افغانستان کلتور

ننګرهار کې فرهنګیانو او مدني فعالانو د مشال خان فاتحه واخیسته

په ننګرهار کې ختیځوالو لېکوالو، ژورنالېستانو، شاعرانو، فرهنګيانو او مدني فعالانو د قران عظیم الشان په ختم سره د شهېد مشال خان فاتحه واخېسته.
دا ناسته چې د جلال اباد ښار د خان عبدالغفار خان په مزار کې جوړه شوې وه، په کې د ننګرهار د اطلاعاتو فرهنګ رییس اورنګ صمیم، د پوهنتون استاد شیر علم امله وال، لېکوال او فرهنګي شخصیت انجینر ستانه میر زهیر او لېکوال او مدني فعال قاري راحت ګډون کړی وو.

په دې راټولېدنه کې د قران کریم له ختم وروسته شهېد مشال خان ته له دُعا وروسته د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس اورنګ صمیم مشال خان وژنه وغندله او ویې ویل چې مشال خان د ملي فکر څښن او ځوان وو.
ده زیاته کړه: «مشال خان د پښتنو یو روڼ اندی وو، لوړ لوړ ارمانونه او فکرونه یې درلودل، څوک چې زموږ روڼ اندې وژني غندو يې.»
ده د ګېلې په شکل وویل چې ددې ځای (برني پښتانه) له کوزنیو پښتنو سره په هر غم کې ځان شریک بولي او د غمشریکۍ نارې ورته کوي، خو مقابل کې بیا د کوزې پښتونخوا وګړي، د برنیو هغو وژنو، قتلونو او پرې ظلمونو په اړه غمشریکي ونه کړه او غږ یې پورته نه کړ.

لېکوال او فرهنګي شخصیت انجینر ستانه میر زهیر دا د شرم وړ خبره وبلله چې مشال خان په یوه اکاډمیک ځای کې تر برید لاندې راغی او شهېد کړای شو.
دی وايي، وروسته له هغې چې کله یې د مشال خان د وژنې غږ واورېد، د هغه فیسبوک ته یې سر ورښکاره کړ، مشال خان هلته هیڅ داسې څه نه ول پورته کړي چې اسلام ته یې په کې سپکاوی کړی وي، خو په وینا یې، مشال خان د پښتنو د دښمنانو د شومو دسېسو ښکار شو.

د ناستې په دوام یوه بل فرهنګي شخصیت ډاکټر اسدالله خالز هم هم وغږېد، ده وویل: «که فرخنده په صحرايي محکمه کې ووژل شوه، هغه خو هغو اشخاصو ووژله چې اکثره یې ناپوهه او جاهل خلک ول، خو مشال خان ولې په داسې یوه علمي ځای کې وژل کیږي، چې پاک ځای دی او له هغه ځای دداسې بدبختیو پر ضد زهنیت خپریږي.»

فرهنګي شخصیت ډاکټر اسدالله خالز

ده زیاته کړه؛ ټول جېد علماء باید په دې اړه غږ پورته کړي، چې د اسلام له نظره د یوه انسان وژل کوم وخت روا دي او د بې ګناه انسان وژل څومره ستره ګناه ده؟!
خالز تاکېد وکړ؛ چې ځوانان باید اوس له خپل ټول قوته چې یو یې فیسبوک هم دی، کار واخلې او دداسې خلکو او ذهنیتونو پر ضد مبارزه وکړي چې د بل چا د دسېسو لپاره لوبیږي.

انځور: د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ رییس اورنګ صمیم

لېکوال او مدني فعال قاري راحت ګل زیارمل وویل؛ د مشال خان وژنه د اسلام په دین کې هیڅ توجیه نه لري، ځکه په اسلام کې د یو چا محاکمه کول د محکمې له خوا په ځانګړو لارو چارو سره ترسره کیږي، خو مشال خان د صحرايي محکمې ښکار شوی چې ختیځوال فرهنګیان او فعالان ددې وژنې غندنه کوي او عاملینو ته یې سزا غواړي.

شا او خوا اونۍ وړاندې د پېښور ښار په عبدالولي خان پوهنتون کې ځینو محصلینو مشال خان له دې امله په بې رحمۍ سره وواژه چې ګواکې اسلام ته یې سپکاوی کړی.

انجینر ستانه میر زهیر

ویل کیږي مشال خان په خپله اسلام ته هیڅ سپکاوی نه دی کړی، بلکې دده په نوم یوه جعلي ایډي یا اکاونټ جوړ شوی وو، پر هغه دا کار ترسره شوی چې محصلینو تور پر مشال خان ولګاوه او ویې وواژه.
ځیني لر او بر پښتانه او مشران وايي، چې دا د پاکستا د حکومت دسیسې دي چې غواړي په یوه او بله پلمه روڼ اندي پښتان مشران او ځوانان له منځه یوسي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */