ژوند بڼه کلتور او هنر

م.م: د ترکیې په شمال کې ټکنالوژۍ “شپیلاقي ژبه” زیانمنه کړې

ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

ملګرو ملتونو د هغې” شپیلاقي ژبې” د خوندیتوب لپاره د عملي ګام اخیستو غږ کړی، چې د ترکیې هیواد په یوې غرنۍ سیمه کې کارول کیږي.
د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او فرهنګي سازمان یونیسکو دا موندلې، چې د الوتونکو د ژبې فرهنګي میراث په خطر کې دی.
د یونیسکو سازمان خبر ورکړی، چې د ټکنالوژۍ پرمختګ، د ټولنیزو او اقتصادي بدلونونو له امله د دغې ژبې د ګړیدونکو او سیمو په شمیر کې کموالی راغلی دی.
د ملګرو ملتونو سازمان ډیری پړه د ټیلفونونو په استعمال اچولې.
“شپیلاقي ژبه” د افهام او تفهیم تر ټولو پرمختللې ژبه ده، چې په دې سره خلک د الفاظو په ځای له خولې څخه بیلابیل شپیلاقي غږونه وباسي. دغې ژبې د خلکو ترمنځ هغه وخت دود وموند او رامنځ ته شوه، چې کله په غرنیو سیمو کې خلکو غوښتل له لیرې واټن څخه له یو بل سره خبرې اترې وکړي او خپل مطلب ورسوي.


د شپیلاق ډیری غږونه د شونډو او غاښونو ترمنځ د هوا د پوف کولو په پایله کې رامنځ ته کیږي، خو ځينې وخت بیا د لاسونو له ګوتو او ژبې هم د بیلابیلو او لوړو (تیزو) شپیلاقونو لپاره کار اخیستل کیږي.
خلک له یو بل سره د خبرو اترو کولو لپاره د ځینو لغاتونو غږ وباسي او یا هم شبیه سازي یې کوي. همداراز، د دې لپاره چې خلک نور عام لغاتونه او اصطلاح ګانې بیان کړي، دوی د غږ نمونې کاروي او مشخص غږونه بیا بیا ځلې تکراروي.
نوي لغاتونه او ژبنیزې اصطلاح ګانې هم ور اضافه کیدلی شي، د دې لپاره چې په ګړیدونکې ژبې او فرهنګي ژوند کې سربیره په بدلونونو وساتلی شي.
د یونیسکو سازمان د اټکل له مخې، د دغې ژبې د ویونکو او پوهیدونکو شمیر لس زرو (۱۰،۰۰۰) ته رسیږي. د دغې ژبې کارونکي د ترکیې هیواد شمالي لوري ته د تور سمندر ختیځې برخې کې میشت دي. که څه هم اوسمهال یوازې په دغې سیمه کې کم شمیر میشت کلیوالان دغه ژبه کاروي، خو د چارواکو له اټکل څخه داسې مالومیږي چې دغه ژبه د ترکیې هیواد په ګیرسن (Giresun) ولایت کې په یوې کوچنۍ ټولنه کې کارول کیږي.
د ملګرو ملتونو چارواکي وايي، چې د دغې ټولنې وګړي د دغې ژبې تمرین او کارول خپل فرهنګ ساتل او مشخص کول بولي. دغه وګړي په دې اند دي چې د دغې ژبې کارول د افرادو ترمنځ خبرې اترې او یووالی زیاتوي او پیاوړی کوي.
د یونیسکو سازمان شپیلاقي ژبه “د خبرو اترو یوه سیمه ییزه دوستانه” ژبه بللې او ویلي دي، چې دغه ژبه کولی شي د انسانانو ژوند اسانه کړي او د دغې سیمې د افرادو ترمنځ دوستانه اړیکې لا پیاوړې کړي.


دغه سازمان زیاته کړې، چې له “شپیلاقي ژبې” سره د نوي نسل کم لیوالتیا کولی شي دغې ژبې ته خطر پیښ کړي او له طبیعي چاپیریال څخه یې په مصنوعي مشق بدله کړي.
په ترکیه کې لږ تر لږه یوازې یوه ډله خلک په نښه شوي، چې غواړي د دغې ژبې د لا پیاوړې کولو لپاره لارې چارې ومومي. دغه ډله خلک په یوه داسې پلان کار کوي، چې وکولی شي دغه ژبه په راتلونکو نسلونو کې دود کړي.
همداراز، دوی په دې لټه کې دي چې د نړیوالو پام ځان ته را وګرځوي.
د یونیسکو سازمان ویلي، چې د دغې ژبې د دوام د ملاتړ په موخه به یوه علمي څیړنه په لار واچول شي، چې وکولی شي دغه ژبه تر ډیره ژوندۍ پاتې شي.
“شپیلاقي ژبه” د نړۍ په نورو سیمو کې کې هم کارول شوې ده. په (۲۰۰۹) کال کې د یونیسکو سازمان د هسپانیۍ له کنَري جزیرو څخه د دغې ژبې له ورکیدو اندیښنه ښودلې وه. په هسپانیه کې دغه ژبه د سیلبو ګومیرو په نوم یادیده، چې د کاسټیلیَن هسپانیوي ژبې په اساس وه او له یوه هیواد څخه بل هیواد ته او له یوه نسل څخه بل نسل ته انتقال شوې وه.
همداراز، د یونیسکو سازمان زیاته کړې، چې دا یوازینۍ “شپیلاقي ژبه” وه چې په بشپړه توګه یې پرمختګ کړی و او د ویونکو شمیر یې دوه ویشت زرو (۲۲،۰۰۰) ته رسیده.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احمد فرهاد توتاخیل