سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

نجیب الله ځدران په نن سیالۍ کې ریکارډ جوړیدو ته انتظار کوي !

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې چپ لاسی توپ وهونکی د نړیوال کرکټ ۵۰ اوریزه سیالیو کې د ۲ منډو جوړیدو ته انتظار کوي، تر څو خپلې ۱۰۰۰ منډې ثبت کړي.

چپ لاسی برید کوونکی توپ وهونکی نجیب الله ځدران تر دې مهاله د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سره په ۴۵ یو ورځینیو ۵۰ اوریزه سیالیو کې لوبیدلی دی، چې ټولې یې ۹۹۸ منډې جوړې کړې دي. 

نوموړي ۶ کاله وړاندې په ۲۰۱۲ م کال کې د افغانستان لپاره د همدې ایرلینډ خلاف ۵۰ اوریزه کرکټ سیالۍ پیل کړي او لا هم په لوبډله کې د یو مهم لوبغاړي رول لوبوي. 

نجیب الله ځدران تر دې مهاله په دغه سیالیو کې ۸ نیمه سلیزې جوړې کړې دي، خو لا هم د کومې سلیزې په برابرولو سره نه دی توانیدلی. 

نوموړي به نن د ایرلینډ خلاف سیالۍ کې لوبیدو ته انتظار کوي، تر څو د افغانستان لپاره د شهزاد محمدي، نور علي ځدران، رحمت شاه زرمتي، اضغر افغان، محمد نبي عیسی خیل، سمیع الله شینواري  او نوروز منګل د ۱۰۰۰ منډو پوره کولو وروسته خپلې ۱۰۰۰ منډې هم ثبت کړي.

د افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ نن دویمه ۵۰ اوریزه سیالي د ایرلینډ په بیل فاسټ کرکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.

سیالي به دافغانستان په وخت د ورځې په دوه نیمو بجو سره پیل شي، چې پکې افغان لوبډله د بریا په خپلولو سره سیریز په خپل نوم کوي، خو بل خوا ایرلینډ په ننۍ لوبه کې د بریا په خپلولو سره روان سیریز یو د یو په مقابل کې تر دریمې سیالۍ پورې مساوي کوي، چې په وروستۍ لوبه کې به ګټونکې لوبډله بیا د سیریز یا لړۍ ګټونکې وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی