشه يي توکي نيولي او د قانون منګولو ته يې سپارلي دي.

باید وویل شي چې کتونکي نیوکه کوي چې دولت په سم ډول د قاچاق کوونکو مخه نه نیسي، ځکه له نیول کیدو وروسته یې اکثره په پیسو او واسطو خوشي کیږي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */