کورنی ژوند

نارینه هغو میرمنو ته چې مینه ورسره لري، دا ۶ کارونه ترسره کوي

لیکنه: ياران

لیکنه: ماریال ریمان
ژباړه: آلما افغان

لږترلږه اته شیان شته چې یو سړی به یوازې د هغې میرمنې لپاره وکړي چې په رښتینې توګه مینه ورسره لري:

۱- هغوی یې اورې
که نارینه له تاسو سره مینه ولري، ستاسو غږ د دوی غوږونو لپاره موزیک دی او تاسو ټول باید هڅه وکړئ هغه څه ووایاست چې واقعاً ددوی لپاره ګټور او په زړه پورې وي.
هغه نارینه چې تاسره ریښتنې مینه لري، یوازې دا نه چې ستاسو خبرې اورې بلکې، تاسو خپلو کلیماتو ته متوجه کوي، تاسو باید هغه نوټ کړئ، هغه به ستاسو نصیحتونو او افکارو ته درناوی ولري.

۲- هغوی درسره جنګونه کوي
جنګونه تل دا نښې نښانې نه وي چې اړیکه د خرابوالي پر لور روانه ده. که هغه رښتیا تاسو سره مینه ولري او ستاسو په اړیکو کې پانګه اچونه وکړي، هغه به ستاسو د اړیکو لپاره حل، بحث او حل لپاره وخت ونیسي. کله ناکله بحثونه هغه نښه ده چې هغه یعنې خاوند غواړي په دې شیانو کار وکړي. یا غواړي پوه شي چې تاسې یعنې میرمنې باید دې نیمګړتیاوو ته متوجه اوسئ چې څو هغوی درنه خوشحاله شي.

۳- هغوی ستاسو د خوښۍ لپاره قرباني ورکوي
دا د ښځو تر ټولو لویه نښه ده چې چې یو میړه پرې خپله میرمن خوښوي.
که هغوی ستاسې د خوشحالۍ لپاره خپلو پلانونو ته تغیر ورکوي، نو له دې معلومیږي چې قرباني ورکوي او دا خاوند له تاسې سره مینه لري.

۴- هغه ستاسو په لاسته راوړنو ویاړي
کله چی یو سړی ښځې سره مینه لري، هر هغه څه چې ښځه لاسته راوړي، خاوند یې پرې د ویاړ احساس کوي.
همدا راز خاوند له خپلې میرمنې سره سیاسي نه کوي، نو کله چې رقابت نه کوي، له دې معلومیږي چې خپلې میرمنې سره مینه لري او ځکه ورسره سیالي هم نه کوي.

۵- هغوی فکر کوي چې تاسو په بدو ورځو کې هم ښکلې یاست
کله چې خاوند یا یو څوک له چا سره مینه لري، نو تل یې بیا خوښوي او میرمن ورته ښکلې ښکاري. که هر څومره ناروغه او بده هم شي، خو بیا هم خاوند ته ښکلې ښکاري. که چیرته خاوند په هر ډول حالت کې له میرمنې سره مینه کوله، دا یې یوه غوره او ښه نښه ده.

۶- هغوی ستاسو کورنۍ او ملګرو ته پاملرنه کوي، ځکه چې تاسو یې کوئ
په مینه کې یو سړی پوهیږي چې هغه خلک چې تاسو ورسره مینه لرئ، ستاسو لپاره مهم دي او که دوی خوشحاله وي، نو تاسو به هم وۍ. نو ددې لپاره هم له هماغو خلکو سره ښه سلوک کوي چې تاسې پرې خوشحاله شئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران