ژوند او ژواک

ننګرهار: د کور چت پریوتی؛ ۶ تنه تازه راستنه شوي کډوال یې وژلي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، چې د سره رورد ولسوالۍ اړوند شیخ مصري ښارګوټي کې د یو کور چت لویدلی او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶ تنه يې شهیدان کړي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، چې چت تیره شپه هغه مهال لویدلی، کله چې د کورنۍ ټول غړي ویده وه. په قربانیانو کې دوه میرمنې او دوه کوچنیان هم شامل دي.

پیښه کې ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

قرباني شوې کورنۍ یوه له هغه زرګونو څخه وه، چې تازه له ګاونډي هیواد پاکستان څخه راستانه شوي وه.

تیره اوونۍ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي رویټرز ته ویلي وه، چې د افغانستان کابو دریمه برخه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري. دا اړتیاوې د تیر کال په نیسبت ۱۳ سلنه زیاتې شوې دي.

دې استازي دا هم ویلې وه، چې افغانستان همدا اوس پینځه نیم میلونه ډالرو مرستې ته اړتیا لري، څو دغلته خلکو ته لومړنۍ بشري مرستې ورسیږي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */