ساینس او ټیکنالوژي

نریندرا مودي: د هند لومړی وزیر په خپل جیب کې واچوئ

 

د هندوستان لومړي وزیر نریندارا مودي نن د نامو NaMo په نوم د ګرځنده ټیلفون په هغه اپلیکشن خبرې وکړې، چې د لومړي وزیر له دفتر سره خلک نیغ په نیغه وصلوي.

ښاغلي مودي وویل، ((ایا غواړئ، چې د هندوستان لومړی وزیر په خپل بغل جیب کې وګرځوئ؟))

نوموړي زیاته کړه، چې په یقیني ډول د موبایل دا اپلیکشن به تاسې د لومړي وزیر سره په مستقیم ډول وصل کړي.

هغه د هندوستان له ولس څخه وغوښتل چې دا اپلیکشن ډانلوډ کړې او هر کله چې وغواړي، د هغه سره دې په تماس کې واوسي.

مودې په دې ټینګار وکړ، چې په ۲۱ مه پیړۍ کې هیڅوک هم د ټیکنالوژۍ له پرمختګ څخه نه شي منکریدلای او ددوې هڅه به هم همدا وايي، چې خپلو خلکو ته د نړۍ پر کچه د ټیکنالوژۍ پرمختللي خدمات برابر کړي.

نوموړي تمه وښوده، چې غواړي، په لرې پرته سیمه کې په یوه کرونده کې بوخت بزګر هم موبایل ولري او د ټیکنالوژۍ څخه څه ناڅه ګټه پورته کړي.

لوموړي وزیر یادونه وکړه، چې حکومت يې خپلې ټولې هڅې کوې، څو د تماس او اړیکو نیولو په لاره کې شته ټول خنډونه لرې کړي.

هغه ژمنه وکړه، چې په کلیوالي سیمو کې به د انټرنیټ داسې خدمتونه برابر کړي، چې سرعت به يې د ښاري خدماتو سره هیڅ توپیر ونه لري.

د هندوستان لومړي وزیر په دې ورستیو کې د ډیجیټل انډیا په نوم یو حرکت پیل کړي، چې موخه يې د هندوستان د اداري سیستم په عصري ټیکنالوژۍ ودرول او خلکو ته له ټیکنالوژۍ څخه د ګټې اخیستنې موقع برابرول دي.

لومړي وزیر نریندرا مودي تازه يې په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ولیدل او په ترهګرۍ، امنیتي او اقتصادي همکاریو سره وغږیدل.

د امریکا ولسمشر او د هند لومړي وزیر پر پاکستان غږ وکړ چې د ترهګریزو بریدونو لپاره دې د خپلې خاورې نه کارېدل باوري کړي.

دوې دواړو د افغانستان په ټیکاو او بیا رغونه کې هم یو بل سره د همکارۍ ژمنه وکړه.

له ښاغلي ټرمپ سره له لیدنې وړاندې، ښاغلي مودي په امریکا کې د ګوګل او مایکروسافټ په ګډون د ۲۱ کمپنیو له اجرائیه ریسانو سره چې هندیان دي ولیدل؛ او په دې وغږیده، چې څنګه له امریکا لا زیاتې مرستې جلبولای شي.

د هندوستان د ټیکنالوژۍ ګڼ ماهرین او متخصیصن په امریکا کې دندې لرې، چې اوس ورته د ټرمپ له لورې د H-1B ویزې نه ورکول یو سرخوږی هم جوړ شوی دی.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */