لوبې

میليون جام سیالۍ نن پیلیږي

د میلیون جام سیالۍ چې هر کال کیږي د زراب شاه ظهیر په مشرۍ د افغانستان په کورني کرکټ کې تر شپږيزې وروسته دویم لوی او يوازینی خصوصي ليګ شمیرل کیږي.

دغه سیالۍ چې په تجارتي بڼه د هیواد په سطحه کیږي، د افغانستان کرکټ بورډ اداره یې ميليون لیګ بولي او سیالۍ به یې د کابل-الکوزي په نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

میلیون جام سیالیو تنظیمونکي وايي چې هدف یې ځوانو لوبغاړو ته زمینه برابرول دي، تر څو د مادي امکاناتو تر څنګ د هيواد په کچه خپله وړتیا وښيي.

دا هماغه سیالۍ دي چې څو کاله مخکې په کې د راشد خان په څیر لوبغاړې ټولنې ته وپیژندل شول.

نن چې راشد په اي پي ايل کې لوبېږي او مليونونه خلک يې له لوبو خوند اخلي د میليون جام برکت دی.

له نن څخه څلور کاله وړاندې همدغه مليون ليګ وو چې په ۲۰۱۳ کال کې يې راشد ته د لوبېدو چانس ورکړ.

اتلس کلن راشد خان چې په یاد کال د میلیون جام سیالیو کې خپل ځان مثبت ثابت کړ، ملي لوبډلې ته يې لار پېداکړه، او له هغې وروسته په ملي لوبډله کې د بهترینه توپ اچونې او توپوهنې وروسته د خپلې وړتیا په مټ تر اي پي ايل ورسېد، چې نن يې په نوم اخيستلو افغانان ویاړي.

د میلیون جام د سیالیو تنظیموونکی حامد بابر امینزي ډاډ ورکړ چې د یاد جام دا ځل سیالۍ به له ډېرو نوښتونو سره ملې وي، او د کرکټ مینه وال به ناهیلي نه کړي.

د کرکټ بورډ ادارې له قوله: میلیون جام سیالۍ درې کاله وړاندې په پلازمېنه کابل کې پېل شوي او څلورم پړاوو یې د روان کال په اپرېل کې پيلیدونکی دی. یادې ادارې دا هیله مندي هم ښودلې ده چې د میلیون جام دا ځل سیالۍ به د تیرو سیالیو په پرتله له نویو نوښتونو برخمنې وې.

د همدې جام په تېرو ترسره شویو سیالیو کې د ملي، الف، ۱۹ کلنې او د کورني کرکټ پیاوړو لوبغاړو ته ونډه هم ورکړل شوې وه، چې د پام وړ سیالۍ یې کړې وې.

سږ کال هم د کورني کرکټ پیاوړي لوبغاړي له ملي، الف او ۱۹ کلنې لوبډلې له لوبغاړو سره یو ځای په دغه سیالیو کې لوبیدلی شي.

کرکټ پوهان هیله مندي ښيي چې د میلیون جام سیالۍ به د هیواد کرکټ ته د تېرو سیالیو په څیر پیاوړي لوبغاړي ور وپیژني.

د میلیون جام دا ځل سیالۍ د روانې اپریل میاشتې پر ۲۵ تمه نېټه د ۵ لوبډلو ترمنځ د لیګ سیسټم په بڼه په الکوزي کابل نړیوال لوبغالي کې پیلیږي.

هېره دې نه وي چې د مليون جام څلورم پړاو سیالۍ به د روانې ميلادې مياشتې (د اپريل په 25مه چې دسه شنبې) ورځې سره سمون خوري، د کابل په نړيوال لوبغالي کې د پينځو لوبډلو تر منځ پيل او ټولې سیالۍ به يې د شمشاد نړيوال تلويزون په پرده په ژوندۍ بڼه په ښه کيفيت خپرې شي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */