ژوند او ژواک

منندوى واوسئ خو د مننې تمه مه کوئ

ژباړه: عبدالکبير صالح
له ( You can win ) څخه

منندويي يوه په زړه پورې کلمه ده. مننه يو احساس دى چې زمونږ شخصیت لوړوي زمونږ سيرت ښکلى کوي او زمونږ د عاجزۍ څرګندونه کوي.

دا د نورو په وړاندې د مننې کولو احساس دى. منندويي د ښېګڼو تبادله او راکړه ورکړه نه ده. مهرباني، هوښياري او صبر دوباره نه ورکول کېږي.

منندويي مونږ ته څه شى رازده کوي؟

دا مونږ ته له يو بل سره د همکارۍ او د يو بل د درک کولو هنر را زده کوي.

منندويي بايد د زړه له تله وي. ساده منندويي لکه له ” تا ډيره مننه” هم کيداى شي ډيره په زړه پورې او صميمي وي. ډير ځلې مونږ هيروو چې له هغو کسانو مننه وکړو کوم چې مونږ ته ډير نيږدې وي، لکه مور او پلار، د ژوند ملګرى، زموږ خپل خپلوان او زمونږ ملګري.

له مننې ډک چلند زمونږ د ژوند ليدلورى بدلولى شي. په منندويۍ او عاجزۍ سره زمونږ کارونه په خپله سميږي. مننه کول مو بايد د ژوند تګلاره وي، يعنې يوه ساده موسکا، يا مننه کوم، او يا هم په لاسونو او سر خوځولو سره د چا ستاينه کول هغه ګران بيه ډالۍ دي چې هيڅ قيمت پرې نه راځي.

لږ تېر وخت ته فکر وکړئ او هغه خلک را ياد کړئ چې ستا په ژوند يې مثبت اغېز کړى. ستا مور او پلار، استادان يا هر هغه څوک چې تا سره د مرستې کولو لپاره يې زيات وخت مصرف کړى.

تاسې ښايي فکر وکړئ چې دوى يوازې خپله دنده او مسولیت ادا کړى. نه داسي نه ده. دوى په پوره ليوالتيا سره خپل وخت، هڅې، پيسې او نور ډير شيان له تا څخه قربان کړي دي. دوى د خپلې مهربانۍ او مينې له کبله کړي، نه د دې لپاره چې تاسو يې مننه وکړئ.

انسانان تر ډیره ناشکره دي. کله یې چې حاجت پوره شي، مننه او شکر یې له یاده وځي. منندوى کسان استثنا کسان دي.

نو ښه ده چې منندوی و اوسو خو له نورو د مننې تمه ونه کړو.

څرنګه دا زمونږ په ژوند کې د پلي کېدو وړ ګرځي؟ مونږ يو چا ته د څو ورځو لپاره خواړه يا پناه ځاى ورکوو او بيا وايو چې، “وګوره ما د دوى لپاره څه وکړل؟”

د دې اوريدل ښايي جالب نه وي چې له ځينو کسانو اورو، “که چيرې زه نه وى او ما ورسره مرسته نه وى کړې، دا کس به په کوڅو ګرځيده.” دا څه ډول ځان غوښتنه ده!

منندويي په دې معنا نه ده چې خلک د يو بل تر احسان لاندې راشي. بلکې دا له تواضع او خاکسارۍ ډک احساس دى.

ژ:- عبدالکبير صالح له you can win څخه

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */