کرنه او طبیعت

ممپلي؛ مځکنۍ میوه له خوراک تر صنعته

 

ممپلي يا د مځکني بادام له آره په جنوبي امريکا پورې تړلې ده او له هغه ځای څخه يې بيا د نړۍ نورو سيمو ته لار کړې ده.

ممپلي يو کلن نبات دی او د ساقې اوږدوالی يې له ۳۰ تر ۵۰ سانتي مترو پورې رسيږي .

غذايي ارزښت

ممپلي په پراخه پيمانه پروټين لري ، خو دا چې د امينو اسيدونو پراخه ډولونه لکه ليزين ، سيستين او ميتونين هم په کې شته ، نو بايد چې له مکملې غذا سره دې يو ځای ترې ګټه واخيستل شي .

حساسيت

ځيني خلک له ممپلیو سره ډېر حساسيت لري او کېدای شي چې سخت زیان ورته ورسوي.

کرنيز خصوصيات

ممپلي لومړی خلکو په برازیل کې وموندل او هلته یې ددې کرو کیله پیل کړه او بيا يې د نړۍ نورو هېوادونو ته لار کړې ده . ددې نبات د کرلو لپاره ګرمې هوا ته اړتيا ده . پاڼې يې مرکبې دي دغه راز دوه رنګه ګلان هم په کې کيږي ، چې زيړ بخوني وي . کله ، چې د دواړو ګلانو ترمنځ القاح صورت ونيسي بيا ، نو دغه ساقې خاورو ته نېږدې کېږي او همداسې په ځمکه ننوزي او هلته حاصل ورکوي .

د ممپليو ميوه تقريباً ۴ سانتي متره وي او ماتېدونکی پوښ هم لري ، چې ايرو ته ورته رنګ يې وي .

د پوستکي د پاسه له يوه څخه نيولې تر درېيو پورې غوټي په سترګو کېږي ، چې دا د دانې ښکارندوي کوي . د دانې رنګ يې زيړ چکه غوندې وي او شکل يې د چرګې هګۍ ته ورته وي او د دانو د پاڅه بيا يو نری پوستکی وي ، چې قهويي رنګ لري .

د دغو ممپليو څلور ډوله نړيوال شهرت لري ، چې عبارت دي له اسپانوي ، ويرجينيايي ، السينايي او رونده يي ، خو په دوی کې هم ويرجينيايي او السينايي تر نورو ډېر خوښونکي لري .

ددې علت دا دی ، چې روښانه رنګ او غټې دانې لري . له اسپانوي ممپليو څخه تر ډېره پورې د خوږو په جوړولو کې ګټه اخستل کيږي .

د ممپليو ځينې روغتیايي ګټې

• _ د وينې ښه کلسترول زياتوي .

• _ د معدې درد له منځه وړي

• _ سينه نرموي .

• _ د وچ ټوخي مخه نيسي

• _ هغه ميندې ، چې ماشوم ته شيدې ورکوي شيدې يې زياتوي .

• _ قوت بخښوونکې دي

• _دماغي ځواک پياوړى کوي

• _او په هضم کې ډېره مرسته کوي .

له ممپيلو څخه ګټه اخستنه

اکثره ممپلي په مالګه کې سره کېږي ، خو په خام او پوخ شکل هم خوړل کېږي . همدارنګه کولاى شو ، چې ممپلي د کوچ په شکل هم جوړ شي ، چې مونږ او تاسې په عامه اصطلاح ورته شيرپيړه هم وايو .

دغه راز له غوړيو څخه يې هم په پخلي کې ګټه اخستل کېداى شي .

اکثره خلک له ممپليو سره حساسيت لري او هغه ځوانان ، چې درس وايي او له دې نبات سره يې وجود حساسيت ښودلى وي ، نو هېڅلکه دې نه خوري ، خو د ممپليو په غوړيو کې نسبت دانې ته کم پروتين موجود دى ، نو په دې خاطر ډېر کم خلک دي ، چې حساسيت به ورسره ولري .

هغه خلک ، چې له ممپليو سره حساسيت لري د طب په دې پراخه نړۍ کې د دغه حساسيت د له منځه وړلو په خاطر بيا د NX-901په نوم درمل هم جوړ شوي دي .

له ممپليو څخه په صنعت کې هم پراخه استفاده روانه ده ، چې د رنګونو په جوړولو ، د کور د منزلونو په ځلولو ،ګريسي غوړيو ، چرمي کاليو ، د حشراتو په وژلو او دغه راز د سينګار اکثره وسايل هم په خپل ترکيب کې د ممپليو غوړي لري .

اوس مهال اکثره صنعت کاران دپلاستيکونو په توليد ، د کاغذونو په جوړولو او ديوالي تختو کې له ممپليو له پوستکو استفاده کوي او په سون کې هم ترې ښه استفاده کېداى شي

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */