ننګرهار کې د جوړیدونکو فلمونو کلنی شمېر له شلو څلورو ته راټيټ شوی

 

څوکاله وړاندې ننګرهار د یو شمېر سینماګرانو له خوا له دې امله د وړوکي ممبيي په نوم یاد شو، چې د یو کال په موده کې يې تر ۲۰ شو ډېر فلمونه تولید کړي وو، خو اوس دغه شمېر څلورو ته راټيټ شوی دی.

دغلته فلم جوړونکي وايي، د فلم جوړونې لړۍ يې روانه ساتلې، خو د ځينو ستونزو له امله يې چارې ټکنۍ او ځنډنۍ روانې دي.

په ننګرهار کې د فلم جوړونکو ټولنې مشر او فلمي لوبغاړي امیر شاه تلاش “یاران” سره په خبرو کې وویل، د سینما نه شتون، امنیتي او اقتصادي ستونزې ددې لامل شوي چې کارونه يې ټکني کړي.

هغه زیاته وي، مخکې به دوی د کال تر ۲۰ ډېر فلمونه جوړول خو اوس دغه شمېره یوازې څلورو فلمونو ته راغلې ده.

هغه وايي که څه هم د کیفیت له پلوه يې چارې ښې شوي، خو د کمیت له پلوه له ستونزو سره مخ دی.

په وینا يې لا هم فلم جوړونکي او فلمي لوبغاړي پر فلمونو خپل شخصي لګښت کوي چې بېرته يې نه شي پوره کولای او همدا لامل دی چې د ننګرهار فلمي بهیر سست شوی دی.

۱. تخنیکي او کلتوري ستونزې
په ننګرهار کې پر جوړیدونکو فلمونو نیوکې دا وي چې جوړونکي يې معیار ته پام نه کوي او ګڼې کلتوري او تخنیکي ستونزې لري.

خو امیر شاه تلاش وايي، دوی خپلې تېرې ستونزې درک کړي او خپل فلمي او هنري کارونه يې هم په تخنیکي ډول ښه کړي او هم يې کلتوري مسایلو ته پام کړي دي.

نوموړی زیاتوي، دوی نن سبا هڅه کوي داسې فلمونه جوړ کړي چې ټولنې ته اصلاحي بڼه ولري. هغه وايي وړاندې چې هر څه شوي، شوي خو له دې وروسته به دوی کیفیت ته ډېر پام کوي.

نوموړی په همدې کال کې د راتلونکو څلورو فلمونو خبره کوي، چې تېرو تېروتنو ته په پام يې د ټولنې ټولو نزاکتونو ته په کې پام کړی او له تخنیکې اړخه يې هم چارې سمې شو دي.

په ننګرهار کې د افغان فلم مسول او ممثل محمد شاه مجروح هم مني چې فلمونو يې تخنیکي او کلتوري ستونزې لرلې، خو زیاتوي چې اوس چې تر ډېره بریده دې ستونزو ته توجو کړې ده او راتلونکې فلمونه به يې تر ډېره معیاري او د ټولنې له مزاج سره برابر وي.

۲. ستونزې او ننګونې

کابو اته کاله وړاندې د ننګرهار فلمي بهیر چټک روان و او هر کال به تر شلو ډېر فلمونه جوړیدل، خو د تېرو دوه کالونو په اوږدو کې ډېرو خلکو د فلم جوړونې کارو بار پرېښی دی او نورو چارو ته يې مخه کړې ده.

اوس د ننګرهار فلم جوړونکې د خپلو چارو پر وړاندې تر ټولو ستره ستونزه او خنډ په جلال اباد ښار کې د سینما نه شتون یادوي. امیر شاه تلاش وايي، د سینما د نه شتون له امله فلم جوړونکي نه شي کولی چې پر فلم لګښت شوې پیسې بېرته راوګرځوي.

په خبره يې همدا لامل دی چې ډېری فلم جوړونکو خپل کارونه ځنډولي او نورو کاروبارونو ته يې مخه کړه.

د افغان فلم مسول مجروح هم د سینما نه شتون د فلم جوړونکو له پاره ستره ستونزه یادوي. هغه وايي، څو څو ځله يې دا مساله هم په ولایتي او هم په مرکزي کچه له چارواکو سره شریکه کړې ده خو چا پرې غوږ نه دی ګرولی.

مجروح مني چې د ننګرهار فلمي بهیر د تېر په پرتله اوس سست شوی دی، خو لامل يې د ننګرهار امنیتي وضعیت او د فلمونو له پاره د بازار نه درلودل په ګوته کوي.

دی زیاتوي که چېرته سینما جوړه شي، نو شاید ځینې خلک د فلمونو جوړولو او پرهغې لګښت ته زړه ښه کړي او د ننګرهار هنري بهیر به ورسره پیاوړې شي.

هغه وايي اوس مهال ننګرهار میشتي سینماګران او هنرمندان په ډېرو نشتو امکناتو هنري چارې مخکې وړي.

۳. ښځینه ممثلني

په ننګرهار کې د جوړویدونکو فلمونو ډېری ممثلنې د کوزې پښتونخوا نه راوستل کیږي.

امیر شاه تلاش همدا مساله هم د خپلو هنري کارونو پر وړاندې ننګونه ګڼي. هغه وايي، د کارونو د خنډ یو لامل يې په جلال اباد کې د ښځینه ممثلنو نه شتون دی.

په وینا يې اړ دي چې ښځينه ممثلنې د پېښور نه راولي چې دا چاره په روانو حالاتو کې ددوی د کارونو پر وړاندې یو ستره ننګونه ده.

۴. خلک څه وايي

په جلال اباد ښار کې ځينې عام ښاریان هم د سینما پرجوړولو ټينګار کوي. دوی وايي که چېرته په ننګرهار کې سینما جوړه شي او هنري بهیر ورسره پرمختګ وکړي، نو د بهرنیو فلمونو او ډارمونه به خلاص شي، او ترډېره به خلک د خپلو هنرمندانو فلمونه او ډرامې ګوري.

دوی اندېښنه ښکاره کوي که وضعیت همداسې روان وي، لرې نه ده چې شته هنري فعالیتونه هم په ټپه ودریږي.

دوی د ننګرهار له ولایتي او مرکزي ادارې غوښتنه کوي چې د نورو مسالو ترڅنګ د سینمايي هنر د غوړولو له پاره کار وکړي.

خلک د فلم جوړونې پر ځينو شرکتونو هم توندې نیوکې لري چې ګوندې معیار په پام کې نه نیسي او فلمونه يې تر ډېره د نورو نه تقلید وي چې د ټولنې له مزاج سره برابر نه وي.

دوی سپارښتنه کوي چې باید د ټولنې د دود او کلتور په پام کې نیولو سره فلمونه او سیریالونه جوړ شي، نو هغه وخت به لیدونکي او بازار هم پیدا کړي.

خو امیر شاه تلاش وايي، چې اوس يې د فلمونو معیار او د ټولنې مزاج ته پوره پوره پام کړی دی.

۵. پایله

څه باید وشي چې په ننګرهار کې جوړویدونکې فلمونه بازار پیدا کړي او جوړونکي يې وکولای شي چې لګښت شوي پیسې بېرته ترلاسه کړي.

د افغان فلم مسول مجروع وايي، اوس مهال دوی په ننګرهار کې ۶ د فلم جوړولو کمپنۍ لري چې ځينې تر یوه بریده په ماډرن وسایلو هم سمبال دی، یانې ایچ ډي کیمري او تري ډې سیتم هم لري.

نوموړی وايي، دولت باید په هیواد کې د سینما د پرمختګ له پاره یوه منظمه تګلاره جوړه کړي. په وینا يې اوس مهال د افغانستان د سینما د پرمختګ له پاره کوم د پام وړ کار نه دی شوی او نه هم کومه منظمه تګلاره شته.

دی وايي، د کورنیو فلمونو د بازار له پاره باید دولت د بهرنیو فلمونو د راواریدولو له پاره یو منظم پلان جوړ کړي.

په خبره يې اوس پیر او فقیر معلوم نه دی، خو هر څوک لګیا دی، هم فلمونه جوړوي او هم پرته له کومو اصولو هیواد ته بهرني فلمونه راوړي چې دې چارې د فلم کورنی بهیر ټکنی کړی دی.

دی همدا راز په کور ددنه له رسنیو هم ګیله مند دی چې بهرني سریالونه خپروي او د کورنۍ سینما د غښتلتیا له پاره کار نه کوي.

مجروح زیاتوي په وار وار د ځينو ټلویزیونو له مسولینو سره ناست شوی دی او ځينې يې غوښتي چې دوی ته لاس ورکړي خو چا يې غږ نه دی اوریدلی.

نوموړی دولت تورنوي چې په تېرو ۱۵ کالو کې يې د افغاني سینما د پرمختګ له پاره د پام وړ کار نه دی.

اوس مهال په ننګرهار کې د سینما تالار نشته دی او په ځينو مهمو او د خوښیو په ورځو کې ځينې کسان د ښار په مېله ځایونو او ځینو هوټولو کې د فلمونو د نندارې اسنتیاوې برابروي.

په اخترونو او د نوي کال په ورځو کې د جلال اباد ښار د سراج العمارت باغ کې ځای ځای ځينو کسانو ټلوېزونونه ایښي وي او خلک پکې د فلمونو ننداره کوي.

باید وویل شی چې یو مهال په جلال اباد ښار کې څو سینماوې فعالې وې چې د کورنیو جګړو پر مهال وسوزول شوې .

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */