ګټه وټه له نړۍ

نرسان په کوم هېواد ډېر عواید لري؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي

د ټولو په سر کې باید و وایوو، چې له ډاکټرۍ وروسته نرسنګ تر ټولو مهمه دنده ده. یو نرس نه یوازې دا چې له ناروغ سره پوره مرسته کوي، بلکې تر ډاکټر ډېر پام پرې کوي. په ځینو هېوادونو کې نرسان ډېر ښه عواید لري، خو په ځینو کې بیا یوازې دومره پيدا کوي چې خپل ورځنی ژوند پرې مخ ته وړي. په دې لیکنه کې درته هغه هېوادونه معرفي کوو، چې نرسان په کې ښې پیسې پیدا کولی شي:

۱- بلجیم


بلجیم د اروپا په لوېدیځ کې پروت کوچنی هېواد دی چې د خپلې پلازمېنې له کبله چې د اروپایي اتحادیې غیر رسمي پلازمېنه هم بلل کېږي، خورا مشهور دی. په بجلیم کې درملنه یو څه ګرانه ده. نرسان یې ډېر ښه عواید لري، چې په کلني ډول له ۲۷ زرو تر ۵۰ زرو ډالرو پورې پیدا کوي.

۲- نیوزیلنډ


نیوزیلنډ چې په ارام سمندر کې واقع دی، له دوو جزیرو جوړ شوی او د استرالیا هېواد ګاونډی دی. په دغه هېواد کې د ژوند ستطحه خورا لوړه ده، نو هغه کارونه چې په ډاکټرانو پورې اړوندېږي ښې ډېرې پیسې غواړي. په اوسط ډول ډاکټران په دغه هېواد کې تر ۳۵ زرو ډالرو پورې پیدا کوي. د نرسانو کلنی عاید هم له ۲۳ زرو نیولې تر ۴۷ زرو پورې رسېږي، خو دغه څه بیا د نرس تر رتبې او کار پورې هم اړه لري.

۳- انګلستان


په انګلستان کې هم د نرسانو ژوند ورځ تر بلې ښه کېږي. نرسانو ته د کار په پیل کې ۳۰۰۰ ډالر ورکول کېږي، خو د وخت په ترېدو سره په کلني ډول تر ۴۳ زرو ډالرو پورې پیدا کولی شي.

۴- ډنمارک


که د یخنۍ توان لرئ او په ډنمارک په پوهنتونونوکې د زده کړو لېوال وۍ، نو ترې ښه ځای نشته. په ډنمارک نه یوازې دا چې نرسانو ته په ښه سترګه کتل کېږي، بلکې ښه عواید هم لري. په کلني ډول یو نرس په ډنمارک کې له ۳۸ زرو ډالرو نیولې تر ۵۰ زرو ډالرو پورې عواید لري.

۵- اسټرالیا


په اسټرالیا کې هر نرس په اوسط ډول په ساعت کې ۲۷ امریکایي ډالره ده چې ۴۰ استرالیایي ډالره کېږي پیدا کوي. په همدې ډول څومره یې چې تجربه لوړېږي د عوایدو کچه یې هم ور سره لوړېږي. هغه نرسان چې لس کلنه تجربه لري په کلني ډول ان تر ۶۰ زرو ډالرو پورې عواید تر لاسه کولی شي.

۶- کاناډا


کاناډا نو بیا روغتیا ته په پام کولو او پاکۍ کې مشهوره ده. خو یو څه چې تاسو به لا نه وۍ ترې خبر، هغه دا چې نرسان یې ډېر لوړ عواید لري. کاناډا یوازینی هېواد دی چې نرسان یې په کلني ډول له ۴۸ زرو امریکایي ډالرو نیولې تر ۵۵ زره امریکایي ډالرو پورې عواید لري. که یې تجربه له نورو یو څه لوړه وي، بیا یې د عوایدو کچه ان ۶۵ زرو ډالرو ته رسېږي.

۷- امریکا


په امریکا کې بیا په متوسط ډول د نرسانو تنخوا له ۴۹ زرو امریکایي ډالرو شروع کېږي او ان تر ۹۴ زرو ډالرو پورې رسېږي. خو که مو دنده په سانفرانسیسکو کې وي، بیا مو بیخي خواري نشته، ځکه په دې ایالت کې تنخواګانې تر نورو لوړې دي.

۸- لوګزامبورګ


لوګزامبورګ د اروپا په لوېدیځ کې کوچنی هېواد دی چې د بلژیک، المان او فرانسې په منځ کې پروت دی. دا نو په دې قاره کې لومړنی خپلواک هېواد دی. په دې هېواد کې هم د نرسانو عواید ډېر ښه دي. د کار په لومړیو اتو کلنونو کې په کلني ډول د یوه نرس عواید له ۶۰ زرو پیل کېږي او ان تر ۱۲۵۰۰۰ پورې رسېږي. څومره یې چې تجربه لوړېږي په هماغه کچه یې عواید هم ور سره پورته ځي.

په نورو بهرنیو هېوادنو کې د متخصصۍ دورې ته څوک په اسانۍ نه شي رسېدلی. داسې هم شوي چې یو ډاکټر ټول عمر د یوه نرس په توګه دنده تر سره کړې وي. د یادولو وړ ده چې په نوره نړۍ کې نرس کېدل هم د هر چا د وس خبره نه ده، داسې نرسان شته، چې په خپل مسلک کې خورا رسېدلي وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.