سپورټ

ننګرهار:  د ۳۰۰ ځوانو ورزشکارانو ترمنځ دوستانه سیالۍ پای ته ورسیدې

لیکنه: غازي عابد

د جدي میاشتې په ۱۵ نېټه ځوان ټولنیز بنسټ او د حامد سلیم ووشو او کنکفو کلپ ننګرهار کې د ووشو او کنکفو د ګڼو ورزشي کلپونو تر منځ د دوستانه  سیالیو پروګرام جوړ کړی و او کابو ۳۰۰ ځوانو ورزشکارانو پکې برخه اخیستې وه.

د پروګرام په پیل کې د ځوان ټولنیز بنسټ د ورزشي څانګې مرستیال حامد سلیم سنګر په خپلو خبرو کې د دې سیالیو موخه د ځوانانو ورزشکارانو یووالی او هڅونه وګڼله او ژمنه یې وکړه، چې د ځوان ټولنیز بنسټ او خپل کلپ په همغږۍ به د نورو رشتو د ورزشکارانو تر منځ په راتلونکي کې د زون په کچه د لویو سیالیو پرواګرامونه جوړوي.

د ځوان ټولنیز بنسټ د فرهنګي څانګې مسوول، خالد سنګر د ځوانو ورزشکارانو د هڅونې لپاره د داسې دوستانه سیالیو پر جوړېدو خوښې وښوده، ځوانان یې د ورزش تر څنګ درس، مطالعې او خپلو ورځنیو چارو په منظم ډول پر مخ بیولو ته متوجه کړل.

نوموړي وویل، ځوانان د ټولنې یوه مهمه برخه ده، ورزشکار ځوانان د هېواد او ملت ویاړونه دي، ټوپک او جګړې هېواد ورانوي او ملتونه له منځه وړي، خو ورزش او ځوانان هېواد ته ښه نوم او مقام ګټي او نوم یې په نړیواله کچه ځلوي.

د بنسټ د فرهنګې چارو مسول، ورزشکارانو سره ژمنه وکړه،  چې بنسټ به د دوی د ځلونې لپاره له هیڅ ډول همکارۍ درېغ ونکړي او د ستونزو په حل کې به ورسره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.

د ټولو ورزشي کلپونو استادانو د ځوان ټولنیز بنسټ کارونه او هڅې وستایلې او خپل هر اړخیز ملاتړ یې اعلان کړ.

د پروګرام په پای کې د ګڼو ورزشکارانو تر منځ دوستانه سیالۍ او په زړه پورې نمایشي حرکات ترسره شول او د ځوان ټولنیز بنسټ او سلیم سنګر ووشو کنکفو کلپ له لوري ښو فایټرانو او تګړه ورزشکارانو ته ستاینلیکونه او ډالۍ  ورکړل شوې.

راپور: د ځوان ټولنیز بنسټ ورزش کمیټه

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد