کلتور او هنر

د نړۍ د ځینو پوهانو او نابغه ګانو عجیب عادتونه

 

ژ : آرش ننګیال

۱-ډیوژن : د یونان مشهوره فیلسوف تیر شوی دی. دی به د ورځې لخوا د شرابو په خم ( بېلر) ته ورته څيز کې اوسېده. د شپې به لاټین په لاس راوت او په لارو او کوڅو کې به ګرځېده. کله به چې خلکو ترې پوښتنه وکړه. ښاغلیه! څه شي پسې ګرځې ؟ نو هغه به یې په ځواب کې ورته وویل:
”انسانانو پسې ګرځم خو تر اوسه مې لا نه دي پیدا کړي.“

۲ـ پاسکال : له دې نوم سره ګڼ خلک اشنا دي، دی یو فرانسوي عالم تیر شوی دی. پاسکال به تل په خپلو نوکانو او جامو نقاشي کاږلې او ویل به یې چې دا د ځینو علومو رمز یا نښې دي خو عام خلک پرې نه پوهېدل چې دا څه شي دي او څه مانا ورکوي.

۳ـ ژان ژاک روسو. سویسی فیلسوف. روسو به فکر کاوه چې ټول خلک هڅه کوي چې د ده جاسوسي وکړي نو کله به چې خپلې خونې ته تللو هرڅه ته به یې د شک په نظر کتل او د خونې ټول څیزونه یې کتل.

۴ـ ویکتور هوګو: فرانسوي لیکوال او شاعر. هوګو عجیبه عادت درلوده. هغه به مطالعه په ولاړې کوله. ځانته یې لوړ میز جوړ کړی و چې څوکۍ یې نه درلوده، یوازې څو سپین کاغذونه او قلم به یې پر میز پراته وو. همدا چې له خوب نه به پاڅېده نو د کار میز ته تللو، یا به یې د شعر او یا به یې د رومان په لیکلو پیل وکړ.

۵-بوفون : فرانسوی عالم تیر شوی دی چې د شهرت انګازې یې د نړۍ هر کونج ته رسېدلي دي. هغه به تل غوښتل چې د خپل میز تر شا منظم کېني، لوکسې جامې واغوندې، ږېره او وېښتان منظم جوړ کړي ان تر دې چې ځان به یې سنګار ولو او چپ اړخ ته به یې خپله توره هم ځوړند کړه..

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */