افغانستان روانې چارې

ننګرهار کې يو اندازه ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه شوه

لیکوال : غازي عابد

د جلال اباد ښاروالۍ اړوند د قاسم اباد ښارګوټي تطبيق کوونکي کمېسيون له لوري په ياد ښارګوټي کې دغېر قانوني جوړو شويو ودانيو د نړولو کمپاين ترسره شو، چې په ترڅ کې يې يواندازه ځکمه له غصب څخه خلاصه شوه.

د ننګرهار رسنیز دفتر وايي، د قاسم اباد ښارګوټي د تطبيق کمېسون مشر احمد شاه سادات، جلال اباد ښاروال حميدالله افغان، د ښار جوړونې رئيس، د بهسودو ولسوال محمد صديق دولتزي او نورو د امنيتي ځواکونو او ولسي وګړو په مرسته تر نورو وختونو جدي او په ټولو يو شان کمپاين ترسره کړ، چې په ترڅ کې يې په ډېر شمېر کې غېرې قانوني ودانۍ ونړول شوې او يو زياته اندازه ځمکه دغاصبينو له منګلو خلاصه شوه.

د دغه کمپاين پرمهال د قاسم اباد ښارګوټي د تطبيق کمېسيون مشر او د ننګرهار ولايت د سکتوري خدماتو رئيس احمد شاه سادات وويل، چې ياد کمپاين د ولسمشر په حکم او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په لارښونه د ښاروالۍ په رسمي ښارګوټو کې د غاصبينو د لاسونو د لنډولو په موخه پيل شوی دی.

نوموړي وويل، چې دغه کمپاين به تر هغې دوام وکړي، تر څو په يادو ښارګوټو کې ټولې غېرې قانوني ودانۍ ونړول شي، ښارګوټي په قانوني توګه تطبيق او اويز لرونکو خلکو ته نمرې په واک کې ورکړل شي.

ستاسو کومینټ پرې څه دی؟