بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ژوند بڼه

له (۳) ډوله منفي فکره خلکو څخه ځان لرې ساتئ

 

لیکوال: ډانیل میلسټین
ژباړن: احمد فرهاد توتاخیل

د هغو خلکو په اړه فکر وکړئ، چې تاسې ورسره په ورځني ژوند کې کار کوئ او یاهم لیده کاته کوئ. آیا تر دا مهاله مو له ښاغلي/ اغلې منفي فکره، نقد کوونکي (ګوته نیوونکي) او یاهم قرباني کیدونکي کس سره ملاقات کړئ؟

زه په ډاډ وایم چې همدا اوس ستاسې په ذهن کې یو له همدغو کسانو څخه ګرځي. زه پوهیږم. په هرځای کې به تاسې له دغو کسانو سره مخ شئ؛ په سترو غونډو او دفتر کې او بل هر ځای کې. دوی داسې کسان دي چې تر ټولو ابتکاري مفکورې به خرابوي او له خنډ سره به یې مخ کوي. هیله مند یم چې کومه ورځ له داسې کس سره په هینداره کې مخ نه شئ.

منفي فکره کسان منفي افکار د انفلونزا په څیر خپروي او تاسې باید دغه خطر محدود کړئ. د منفي فکره کسانو خبرو ته د غوږ نیولو خطر دا دی، چې ښايي ستاسې افکار منعکس کړي د دې په اړه چې دوی څه وایي. دوی دا قدرت لري، چې نه یواځې ستاسې پر لر لیدنې (نړۍ لیدنې) بده اغیزه وکړي، بلکې ستاسې د کمپنۍ پر فرهنګ، شهرت او نتیجې هم بده اغیزه کوي.

نو راځئ چې لاندینیو ټکو ته ژور غور وکړو، څو له هرې ممکنې لارې له دا ډول خلکو څخه خپله لاره چپه کړو.

۱. منفي فکره ښاغلي/ اغلې

منفي فکره ښاغلی/اغلې داسې بریښي، چې هرې حل لارې ته یوه ستونزه لري او دا خوښوي چې د هرې نظریې شوق او ذوق له مینځه یوسي. هغه تل د یو کار په ترسره کولو کې وایي: څه رقم چې ده، همدا رقم به وي. منفي فکره ښاغلی/اغلې تل په یوه کار یا حالت کې داسې خښ وي، لکه موټر چې په خټه کې خښ وي او هرڅه چې سلیپونه کوي، خو ترې وتلی نه شي. کله چې د فرصت یوه کړکۍ پرانیستل شي، همدا منفي فکره ښاغلي/اغلې به هڅه کوي چې بنده یې کړي. ستاسې انرژي به ختموي او مخ پر وړاندې چټک حرکت به مو ورو کوي. تاسې به ونه غواړئ، چې دا ډول کس له ځان سره په خپل کاري ټیم کې ونیسئ او خپل وخت مو د هغوی په اجتماعي کولو تیر کړئ. که له ځان څخه منفي فکره کسان راچاپیر کړئ، نو د مثبت ژوند کولو تمه مه لرئ.

۲-هغوی چې یوازې پر نورو  انتقاد کوي

نقد کوونکي (ګوته نیوونکي) کسان هغه کسان دي، چې تل د نورو کسانو منفي ټکو پیدا کولو په لټه کې وي او په ځانګړي توګه دوی د نورو خلکو د شخصي او یاهم منفي مالوماتو یا ټکو په تبادله کې مشهور وي. د دې له پاره چې نور خلک په خپل قید کې راولي، دوی انګازې (بې اساسه شایعات) خپروي او د کوچنیو فکرونو لرونکي خلک په خپل کنټرول کې ساتي. هیله ده چې تاسې هیڅکله د داسې خلکو په دام کې ونه غورځئ. دا لوبه له هر چا سره کیدلای شي، ان له تاسې سره هم. یو چا چې تر اوسه هیڅ کار نه وي ترسره کړی، دا اجازه مه ورکوئ چې تاسې یوه کار ته وهڅوي.

۳-هغوی چې خپلې لټۍ زپلي 

هغوی چې هیڅکله نه وي توانیدلي چې خپل شخصي مسوولیت ومني. قرباني شویو کسانو ته ژوند تل ناسم (غیر منصفانه) ښکاري. هغوی چې د ازموینې پوښتنپاڼه یې سمه نه وي ځواب کړي. هغوی چې هیڅکله د پرمختګ په ډګر کې داسې ګام نه وي پورته کړی، چې د مشر یې خوښ شوی وي. د پرمختګ پر لاره باندې دوی تل له خنډونو سره مخ شوي وي او پرته له بد چانس څخه یې نور څه نه وي ترلاسه کړي. دوی تر دې دمه په دې نه وي پوهیدلي چې هڅه او کوښښ کولای شي چې دوی داسې ځای ته ورسوي، چې ښه چانس به پخپله دوی لټوي، خو دوی په لټانو مشهور دي. تاسې به دوی د پلمو (بهانو) په ویلو وپیژنئ.

په ورته وخت کې، موږ غواړو د دغو شکمنو کسانو ریښې له خپل ژوند او کمپنیو څخه پرې کړو؛ چې دا پخپله له ځان څخه مثبت فکره (روڼ آندو) کسانو راچاپیرولو سره مساوي ده. د قرباني شویو کسانو د شخصیت او عادتونو ځانګړنې هم ساري دي. که چیرې تاسې د رهبرۍ ډله جوړوئ او یاهم پخپله ټولنیزه کړۍ کې خپل کور پاکوئ، نو په ځان باوري، هڅاند، انقلابي او لړزوونکي کسان غوره کړئ، چې په خپل قاموس کې د (نه شم یې کولای) کلیمه ونلري.

 

مشهوره وینا ده چې وایي: هیڅکله د دې هېله مه کوه چې باید په ډله کې غوره اوسې، بلکې د دې هېله وکړه چې باید د ډلې له پاره غوره اوسې.

که په یقیني ډول تر ټول مهم چلند ته نظر وکړو، هغه زموږ خپل چلند دی. موږ د تل له پاره نه شو کولای چې په خپل ژوند کې خلک او یاهم حالات بدل کړو، خو دومره کولای شو چې خپل ځواب بدل کړو. غوره والی کوم مهارت نه دی، بلکې یواځې چلند (روش) دی او مثبت فکر کول هڅاند عادتونه زیږوي.

هرکله چې فرصت مو وموند، هڅه وکړئ چې هڅاند واوسئ او نور خلک ښو کارونو ته وهڅوئ او تشویق یې کړئ. پرمختګونه هغو کسانو ته ځانګړي شوي، چې خپلې کاري ډلې او کمپنۍ ته خدمت کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احمد فرهاد توتاخیل