سپورټ

مورکل د خپلې میرمنې لپاره له نړيوال کرکټ سره مخه ښه کوي

لیکنه: ياران

ليکنه: مدثر دعوت

د سويلي افريقا تېر توپ اچوونکی مورن مورکل به د اسټراليا سره د ټيسټ لوبو تر لړۍ وروسته نړيوال کرکټ پر‎ېږدي.
سويلي افريقا به د روان کال د مارچ په لومړۍ نيټه د اسټراليا کوربه وي.

مورکل وايي په ډېر خوشحال زړه سره کرکيټ پریږدم. که څه هم دده لپاره داپرېکړه ډېره سخته ده خو وايي وخت يې رارسېدلی چې د خپلې ځوانې کورنۍ او بهرنۍ مېرمنې سره د ژوند نوی پړاو پيل کړي.
مورکل په نړيوال کرکټ ۵۲۹ ویکټې اخیستي.

مورن مورکل وايي چې کله به مې د سويلي افريقا کرکټ ملي لوبډلې لباس په تن وو، د هرې شېبې څخه مې خورا خوند اخيسته او د وياړ احساس مې کاوه. ده د خپلې لوبډلې، کرکيټ بورډ، کورنۍ او ټولو ملګرو څخه يې د کلونو کلونو ملاتړ ځانګړې مننه وکړله.
دی وايي زما سره اوس هم د کرکيټ زيات جذبات او قوت شته او نه پوهېږم چي راتلونکي کې به څه پيښيږي، خو د اوس لپاره زما ټول تمرکز په پوره توان او طاقت د اسټراليا سره د راتلونکي ټيسټ سيريز ګټل دي.

د راتلونکو څلورو ټيسټ لوبو په ترسره کولو سره به د مورکل ۸۷ لوبې د سويلي شي، چې سویلي افریقا ته یې ترسره کړي.
مورن تر اوسه په ټيسټ لوبو کې ۲۹۴ ویکټې ترلاسه کړي.
کله چې مورکل په ۲۰۰۶ز کال کې د خپلو ټيسټ لوبو پړاو پيل کړ، د ډيل سټآين ترڅنګ د سويلي افريقا لپاره ترټولو پياوړی او اغېزمن بريدګر توپ اچوونکی وو.

مورکل په ۲۰۱۶ز کال کي په يوه لوبه کې د زخمي کېدو له کبله د کال تر وروستيو پورې د لوبو څخه محروم پاتې شو او د نيوزلينډ، اسټراليا او سريلانکا سره د لوبو په لړيو کې ونه لوبید. د ۲۰۱۷ز کال په مارچ مياشت کې تر کابو يو کلن ځنډ وروسته د نيوزلينډ پر وړاندي بيرته د يو اغیزمن توپ اچوونکي په څېره کې راستون شو، بیا ځلې راتګ یې په توپ اچونه کې يې خورا د ظرفيت څخه ډک تغير او پرمختګ ليدل کېدو.

په ۲۰۱۷ز کال کې د انګلستان په کوربتوب سيريز کې تر ټولو ډيرو ویکټو اخيستونکی لوبغاړی شو.

مورکل په ۲۰۱۵ز کال نړيوال جام کې ترټولو توپ اچوونکو ډېر لوبغاړي سوځولي ول، خو په ۲۰۱۶ز کال کې د شل اوريز نړيوال جام لپاره وانه خيستل شو، په ۲۰۱۷ز کال IPL لوبو کې ونه لوبېد او په ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام کې يې هم د لوبېدو برخليک نامعلومه وو.

د اوړي په پيل کي مورکل ويلي ول چې د خپلې لوبډلې د نوي کوچ اوټيس ګيبسن سره دده د راتلونکي برخليک په اړه به بحث وکړي.
ګيبس هم ويلي ول چې د مورکل سره يې خبري کړي دي، که چيري دی يا کوم بل لوبغاړی ښه ولوبيږي هغه به په نظر کي ونيول شي.

مورن مورکل هم يو له هغو نوماندانو وو چې په ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام کې د لوبې کولو لپاره وړاندي شوي ول، خو د دوشنبې په ورځ مورکل د نړيوال کرکټ د پریښودو کولو پرېکړه وکړه.

ده په يو ورځنيو ۱۱۷ لوبو کې ۱۸۸ لوبغاړي سوځولي، دوه ځل يې پنځه لوبغاړي سوځولي او په ۲۵.۳۲ اوسط يې لوبه ترسره کړېده.

د شل اوريزو په ۷.۵۰ ريټ کې يې په ۴۴ لوبو ۴۷ لوبغاړي سوځولي دي.

مورکل د کرکيټ د نړيوالې شورا د درجه بندۍ د ټولو اړخونو په لسو غوره لوبغاړو کې ځای لري، چې په ۲۰۱۱ز کال کې د يو ورځنيو لوبو لومړی مقام توپ اچوونکی وو.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران