کلتور او هنر

بلاخره د کپل شرما نوې شو هم بنده شوه

هندۍ رسنۍ خبر ورکوي چې د هندوستان د مشهور کمیډین کپل شرما نوی ټلویزیوني پروګرام ( فیملي ټایم ود کپل) بلاخره د مؤقت وخت لپاره بند شو.

دا (دی کپل شرما شو) وروسته د دغه مشهور مزاحیه اداکار دوېمه شو شوه چې بندیږې.

د دغه دواړو ټلویزیوني پروګرامونو د یو بندیدو او د بل شروع کېدو ډېر وخت نه و شوی چې دا بد زیری هم پرې شو.

رسنۍ وایي چې کپل په دې شپو ورځو کې خپل کار ته پام نه کاوه او له لټۍ کار اخېسته نو ځکه د ټلویزیون ادارې هغه چې د شو پرې خپریږي د دغه پروګرام د بندیدو اعلان کړی.

کله چې د اسټرلیا له سفر وروسته کپل شرما په راتګ سره د خپل همکار سونیل ګروور سره جګړه او دواړو سره لارې بېلې کړې.

دا د کپل لپاره د بدبختیو پیل ځکه و چې له هغې وروسته یې کامیابه شو مخ په ناکامېدو شوه او مینوالو یې منفي رایې ورکړې، هماغه و چې د خلکو په زړونو کې یې مینه کمه شوه او بلاخره یې د لومړۍ شو(د کپل شرما شو) پروګرام بند شو.

له یو څه وخت وروسته یې د خپلو مینوالو د ساتلو په خاطر یې په سوني ټلویزیون کې د نوي پروګرام د پیلولو خبر ورکړ، فکر کېده چې دا به ډېر کامیاب پروګرام وي دغه مشهور کمېډین به وکولی شي ّچې خلک خوشحاله وساتي.
خو داسي ونشول، معلوميده چې د کپل د لومړۍ شو د بندوالي سره د هغه زړه له کاره مات شوی وي او همدا لامل شو چې کله به یې مېلمانه په انتظار پرېښودل او دی به ترې تري تم او کله به یې هم د میلمنو د نشتون له امله خپرونه بغیر له دې چې کار ورته وشي پرېښودله.

په وروستیو کې د نوموړي نوی ټلویزیونې پروګرام په مسلسل ډول په پرده ونښودل شو چې هر ځل پرېښودلو سره به یې په زیات شمېر تاوان پروډکشن او د ټلویزیون ادارې ته اوښته.

کپل شرما هغه خبریال هم پر ټیلفون ګواښلی وه چې یې د ده د نوي پروګرام ته د مینوالو د منفي رایې خبر خپور کړی و.

تېرو ورځو کې د بالیوډ مشهوره اداکاره راني مکهرجي د کپل شرما له خوا دعوت شوې وه خو کپل، مکهرجي ساعتونو په انتظار پرېښوده او بلاخره یې هغه خپرونه هم ونه کړه.

دا دی اوس هندۍ رسنۍ وایي، د څو ځله ټلویزیوني پروګرام د منسوخ کولو له امله د ټلویزیون ادارې پرې د یوې میاشتې بندیز ولګاوه.

یاد بندیز ورباندې داسې مهال لګېږي چې (فیملي ټایم ود کپل) د شو پخوانۍ برخې لا هم پر ټلویزیون خپرېدلې.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی