عمومي کرنه او طبیعت

ننګرهار کې بیا زرګونه نیالګي کینول کیږي خو د پالنې په اړه یې اندېښې شته

ننګرهار کې ۵۰۰ زره نیاګلي کینول کیږي او ۱۲زره جریبه ځمکه به زرغونه شي

د کرنې او مالدارۍ ادارې له لورې نږدې ۵ سوه زره نیالګي کینول شي.

د ننګرهار کرنې او مالدارۍ ریاست سږکال په دغه ولایت کې د ۵ سوره زره نیالګیو د کیښنولو خبره کوي.

ددغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس پوهنمل رفیع الله رحیمزی وایي:

«سږ کال به د کرنې ریاست په چوکاټ کې ۴۵۰ زره مېوه لرونکې، غېرې میوه لرونکې او زینتي نیالګي تولید کړو.»

هغه زیاته کړه، یاد نیالګي به د حکومتي ادارو ترڅنګ په عام المنفعه سیمو کې د کینولو په موخه وړیا ورکړي او عامو ولسونو ته به یې په بازار کې دیرش سلنه تر نورو ارزانه ورکړي .

د ننګرهار رسنیز دفتر وايي، ډیر ژر په ننګرهار ولایت کې د نیالګیو کینولو لړۍ هم پيل شي .

د یو بل خبر له مخې، په دره نور ولسوالۍ کې ۱۲ زره جریبه ځنګلونه بیا زرغونیږي .

د ننګرهار کرنې او مالدارې ادارې په چوکاټ کې د GEF اداره پلان لري، چې د دغه ولایت په دره نور ولسوالۍ کې ۱۲ زره جریبه تخریب شوي ځنګلونه یو ځل بیا تر کرلو وروسته زرغون کړي .

د دغه ادارې له لورې په همدې موخه د دره نور ولسوالۍ ولسونو ته د ځنګلونو د اهمیت په برخه کې روزنې هم ورکړل شوې.

ټاکل شوې یاده مرستندویه اداره د دره نور ولسوالۍ ولسونو سره د نږدې ۱۲ سوه سون توکو د کارونې وسایلو مرسته وکړي، ترڅو د ځنګلونو په ترڅ کې د ځنګلونو د وهلو مخنیوی وشي.

باید وویل شي چې هر کال په ټول افغانستان او خاص ډول ننګرهار کې ګڼ شمیر ونې کیښول کیږي، خو ورته د پوره پاملرنې نه لرلو له امله، ژر له منځه ځي او له لګښت پرته هیڅ کومه بله پایله نه ورکوي.

د کتونکو له لورې پر حکومتي چارواکو نیوکه کیږي، چې یوازې د نیالګیو پر کیښنولو لګښتونه کوي، خو وروسته د ساتنې په موخه یې هیڅ تدابیر نه نیسي.
راپور: غازي عابد

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */