ټولنیز ژوند ژوند بڼه

مینه؛ د ټولنیزي ګډوډۍ او تشویش کمولو درمل

ژباړه: نور احمد فضلي

‍ د نويو طبي موندنو له مخي، د نورو سره اړیکي نیول او پر وړاندي یې ښه او نېکه څرګندونه کول کولی شي د هغو کسانو له پاره چې د ټولنیزي ګډوډۍ او خپګان ښکار دي؛ ښه درمل اوسیږي.

د نورو سره د میني او محبت څرګندويي کول د خوشحالۍ احساس زیاتوي او په فرد کښې د دنیا په وړاندي مثبت آند او لید رامنځته کوي. ددې څېړنې کاناډايي څېړونکی وايي چې د وخت په تېرېدو سره هغه کړني چې مثبتي اړیکي پیاوړي کوي، کولی شي چې په ټولنیز خپګان او تشویش اخته کسانو ته د ټولنیزو اړیکو ټینګولو وړتیا ورکړي.

د کاناډا د فرزر سیمون پوهنتون ددې څېړنې له لیکوالانو څخه جنیفر ترو وايي:” له میني ډکي کړني کولی شي چې د فرد پر شاوخوا محیط څخه د مثبتو هیلو او توقعاتو په پیاوړي کولو سره د ټولنیزو منفي توقعاتو د منفي هغو په خنثی کولو کښې مرسته وکړي. دا کارونه مرسته کوي چې د دې کسانو د ټولنیزي ګډوډي سطح کمه او په پایله کښې له اجتماعي موقعیتونو څخه د پرهېز په موخه د دوی غوښتنه له کم څخه کم تره کړي. “

د ټولنیز خپګان اختلال سبب کیږي چې فرد د نورو سره د رویې په اړه د تهدیدېدو یا اضطراب احساس پیداکړي. دا اختلال د خجالتي کېدا او شرمیندګۍ څخه هاخوا دی او حتا کولی شي تر دې ځایه په افرادو کښې د ناراحتۍ احساس رامنځته کړي چې دوی په بشپړه توګه د نورو سره د چال چلند او سلوک څخه ډډه وکړي ترڅو د خجالت کېدو احتمال له منځه یوسي.

په دغه څلور اونیزه څېړنه کښې د پوهنتون ۱۱۵ د لوړي سطحي ټولنیزي ګډوډۍ ښکار محصلان شامل وه. محصلین د تصادف له مخي پر درو طبقو ووېشل سول. لومړۍ ډلي یې له میني او محبته ډک کارونه لکه د کورنۍ لوښي پرېولل، د یوه ګاونډي باغ اوبه کول او یا یو خیریه کار او… ور ترغاړي وه. دوهمه ډله یې اجتماعي اهل ووه خو دوی ته ویل سوي وه چې په ښو کارونو کښې دي ګډون نه کوي. په پای کښې وروستۍ ډلې ورځنۍ پیښي ثبتولې او ددې ډلې برخوالو ته کوم امر نه و ترلاسه کړی.

دې څېړنې په ډاګه کړه، هغه ډله چې ښه او له محبته ډک کارونه یې کړي ووه، د ټولنیزو لانجو څخه په اجتناب کولو کښې یې بهترین کمښت راغلی وو. څېړونکو دا پایله را وایستله چې نېک او ښه کارونه، د احتمالي ماتې په وړاندي د وهم او اضطراب وسیلې په خنثی کولو سره د ټولنیز اضطراب لرونکو افرادو سره په آسانه اړیکو ټینګولو کښې د مرستي په موخه با ارزښته وسایل دي.

دا څېړنه تاکید کوي هغه رغوونکي ستراتیژي ګاني چې پکښي د نیکو کارونو کول شامل دي، کولی شي چې د په ټولنیز اضطراب او خپګان اخته کسانو د ژوند کیفیت لوړ کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي