ژوند او ژواک

ننګرهار: شینوارو ولسوالیو کې د القاعده شبکې مالي مسؤل ونیول شو

ننګرهار ولایت د غني خیلو ولسوالۍ په ۲۶مه ویالې سیمه کې وړمه شپه ځآنګړو کورنیو ځواکونو عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې د شینوارو ۶ ولسوالیو لپاره د القاعده شبکې مالي مسؤل حضرت الله له څلورو نورو شکمنو کسانو سره یو ځای نیول شوی دی .

د ننګرهار رسنیز دفتر په خپله فیسبوک پاڼه لیکي: د معلوماتو له مخې د عملیاتو پر مهال امنیتي ځواکونو دوه د شپنیو عملیاتو دروبینونه، د مخابرو انتنونه، یو میل کلاشینکوف او ځینې نور وسایل هم تر لاسه کړي.

د یادو عملیاتو پر مهال د مقاومت له امله ۶ تنه وژل شوي او درې نور ټپيان شوي هم دي.

د ننګرهار والي د یادو د پوره عملیاتو د پلټنې لپاره یو پلاوی ټاکلی دی.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */