خواړه روغه سټه

مڼه او ګڼې روغتیايي ګټې یې

ژباړه: غازي عابد

لکه څرنګه چې مڼه له رنګه ښکلې ده او بوی یې هم خوږ دی، له دې ښو ځانګړتیاوو سره یې خوړل بې شمیره ګټې هم لري. ځیني هغه یې موږ دلته راخیستې دي، چې پوهانو او څیړونکو په خپلو تجربو او څیړنو کې ثابتې کړي.

۱- سپین او روغ غاښونه ولرۍ
که مڼه مو د غاښونو لپاره د برس ځای ونه نیسي، خو ترې کپ کول او ژول یې په خوله کې د لاړو د زیاتیدو سبب کیږي او د بکتریاوو په کمولو سره د غاښونو د ورستیدو او خوسا کیدو مخنیوی کوي.

ممکن ډیر کله تاسې او یا مو هم ملګري شکایت کوي چې په خوله کې یې لاړې وچیږي، غاښونه یې ورستیږي او په اصطلاح (چینجی) کوي، ډیر دارو درمل به ورته اخلئ او ډاکټرانو ته به ځئ، خو که چیرته مڼه خورۍ، زیان خو نه لري، اما دومره ګټې لري چې له ډاګټره مو لرې، په خیټه ماړه او غاښونه مو روغ وساتي.

۲- د الزمایر مخنیوی کول
په موږه کانو باندې د شوې څیړنې پر اساس د مڼې د جوس څښل کولی شي چې د الزمایر او د دماغو د زړېدو مخه ونیسي.

یعنې مڼې ددې ترڅنګ چې د الزمایر مخینوی کوي، ستاسې د دماغو د زړښت مخه نیسي او مغز مو تل ځوان ساتي.

۳- د پارکینسن خطرناکې ناروغۍ مخنیوی کوي

څیړنې وايي، هغه خلک چې مڼې خوري هغوی د پارکېنسن ناروغیو په مقابل کې ډیر قوي او پیاوړي وي، یعنې ژر پرې غالبه کیدای نه شي.

پارکینسن یوه عصبي ناروغي ده، ددې ناروغۍ لرونکي منظم حرکات نه شي کولی او په منظم ډول د دوا اخیستلو ته اړتیا لري.

۴- د هر ډول سرطاني ناروغیو مخنیوی کوي

سرطاني ناروغۍ بیلابیلې وي، خو هر څوک هڅه کوي چې له دې خطرناکې ناروغۍ ځان وژغوري، ممکن ورځینې د ژغورنې نورې لارې وي، خو یوه لاره یې د مڼې زیات خوړل هم دي.

ځکه امریکايي پوهانو په خپلو څیړنو کې موندلې چې مڼې ۲۳ سلنه د سرطان په مخنیوي کې مرسته کوي. دوی دا څیړنه او تجره په موږکانو هم ترسره کړې، چې بلاخره ثابته کړې یې ده.

 

پر یادو هغو سربیره مڼه د روغتیا لپاره ګڼې نور ګټې هم لري چې په نورو لیکنو کې به پرې خبرې وکړو.

 

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */