سپورټ نړیوال کرکټ

ملینګا بیرته د افغانستان او بنګله دیش خلاف د سریلانکا کرکټ ټیم ته راستنیږي

لیکنه: ياران

سرېلانکا د کرکټ د ۲۰۱۸ م کال د اسیايي جام لپاره خپل ۱۶ کسیز ټیم اعلان کړی دی، چې په کې تر یو کلن ځنډ وروسته ددې ټیم تجربه کار باولر( توپ اچووونکی) لاسیټ ملینګا بیرته شامل شوی دی.

ملینګا د وروستي ځل لپاره د تېر کال په سيپټمبر میاشت کې د هندوستان خلاف په کولمبو لوبغالي کې لوبیدلی و چې وروسته نوموړی ټپي شو.

ملینګا په دې میچ کې د 35 منډو په بدل کې یوه ویکټه اخیستې وه او سریلانکا د هندوستان خلاف دا لوبه په شپږو ویکټو بایللې وه.

د سرېلانکا د کرکټ بورډ چارواکي وايي، چې 35 کلن ملینګا په کورنیو شل اوریزو لوبو کې په خپله ښه لوبه د غورواوي د کمیټې پام بیا ور اړولی دی، او نوموړی یې د اسیايي جام لپاره ټیم کې انتخاب کړی دی.

ملینګا له 2004 م کال راهېسې د سریلانکا په ټیم کې لوبیږي او تر اوسه پورې یې 301 ویکټې اخیستې دي.

د اسیايي جام په لوبو کې به د سریلانکا د ټیم کیپتاني، انجلیو مېتهیوز کوي، پر نوموړې سربیره په ټیم کې د سریلانکا نور تکړه لوبغاړي لکه کوسل پریرا، کوسل میډس، اپل تارنکا، ډنیش چندي مل، داسن شناکا، اکیلا ډانانجایا، ملینګا، کوس راجیتها، سرنګا لکمل، دشمنتا چمیرا، تسیارا پریرا، دلروان پریرا او نور شامل دي.

د کرکټ د اسیايي لوبو پیل به د سیپټمبر په 15 نیټه په متحده عربي اماراتو کې د سریلانکا او بنګله دیش د ټیمونو ترمنځ له لوبې کیږي. سریلانکا به د سیپټمبر په ۱۷ مه نیېټه خپله دویمه لوبه په بي ګروپ کې له افغانستان سره کوي.

په اې ګروپ کې هند او پاکستان خپله لومړنۍ لوبه د سیپټمبر په ۱۹ مه نیټه کوي. تر هغې مخکې به په ۱۶ سیپټمبر پاکستان د یو بل کوالیفای شوي ټیم سره لوبیږي چې لا څرګند نه دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران