ژوند او ژواک

ننګرهار پوهنتون: د ٩٥ او ۹۶ کال اختصاصي کانکور ازموينه واخيستل شوه

د پوهنتون د مسوولينو پر وينا، په ياده ازموينه کې د ختيزو ولايتونو د څوارلسمو ټولګيو ۱۳۳۱ تنو فارغانو ګډون درلود.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهندوى ببرک مياخېل وویل په یادې اختصاصي کانکور ازموينه کې د ختيزو ولايتونو د څوارلسمو ټولګيو (۱۳۳۱) تنه فارغان ګډون لري، چې ۲۳۱ تنه يې نجونې دي.

ده زیاته کړه:

«له ياد شمېر څخه به د ختيځو دريو ولايتونو ( ننګرهار، کنړ او لغمان) ته ۱۰۷۹ تنه جذب شي چې ۷۸۹ يې د ننګرهار پوهنتون ، ۱۱۰ د لغمان پوهنتون او ۱۸۰ نور يې د کنړ پوهنتون له پاره جذبيږي.»

د پوهنتون رئيس په ټینګار سره وویل چې حق بايد حقدار ته وسپارل شي.

ميآخېل زیاته کړه چې سږنۍ ازموينه به د تېر په پرتله رڼه وي او ننګرهار پوهنتون به د هيواد په کچه د شفافيت يوه بيلګه وګرځي .

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */