افغانستان عمومي

ننګرهار: د دوو قوماندانانو په ګډون ۴ وسله وال طالبان وژل شوي

ننګرهار ولایت د لعلپورې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پولیسو د ځآنګړې قطعې له لورې وړمه شپه عملیات ترسره شوي،چې په ترڅ کې د دوو قوماندانانو په ګډون ۴ وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ژوندي نیول شوي .

د ننګرهار رسنیز دفتر په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: نیول شوي قوماندانان عمران خان چې مشهور په ډاکټر زکریا او بل شاهین نومیده،د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې په ترهګریزو، ډله ییزو ځآنمرګو او نورو بریدونو چمتو کولو کې لاس درلود.

وژل شوي وسله وال طالبان بهرني وګړي .

سرچینه زیاتوي، په یوه بله پیښه کې د ضیاالرحمن او سربلند په نومونو دوه تنه نور وسله وال طالبان ژوندي نیول شوي، چې ورسره بېلابېلې وسلې او مهمات هم تر لاسه شوي دي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */