سیاست کلتور او هنر

نتنیاهو: نړۍ د بالیووډ مینواله ده؛ اسرائیليان او زه یې هم یم

لیکنه: شریف شاهین

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هندوستان ته د خپل سفر پر مهال د بالیووډ د نوموتو ستورو سره لیدلي او د فلمي صنعت د پراخیدو په برخه کې يې د همکارۍ ژمنې کړي.
په لیدنه کې کې د بالیووډ شهنشاه امیتاب بچن، د هغه اننګور اشورای بچن، ځوی يې ابیشک بچن، امتیاز علي، کرن جوهور او ګڼ نور سینمايي ستوري موجود و.
لومړي وزیر نتنیاهو د سینمايي اداکارانو سره د لیدنې پر مهال سیلفي عکسونه هم اخیستي او په خپله ټویټر پاڼه يې خپاره کړي، چې يې ورسره لیکلي: “زما دا سیلفي عکس به د اوسکار پر مهال د هالیووډ سره سیلفي عکس مات کړي؟”
ښاغلي نتنیاهو امیتاب بچن ته په اشاره وویل:
“ما امیتاب بچن ولیده، هغه څوک چې له ما ډیر (۳۰ میلونه) یواځې ټویټر کې مینوال لري. ما ځينې نور مهم ستوري هم ولیدل؛ او دې پایلې ته ورسیدم، چې تاسې ډیر لوی خلک يۍ، ځکه مو ټوله نړۍ، اسرائیل او زه خوښوم.”
لومړي وزیر نتنیاهو د بالیووډ له ستورو وغوښتل، چې د اسرائیلو ته ورشي او هلته د خپلو فلمونو شوټینګ او صحنې ثبت کړي.


ښاغلي نتنیاهو په ټینګار وویل، چې هند او اسرائیل په ګډه جادويي کارونه ترسره کولای شي.
نوموړي د هند او اسرائیلو ترمینځ د ټیکنالوژۍ سربیره په ګڼو برخو کې په دوه اړخیزه همکارۍ ټینګار وکړ.
هندوستان ته د اسرائیلو د لومړي وزیر بینیایمن نتنیاهو دا لومړی سفر و، چې پوره ۱۵ کال وروسته يې د اسرائیلو د صدراعظم په توګه کوي.
لومړي وزیر نتنیاهو سره په سفر کې د هغه میرمن سارا نتنیاهو هم ملګرې وه.

د یادونې وړ ده چې له فلسطیني وګړو سره د زور زیاتي له کبله د افغانستان په شمول د نړۍ ګڼ هیوادونه له اسرایلو سره ډیپلوماټیکه راشه درشه نه لري.  البته ترکیه، مصر او ځینې نور هیوادونه شته چې له اسرایلو سره ډیپلوماټیکي سیاسي او کلتوري اړیکې لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شریف شاهین