سیاست

منظور پښتین: سبا د پېښور جلسې ته د هغو عکسونه ځان سره راوړئ چې تري تم شوي او یا صحرايي محکمو کې وژل شوي دي

لیکنه: ياران

په کوزه پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور احمد پښتین، د پېښور له سترې غونډې یوه ورځ مخکې له خپلو پلویانو وغوښتل چې په غونډه کې دې د پراخ ګډون سربیره د خپلو هغو خواخوږو او کورنیو د غړیو عکسونه په بنرونو ولګوي او ځان سره یې دې دې سترې غونډې ته راوړي چې یا تري تم کړی شوی، یا له عدالتونه بهر وژل شوي او یا یې د جسد د سپارلو لپاره پیسې غوښتل شوي.

د منظور احمد پښتین په وینا سبا به د پېښور جلسه له مظلومانو ډکه وي.

ښاغلي پښتین چې د خپل فیسبوک له لارې په ژوندۍ بڼه غږیده د یکشنبې د ورځې د غونډې له ګدونوالو او د پښتون ژغورنې د غورځنګ له ملاتړو وغوښتل چې سوله ایز دې و اوسي او یوازې دې د خپل غږ د پورته کولو لپاره راټول شي.

نوموړې ټینګار وکړ چې دا اعترض ددې لپاره دی څو د پښتنو په سیمو کې د شوي زور زیاتي عاملین محکمو ته راکاږل شي.


پښتین خپلو پلویانو ته وویل چې مه په خپلو کې په اختلافاتو خپله انرژي ضایع کوئ او مه له نورو سره په مخالفت خپل صلاحیتونه بربادوئ.

نوموړي پر خپلو پلویانو ټینګار وکړ چې د هیڅ ګوند مخالفت مه کوئ ځکه چې د پښتنو ژغورنې غورځنګ د چا سره په مخالفت کې کومه ګټه نه لري. هغه وویل ” موږ سره که څوک مخالفت هم کوي موږ ورسره مخالفت نه کوو ، ځکه موږ مخالفت نه بلکې انصاف ته راوتلي یووو. “

منظور خپلو ملاتړو ته وویل هغه انرژي او صلاحیت چې په اختلاف کې یې ضایع کوئ، هغه د شوي ظلم په بیان ولګوئ ” پر پښتنو سیمو د شوي د ظلم او جبر کیسې ولیکئ او د انسانیت لپاره پر خپله مبارزه باور وکړئ. موږ هر ګوند او ډلې ته د قدر په سترګه ګورو ، موږ امن ټولو ته غواړو .“

پښتین یو ځل بیا ټینګار وکړ چې دوی د پاکستان د اساسي قانون په چوکاټ کې خپل حقونه غواړي.

نوموړې د کوزې پښتونخوا د بیلابیلو سیاسي نظریو پر لرونکو او د بیلابیلو طبقو پر خلکو غږ وکړ، چې په دې سیمه کې د روانې ناامنۍ په اړه په ګډه غږ پورته کړي.

منظور پښتین وویل اختلاف به لرو خو نفرت ته په ځای نه ورکوو . نوموړې وویل د غورځنګ یو کار یې دا دی چې ټولنیز اصلاحات به هم کوي او د کرکې پر ضد به مبارزه کوي.

هغه د هغو خلکو د انتقاد په وړاندې چې وا‎يي دوی پخوا چیرته وو؟ وویل” له کومې ورځې چې په ښه بده پوه شو ي دي د پښتنو پر سیمه د روانې نا امنۍ د پای ته رسولو هڅې یې کړي دي.

نوموړي د خپل نژدې ملاتړي او د پښتون ژغورنې د غورځنګ د غړي علي وزیر د کورنۍ یادونه وکړه چې په دې لار ه کې د کورنۍ څو غړي له لاسه ورکړي دي.

منظور پښتین ټینګار وکړ چې د پښتنو پر ښونځیو برید کونکي او د ماشومانو قاتلان چې دده په وینا اوس شاهي میلمانه دي او د پښتنو ټول قاتلان به عدالت رته راکاږو.

د پېښور د جلسې لپاره چمتوالی

بل خوا په کوزه پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ د پېښور د لویې غونډې په اړه ددې غورځنګ نارینه او ښځینه فعالان په ټولنیزو رسنیو، ښوونیزو ادارو، د ښارونو په واټونو او کلیو او بانډو کې د خلکو په هڅولو بوخت دي چې په دې غونډه کې پراخ ګډون وکړي.

په تصویر کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ یوه ملاتړي، د بلنې پاڼې ویشي…

د پېښور د غونډې بیلابیلو بنرونه او تبلیغاتي پاڼې هم ددې غورځنګ فعالانو پر خپلو لاسونو جوړ کړي او ځای پر ځای یې خواره کړي دي.

د پښتون ژغورنې د غورځنګ فعالانې د پېښور د غونډې بنرونه جوړوي

سره له دې چې د پاکستان پوځ او ادارو ته نژدې کسان او ډلې ددې غورځنګ د پېښور د سترې غونډې د کم رنګه کولو هڅه کوي او پاکستاني رسنۍ پوښښ نه ورکوي، خو بیا هم داسې ښکاري چې په لسګونو زره کسان به د پښتون ژغورنې په ملاتړ د پېښور غونډه کې پراخ ګډون وکړي او د پاکستان د پوځ او ادارو د هغه زور زیاتي خلاف به غږ پورته کړي چې په وروستیو کلونو کې یې د سوات او وزیرستانونو په شمول د کوزې پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې کړی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران