ټولنیز ژوند ژوند بڼه

د مسټر بین پر سبک خوشحاله ژوند کول زده کړئ

ژباړه: نوراحمد فضلي

خوشحاله ژوند کول زموږ ګډه هیله ده او موږ ډېر یې په اړه کوشش کوو. راځئ دا ځل د مسټربین پر سبک خوشحاله ژوند کول ولرو.

د مسټربین Mr. Bean له نامه به مو اورېدلي وي، او فلمونه یا لږترلږه تمثیلي کلیپونه به مو ئې حتمن لیدلي وي. موږ نننی مطلب پر دې راڅرخي چي نوموړی ژوند ته له کومي زاويې ګوري.

مسټربین چي نې تعلیم کړی، نه شتمن دی او نه هم خوش قیافه دی. هغه له هُنر، کورنۍ، کور، ملګري او دوست ځني هیڅ هم نلري. همېشه ورانکاري کوي، خو خوشحاله دئ. په هماغه کوچنۍ دنیاګۍ او زموږ په سترګو خالي هغه کښي، يوازي خوشحاله دی. پر ضایع سوي غُسه او افسوس نه کوي. یوازينی کس او کار یې یو پخوانی د واده یږ دی چي په خپل تخیل نوموړي ته موجودیت وربخښي، د هغه سره خبري کوي او هرځای یې له ځان سره ګرځوي. البته مسټربین د لیکوالانو او ډایریکټرانو د ذهن جوړ کریکټر دئ او د کمزورۍ ټکي هم ډېر لري، مګر غولوونکی او تېر ایستونکی نه دئ. په حقیقت کښي موږ ټول په خپل ورځني ژوند کښي د داسي کسانو سره مخامخېږو چي زموږ په نظر هيڅ نلري، مګر د خوشحالۍ او نېکمرغۍ احساس لري؛ رښتیا ددې کسانو د خوشحالۍ راز په څه کي دئ؟

د مسټربین د خوشحاله ژوند کولو راز چشي دئ؟
په ژوند کښي د خوشحاله اوسېدو له پاره د مسټربین غوندي په حال کښي واوسېږئ. دا چي چشي زموږ څخه خوښي او خوشحالي اخلي او ژوند مو له غُسې او قهره ډکوي، له حال پرته د تېر یا راتلونکي په اړه فکر کول دي. ترخې خاطرې، آفسوس و آرمان، نامرادي سوي هیلي، د پرون ضایع سوې خوښي او همدارنګه د راتلونکي افواهات؛ خیالونه، سوچونه، نامعلوم وهمونه و اندېښنې، دراتلونکي په اړه بې بنسټه تشویشونه دا ټول ددې سبب کېږي چي له حاله لېري او ونه سو کولای د حال خوښۍ او خوشحالۍ مشاهده کړو او له هغو خوند واخلو. وانګېرئ چي د پسرلي موسم دی؛ په لاره کښي را روان یاست او یودم باد او باران شروع کېږي- یو شړکنده باران. ممکن ددې صحنې په لیدو سره مو په ذهن کښي وراني، خساره او یا هم وهم انځور سي. یا هم امکان لري چي د هغه ځای حالات مو در په یاد سي چي څه موده دمخه پکښي د زلزلې تر واقع کېدني دمخه دغسي آب و هوا لیدل سوي ول؛ او وبېرېږئ چي ونه سي دا د هوا حالات هم په ځان پسې یوه وحشتناکه زلزله ولري او یا اندېښمن سئ چي ونه سي چي پټو (مفلر) او نوري جامې مو باد درڅخه وا نه لوزوي… د دغسي تصوراتو پر مهال به په حال کښي حضور ونلرئ او نه سئ کولای چي د هوا لطافت او د باران یخ مو پر وجود باندي احساس کړئ. کله چي په هوا کښي د غوټیو او نوو بلګونو حرکت او د آسمان ګړي په ګړي د رنګ تغییر وینئ او په دې ترتیب به له طبیعته یوه ښکلې سمعي او بصري تابلو له لاسه ورکړئ. مسټربین په حال کښي ژوند کوي. هري پيښي ته په کومه لحظه کښي چي شتون لري؛ اهمیت ورکوي. د لحظې تر تېرېدو وروسته، هغه هېروي او بلي ته داخلېږي؛ نو ځکه ئې تریخ خوندونه پر ژبه نه پاتېږي او له راتلونکي وېره یې خوښي نه تالاکوي.

توقعات مو راکم کړئ چي خوشحاله ژوند ولرئ
د هیلو او توقعاتو رشته اوږده ده، او هیڅکله پای نه مومي. له خپلو شتو خوند نه اخلو او همېشه له ډېر څخه په ډیرو پسي سرګردانه یوو. نو ښکاره ده چي د خوښۍ ځای مو ناکامۍ، ناهیلۍ، خپګان او غُسې ته پرېږدو. هرڅومره چي له دنیا کمه توقع ولرو، هغومره به مو وخت ښه راباندي تېرېږي. مسټربین له هیچا ځني توقع نلري او البته ځان هم نه اړباسي چي هرومرو دي د نورو توقعات ور پوره کړي.

جدی نه نيول د خوشحاله ژوند يو بل اسلوب دی
موږ ځیني انسانان داسي انګېرو ګواکي ددې له پاره پیدا سوي یوو چي ژوند پر ځان او نورو سخت او تریخ کړو. کمال ګرايي یوه له هغو ځانګړنو او صفتونو څخه ده چي متاسفانه ډیرو ته ښه والی ایسي او په هغه باندي فخر کوي، خو کمال ګرايي په اصل کښي په یو ډول د کمزورتیا یوه نقطه ده. کله چي موږ یا زموږ زړه غواړي چي زموږ هرڅه دي فوق العاده وي؛ کور مو دي پاک، ترتیب او لوکس وي. وظیفه او موقف مو لوړ، ظاهر مو دې بې عیبه، اولادونه مو دي اول نمره، مېرمني مو دي له هري خوا پوره وي، یاني موږ ځانونه له نورو بشپړ او بې عیبه بولو او نه غواړو چي په ځانو یا ژوند کښي دي مو کومه نیمګړتیا شتون ولري. حالانکي هغه څه چي بې عیبه تصوروو، په ښکاره امر دئ او عیبونه/نقصونه داسي ځای دي چي نه لیدل کېږي. د لويۍ، ځانغوښتني، ځان محورۍ په شان عیبونه او … د پوره کېدو (بې نقص واله) له پاره تلاش ددې سبب کېږي چي د ځان او نورو په پرتله سختګیره اوسو او هرڅه ته تر حد زیات اهمیت ورکړو؛ همېشه د ژوند په هره عرصه کښي دې ته اندېښمن یو چي مبادا کومه نیمګړتیا ونلرو، همدا زموږ خوښي سلبوي او ځای یې تشويش او پرېشانۍ ته پرېږدي. داسي وانګېرئ چي کورنۍ پر دسترخوان باندي راټوله وي او مثلاً د کور مېرمن همېشه اندېښمنه وي چي ها که پر دسترخوان باندي غذا توی سي او هغه خیرن کړي.” پام دي وي “،” توی ئې نکړې “،” چټل لاسونه دي دسترخوان ته مه ور وړه “… آیا نور خوښي او خوشحالي پاتېږي؟ مسټربین هرڅه آسانه فرض کيي، د کوم شي سره تعصب او حساسیت نلري، همېشه ساده حللاره انتخابوي او له هغه ډېر خوند اخلي.

د ځان له پاره ژوند وکړئ چي خوشحاله اوسئ
زموږ اکثرو ژوند د ځانو له پاره نه وي؛ د نورو خوښي او رضایت طلبوو، ځانونه داسي جوړوو چي د نورو خوښ سو، داسي جامې اغوندو چي د نورو خوښېږي، کور داسي ډیزاینوو چي نور ئې خوښ کړي، پر هغو موضوعګانو بحث کوو، هغه کتابونه لولو، د داسي څیزونو سره دلچسپي ښيو… چي د نورو خوښ وي. نور ئې خوښ کړي او د نورو د خوښۍ وړ وي. پوهېږئ چي ددې ټولو پوره کول څومره هڅو، وخت، انرژي ته اړتیا لري او دا یوازي په دې خاطر چي نور زموږ څخه خوښ او راضي وي – موږ ځانونه څنګه کوو؟ که د ځان له پاره ژوند ونکړئ او یوازي د نورو په رضایت او خوښۍ پسې یاست؛ د خوښۍ او خوشحالۍ نعمت مو له لاسه باسئ.

شکر کښوونکي اوسئ چي خوشحاله ژوند ولرئ
او بالاخره د مطلب ډېر مهم ترین بخش یاني شاکر اوسېدو ته رارسېږو. یو له هغو څیزونو چي له ډېر څخه ډېر زموږ خوښۍ سلبوي او د ژوند له خوندونو مو لېري کوي؛ ناشکري ده. ناشکري یاني د ژوند نعمتونو ته نه کتل او د هغو څیزونو نه لیدل چي غواړو یې او نې لرو او مالومه هم نه ده چي آخر زموږ غوښتني زموږ په خیر او صلاح دي کنه. ناشکري یاني د خپل ظاهر بل ډول غوښتل، نه هغه رقم چي دئ، د بلي کورنۍ، ښځي او نورو اولادونو آرزو لرل، نه د هغو چي سته. د بل کار، ښار او بل هیواد، نورو شرایطو او… غوښتونکي اوسو. څنګه له هغه چا ځني چي همېشه له حالاتو او شرایطو سر ټکوي؛ د خوشحاله اوسېدو توقع ولرو؟ دغسي کس په همېشنۍ ناکامۍ او نارضایتۍ محکوم دئ. له خپلو شتو خوند اخیستل، شکر یوازي تر ژبي محدود نه دئ، بلکي عملاً باید شکر وباسو. موږ نه سو کولای چي دنیا ته تغییر ورکړو، مګر کولای سو چي د ځانو په اړه نظر ته مو تغییر ورکړو او له دنیا هغسي خوند واخلو چي څنګه ده. مستربین د خپل ژوند له کوچنیو جزئیاتو خوند اخلي او له هغو سره خوښ دئ. حتا له هغه موږکه هم چي د خوني په دېوال کښې غار کړی دئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي