کلتور او هنر

ممتاز جهان څنګه مدهو بالا شوه؟

لیکنه: صفیه حلیم

په ۱۹۵۲ م کې د بمبۍ فلمی میلې ته د هالي ووډ نامتو ډایریکټر”فرینک کېپره” هم ورغلې و. د یوې مجلې په مخپاڼه ده د مدهوبالا تصویر ولیدو نو ښکلا ته يې حیرانه پاتې شو. د ملاقات لپاره کور ته يې لاړو نو هغه ورته د یو ستوري په شان ښکاره شوه. د هغې پلار عطاء الله ته يې وړاندیز وکړو چې دا دې ورسره هاليوډ په یو فلم کې کار وکړي. هغه دا وړاندیز رد کړو ځکه لوريې یوه مرموزه ناروغي لرله چې هغه وخت پرې څوک نه پوهیدل.

عطاالله او مدهو بالا

د پیښوراوسیدونکې عطاءالله په یوې شیعه کورنۍ کې زیږېدلې او د مور پلار یو زوی و. میرمنه عایشه بیګم يې سیده او له ډېلي راواده کړې وه نو وروسته ده سني مسلک خپل کړو. د ۱۹۳۰ په لسیزه کې دی د پریمیرتمباکو کمپنۍ ملازم په توګه ډېلي ته کډه یوړه. څه موده وروسته د خپل سخت خویی د لاسه نوکرۍ نه وشړل شو نو بمبۍ ته لاړو. هلته د بندرګاه په سیمه کې د کرای په یوې جونګړې کې يې واړول. د ده په لسو اولادونو کې ۶ لوڼې، کنیز فاطمه، الطاف فاطمه، ممتازجهان، زیب النسا، شاهده اوزاهده ژوندۍ پاتې شوې. ممتاز جهان پکې ډېره شوخه او د سندرو ویلو شوقینه وه.

په ۱۹۴۲ م کې د بمبۍ یو ډایریکټرامیا چکرورتي د “بسنت” نومې فلم د کریکټر لپاره د یوې ماشومې لټون کوو. عطاءالله خان نهه کلن ممتازجهان هم ډایریکټر ته وروستله او هغه فلم ددې په یوې سندرې مشهورشو. ممتازجهان په ۱۴فروری ۱۹۳۳ م کې ډېلي کې زیږېدلې او د ښوونځي سبق يې نه و ویلې.

په ۱۹۴۴ م کې یوې لوی چودنې د بمبۍ بندر ولړزاو او د عطاءالله جونګړه هم پکې وسوځیده. دی هغه وخت د خپلې کورنۍ سره بهر تللې و. د عطاءالله څو ملګرو ورسره مرسته وکړه خو ممتاز تر ۱۹۴۶م ۵ فلمونو په پېسو خپل ټبر وساتلو. د یو فلم “پهلواري” د شوټنګ په وخت ممتازجهان د وینو “کانګې” وکړې نو دی اندیښمن شو خو ډاکټر نه پوهیدو چې د دې سبب څه و. عطاءالله د ۱۴ کلنې لور لپاره “رنجیت سټوډیو” سره د میاشتې ۳۰۰ روپۍ معاش کانټریکټ (قرارداد) دستخط کړو، په دې شرط چې ممتاز به د شپې کار نه کوي. دا به سهار ۶ بجې د خپلې مشرې خور په بدرګه په اورګاډي کې سټوډیو ته تله او ماځیګر هم هغسې بیرته راتله. خپله ډودۍ او اوبه يې له ځانه سره وړل.

د هغې کشره خور زاهده (مدهور) وایی، “هیچا په ممتاز زورنه و راوړې چې کار وکړي.” په ۱۹۴۷ م کې ممتاز “نیل کمل” فلم کې د راج کپورپه مقابل کې د هیروین رول ولوبوو. دغه کال مور يې ناروغه شوه نو هغې د آپریشن لپاره د سټوډیو د مالک نه ۲۰۰۰ روپۍ پورکړې. ترڅو چې دا د ۱۸ کالو کیده، ۳۳ فلمونو کې يې کار کړې و او “مدهوبالا” (د شاتو په شان جینۍ) نوم ورته غوره کړې شو. دا چې مدهوبالا به په کوم فلم کې، په څومره معاش او کوم هیرو سره کار کوي، د دې خپله خوښه وه. زاهده وایی، ” ابا کور کې ډسپلن ساتلې و خو په مونږه يې سختي نه کوله.” عطاءالله چرې هم د لور سره سټوډیو ته نه تلو او نه يې د مدهو بالا په کارونو کې څه مداخله کوله.

د اتلسو کالو په عمر کې مدهو بالا د “سوشیلا راني پټېل” نه د انګریزي ژبې زدکړه پېل کړه او بیا د کلاسیک هندي نڅا زده کولو لپاره نامتو هنرمندې “ستاره دېوي” کورته ورتله. د نڅا او شوټنګ په وخت به مدهو بالا ستړې کیده خو کار يې په شوق کوو. د دې د یو فلم معاوضه یو لک روپۍ شوه نوعطاء الله د بمبۍ په ګران بیه سیمه کې اپارټمنټ واخیستو. مدهوبالا د ۱۲ کالو په عمر کې د موټر چل زده کړې و، نو ماښام د تفریح لپاره ټوله کورنۍ د سمندر په غاړه چکرته بوتله. زاهده وایی چې د هغې “قلفي” ډېره خوښه وه.

عطاءالله د کاروبار په نیت پخپله یوه فلمي کمپني جوړه کړه خو د ده په ۵ فلمونو کې یوې هم ګټه ونکړه. د یو فلم ډایریکټر يې په ناوخته راتلو وویستو، بل ورته کار پریښودو. یو نیم جوړشوې فلم ورته ۳ لکه روپۍ تاوان وکړو، د بل فلم ” ناته”، ټکټونه زیات خرڅ نشول. زاهده وایی چې زما او مور او مشرې خویندې به پلار ته په قهر شوې چې پېسه ضایع کوي. خو مدهو بالا چرې ورباندې اعتراض نه و کړې.

مدهو بالا پخپله د لوی زړه خاونده وه او کوم کس چې ورله د مور د درملنې لپاره ۲۰۰۰ روپۍ ورکړې وې، د هغه په فلم کې يې مفت کار وکړو. په ۱۹۴۹ م کې د مشرقي پاکستان نه بې کوره شویو هندو مهاجرو لپاره هغې ۵۰ زره ( اوس ۱۰ کروړه) روپۍ چنده ورکړه.

ځینو ادارو او یتیم خانو ته به يې پېسې ورکولې. د فلم شوټنګ به پوره شو نو په کارکوونکو به يې د مټایی ټوکرۍ ویشلې. دا یومودب او متمدن جینۍ وه او که څوک به ددې په ټوکوخپه شول نو بخښنه به يې ترې وغوښته. د “محل” فلم نه وروسته مدهوبالا دومره مشهوره شوه چې خلک به سټوډیو نه بهرد دې لیدو ته ولاړوو. هغې به مرکې نه کولې اوسینما ته به په بورقه کې پټه د خپلو خویندو سره ورتله. د فلمي مجلو او اخبارونو لپاره د مدهوبالا ژوند یوه ناسپړدې غوټه وه نو د دې په اړه به يې له ځانه کیسې لیکلې. هم هغه وه چې عطاءالله د لور په کنټریکټ کې یو شرط دا هم ورزیات کړو چې د دې د کار په وخت به په سیټ، ژورنالیسټ موجود نه وي.

په دې فیصلې، مجلو او ورځپاڼو کې د مدهو بالا په ضد لیکنې پېل شوې. ددې کارټون او کیریکېچور به چاپیدل. د ژورنالیسټانو یوې کمیټې د مدهو بالا خلاف د عمل غږ وکړو. په بمبۍ کې ځای ځای پوسټرونه ولګول شول چې پکې د مدهو بالا د فلمونو بایکاټ او په نندارې د بندیز غږ وشو. هغې ته د مرګ ګواښونه کیدل او کار ته تلو وخت کې به په لاره ویرېده. عطاء الله مجبورشو چې لور لپاره د طماچې د ساتلو جواز واخلي. بیا د بمبۍ د کورنیو چارو وزیر “مرارجي ډیسایی” هغې ته وسله وال محافظان ورکړل چې ۳ میاشتې په لاره بدرګه ورسره تلل.

د ژورنالیسټانو د بایکاټ سرچپه اغیز وشو. د هغې نوي فلم “هنستې آنسو” نندارې ته ولس ورمات شو او مدهو بالا نوره هم په خلکو ګرانه شوه. اخر یو کال وروسته کمیټې په یو لیک کې د مدهوبالا نه بخښنه وغوښته. عطاءالله د کمیټې غړي خپل کور ته د ماځیګر چایو ته وروبلل. یو ژورنالیسټ چې په لومړي ځل يې مدهو بالا ولیده، لیکي، ” زه د هغې ښایست ته ګوته په خله پاتې وم. لوړه دنګه (قد يې ۵ فټه ۶ انچه و) سوربخن ویښته، نصواري سترګې، د پوستکي رنګ يې داسې لکه د ګلاب ګل. سپینه ساده ساړي يې تړلې وه او نورهیڅ میک اپ یا ګاڼې يې نه لرل.”

د مدهو بالا په مخ د فلمي میک اپ له کبله دانې راختلې نو ځکه له کاره وروسته به يې مخ پاک ساتلو. د دې پوټکې دومره نازک و چې د څښلو او لمبلو لپاره د بمبۍ د پارسي کالوني د یوه کوهي اوبه کارولې. په اوبو کې د شوټنګ نه وروسته، هغې به په دغو اوبو ځان وینځلو. په ۱۹۵۱ م کې مدهو بالا په “ترانه” فلم کې د دلیپ کمار سره شوټنګ کوو. هم هغه وخت نه د دواړو د مینې داستان هم پېل شو. د پلار له ویرې به مدهو بالا د دلیپ سره په پټه لیدل.

په ۱۹۵۴ م کې ۲۰ کلن مدهوبالا په مدراس کې د یو فلم ” بہت دن ہوئے” شوټنګ ته غاړه کیښوده. خو یوه ورځ د کار په وخت بې هوشه شوه. ډاکټړ يې ورته راوغوښتو او په معاینه کې څرګنده شوه چې د مدهوبالا په زړه کې سوری و. په انګریزي کې ورته “ویټیکولر سیپټل” وایی چې په هغو ورځو کې ددې په اړه څه پوهه نه وه. د مدهو بالا پوستکي د ګوتې زورهم نشو زغملې ځکه هغه ځای به “نیلا” شو. دا حالت پخپله د هغې د زړه د ناروغۍ نښه وه. دلیپ کمار هغې ته څو وارې د واده وویل خو مدهو بالا څه فیصله نشوه کولې. په ۱۹۵۴ م کې د یو فلم “نیادور” لپاره مدهو بالا او دلیپ کمار کنټریکټ دستخط کړو. د دواړو د مینې په اړه ګنګوسې وې او د فلم ډایرکټر “بي آر. چوپړه” څو اوونۍ په بمبۍ کې شوټنګ نه وروسته بهرني منظرو لپاره بهوپال ته د تلو فیصله وکړه. ښایی هغه غوښتل چې دوه مئینان یو بل سره زیات وخت تیر کړي او ممکن واده هم وکړي. په دغه کار به فلم ډېر شهرت او زیاته ګټه کړې وای.

عطاءالله ډایرکټرچوپړه ته دا خبره وریاده کړه چې لور يې نورو ښارونو ته نشي تلی خو هغه ورسره نه منل. اخر مدهوبالا د فلم نه وویستل شوه او په ځای يې “وجنتی مالا” هیروین شوه. چوپړه د عطاء الله نه خپلې ۳۰ زره روپۍ هم بیرته وغوښتې او د هغه په انکار، قانوني دعوه يې وکړه. مدهو بالا عدالت ته حاضره شوه نو چوپړه د شهادت لپاره دلیپ کمار وروبللو. هغه په خپل بیان کې وویل چې دی د مدهو بالا سره مینه کوي خوعطاءالله د ډایریکټر پېسې په بیرته ورکولو مکلف دی. مقدمه لا روانه وه چې “نیا دور” فلم نندارې ته وړاندې شو او چوپړه پرې ډېره پېسه وګټله. زاهده وایی، ” زما خور په هغه ورځ مړه شوه چې دلیپ کمار په عدالت کې د هغې خلاف شهادت ورکړو.”

مدهو بالا بیرته ځان راټول او په نورو فلمونو کې يې کار وکړو چې یو پکې د کشورکمار سره “چلتي کا نام ګاړي” و. کشور به د مدهو بالا سره ټوکې تقالې کولې او په ډاګه به يې ورته وویل چې ما سره واده وکړه خو د مدهو بالا زړه د هغې په اختیار کې نه و. د شوټنګ په وخت به ددې له پوزې وینې روانې شوې. یو ډاکټر به د دې له بدن وینه ویستله. په ۱۹۵۷ م کې د راجکپور سره “چالاک” فلم د شوټنګ په وخت دا بیا بې هوشه شوه نو ډاکټر ورته د ۳ میاشتو د کټ ارام وویل. خو یوه میاشت وروسته هغې بیا کارشروع کړو. عطاء الله د لور د درملنې لپاره یو خوا بل خوا معلومات کول. د هند د یو ډاکټر له لارې لندن کې د علاج امکانات يې لټول. هغه لور ته مشوره ورکړه چې نورو فلمونو کې دې کار نه کوي ځکه دا ورته ستړې کوونکې وه.

د هند له ویش وړاندې ډایریکټر کریم آصف د “انارکلي” په داستان د فلم جوړولو تابیا کړې وه. په دې ډېر لګښت شوې و او یو ځانګړې “شیش محل” يې لرلو چې خلک يې نندارې ته ورتلل. دلیپ کمار پکې شهزاده سلیم و او په ۱۹۵۹ م کې آصف د انارکلي د رول لپاره مدهو بالا ته وویل. هغې هم غوښتل چې یو وارې بیا د دلیپ کمار سره فلم کې کار وکړي نو د پلار نه په پټه يې کنټریکټ دستخط کړو.

د شوټنګ په وخت به د مدهو بالا لپاره یو ډاکټر او د آکسیجن انتظام شوې و. د فلم په زندان کې د اوسپنې زنځیرونو او په اوبو لمدیدل يې په ځان منل او د رقص لپاره يې څو څو ساعته ریهرسل کوو. د فلمي مکالمو نه علاوه، مدهو بالا او دلیپ کمار به یو بل سره خبرې نه کولې. کریم آصف د دواړو مئینانو حالت نه خبر و او دلیپ يې راضي کړو چې مدهوبالا پلار ته د واده خواست وکړي. عطاءالله ورسره ومنل، په دې شرط چې له واده وروسته به دوی دواړه یواځې د هغه د کمپنۍ فلم کې کار کوي. دلیپ لپاره دا د منلو وړ نه وو ځکه هغه ته دا یو بندیزمعلومیدو. د مدهو بالا زړه مات شو خو مغل آعظم په هند کې د بې څارې بزنس نه علاوه ډېرشهرت ترلاسه کړو.

له دې وروسته مدهو بالا د بل نوي فلم کنټریکټ دستخط نه کړو. هغې د درملنې لپاره د لندن ډاکټرانو سره هم مشورې کولې. دا اوس د ۲۷ کالو وه نو کشورکمار سره واده ته يې غاړه کیښوده. هغه خپله ښځه پخوا پریښې وه او د مدهو بالا سره د واده لپاره يې ورته طلاق ورکړو. کشور کمار خپل مذهب نه و بدل کړې ځکه د عطاء الله دوو لوڼو کنیز او الطاف فاطمه هم “پارسي” سړو سره واده کړې و. څلورمه لور زیب النساء لومړی د یو هندو او بیا مسلمان ته واده شوه او کشرانو لوڼو يې هم هندوانو سره ودونه وکړل.

له واده یومیاشت وروسته، کشور د بمبۍ په باندره کې یوه بنګله په کرایه واخیسته او دواړو هلته ژوند پېل کړو. مدهو بالا په بیړه د خپلو پخوانیو نیمګړو فلمونو کارختموو چې درملنې ته ځان اوزګار کړي. په ۱۹۶۴ م کې د دیوآنند سره یو فلم “شرابي” د شوټنګ په وخت هغې ته په هرو ۴ ګینټو کې يې “اکسیجن” ورکوو. اخر کشورخپل ځان لندن ته د تلو لپاره اوزګار کړو. زاهده وایی چې د کشور نه علاوه، د هند یو ډاکټر، “ایس.پي ګول واله” په سفر کې مدهو بالا سره و. په لندن کې د هغه وخت د زړه د ناروغۍ متخصص ” ډاکټرپال ووډ” د مدهو بالا معاینات وکړل. ترهغې هم د دې حالت په اړه تجربې روانې وې خو څه علاج يې نه و موندلې. مدهوبالا د لندن نه مایوسه بیرته هند ته لاړه.

زاهده وایی چې کشور مدهو بالا مونږ کره راوستله چې تاسو يې سمبال کړئ.” زما خور به هر وخت ژړل او ویل به يې، ” زه ژوندۍ پاتې کیدل غواړم.” کله چې دلیپ کمارد یوې ځوانې اداکارې “سائره بانو” سره واده وکړو نو مدهو بالا نوره هم خفه شوه. خور ته يې خواست وکړو چې دلیپ ورته را وغواړي. دی راغلو او دواړو په وروستي ځل یو بل سره ولیدل. دلیپ ورله تسلي ورکړه چې روغه به شي. خو مدهو بالا له نړۍ ګوښه شوه. د ۱۹۶۹ م په سرکې پلار ورته د یو فلم ” فرض اورعشق” د جوړولو تابیا وکړه. خو په ۲۳ فروري د ۳۶ کالو په عمر کې ممتاز جهان له نړۍ سترګې پټې کړې. هغه وخت د دې سره مور او پلار او تر ټولو کشره خور زاهده موجود وو. دلیپ کمار په مدراس کې له خبریدو سره بمبۍ ته روان شو. خو ترڅو چې دی هلته رسیدو د بمبې په سانتاکروزهدیرې کې د ممتازجهان په قبريې خاورې اړولې. د مدهو بالا د لاس یو څو لیکلې پاڼې پاتې دي چې زاهده سمبال کړي دي.

عطاءالله به ډېره موده د “ممتازجهان دهلوی” په قبر د ګلونو ګېډۍ ایښوده. دی پخپله په ۳ نومبر ۱۹۷۵ م وفات شو.

صفیه حلیم

سرچینې

۱. د زاهده مدهور ( مدهوبالا خور) سره د صفیه حلیم مرکه. ۲۱ جولای ۲۰۱۸ م .

۲.د مدهو بالا کیسه- زه ژوندۍ پاتې کیدل غواړم. خدیجه اکبر. ریپلیکه پریس- سونپت، هریانه. ۲۰۱۱ م
د خپریدو نېټه. ۲۹ جولای ۲۰۱۸ م

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صفیه حلیم