خواړه روغه سټه

میوه باید څه وخت وخورو څو ځوان او تازه ښکاره شو؟

لیکنه: ډاکټر راکین (د صحت د نړیوال سازمان پخوانی غړی)

ژباړه او زیاتونه: حشمت الله رحمتي

هر څه چې د اندازې ډیر شي نو تاوان لري، ځکه چې ارزښت يې کمیږي، د عرضې او تقاضې قانون یې ښه بیلګه کیدای شي. نو میوه هم یو لدې شیانو څخه ده، چې ډیر استعمال یې په بدن کې د ګډوډیو لامل ګرځي.

میوه داسې انرژي لري چې په بدن کې د هر نوعه ګډوډیو مخه نیسي، ځکه چې  د بدن مقاومت زیاتوي!

نوې څیړنې ښيي، که غواړئ ځوان پاتې شئ او سالم مغز ولرئ نو میوې او سبزي وخورئ! یا په بله معنا هر څومره میوې او سبزیجات چې استعمالوئ، نو په هماغه اندازه سالم مغز به ولرئ.

څیړنو په اثبات رسولې هغه کسان چې د ورځې پنځه وخته په منظم ډول میوه خوري د هغو کسانو په نسبت چې میوه نه خوري قوي او سالم مغز لري.

د انګلستان د څیړنو څانګې مشر ډاکټر سیوریو سټرینجیس وايي، هغه کسان چې د سګرټو په ناخوښ عمل مبتلا دي، نو ددغه شر څخه د خلاصون او پریښودو اسانه او بسیطه لار د میوو استعمال دی.

دغه څیړنه په انګلستان کې په ۱۴۰۰۰کسانو باندې د ۱۴ کلونو په اوږدو کې تر سره شوې ده، چې ۲۴ سلنه یې ښځې او پاتې نور یې نارینه وو.

نوموړې څیړنې ښودلې ده، هغو کسانو چې په کافي اندازه میوې او سبزې خوړلې، د نورو په پرتله پياوړي، روغ، ځوان او خوښ ښکاریدل، برعکس هغو کسان چې میوه او سبزې یې کمه کاروله، له وخت مخکې یې مخ ګونځې کړې وې او زاړه ښکاریدل.

د ورځې په اوږدو کې په منظم ډول میوې خوړل مو ستړیا لمنځه وړي او تل مو سختو کارونو ته په ښه ډول اماده کوي. په منظم ډول د میوې خوړلو مفهوم دا دی چې د ورځې ۵ وخته باید وخوړل شي، مګر موږ داسې خراب عادت لرو چې د ۵ وختو میوه په ۲ وخته کې خورو او که مو لږ پښپه ور بنده کړه نو په یو وار د ټولې ورځې میوه خورو، چې د ګټې نه یې تاوان ډیریږي.

د تعذیې د برخې مشهور متخصص ډاکټر نوروز حقي وايي، هر کله چې مو ډوډۍ وخوړه نو سمدلاسه ورپسې میوه مه خورئ ځکه پدې وخت کې معده ډکه وي یعنې ټول حجم یې اشعال شوې وي، چې پدې وخت کې د میوې خوړل د ګټې پر ځای تاوان لري، نو بهتر دا ده چې د ډوډۍ نه ۱ یا ۲ ساعته وروسته میوه وخوړل شي. د انسان بدن د ډوډۍ نه وروسته خوږو ته هم اړتیا لري، نو ددې لپاره چې هم یې په معده فشار نه وي راوستی نو ښه دا ده چې د میو مربا وخورئ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حشمت الله رحمتي