سیاست

ملګري ملتونه وايي، د ولسي جرګې د انتخاباتي منډو ترړو امنیت ته اندېښمن دي

لیکنه: ياران

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو یا یوناما دفتر د سه شنبې په ورځ وویل، دوی د افغانستان د ټاکنو امنیت ته جدي اندېښنه لري.

ملګري ملتونه دا اندېښنه په داسې حال کې څرګندوي چې د سه شنبې په ورځ

د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د ولسي جرګي د یو نوماند عبدالناصر مومند د انتخاباتي کمپاین پر غونډه برید لږ تر لږه 14 کسان ووژل او تر ۴۲ زیات نور یې ټپیان کړل.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي وویل، پر غونډه ځانمرګی برید شوی او د یو د پېښې د یو شمیر ټپیانو روغتیايي وضیعت هم د اندېښنې وړ دی.

بل خوا ملګرو ملتونو له دې پېښې وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي چې”

ملګري ملتونه د نن ورځې تر ټولو جدي هغه پیښه غندي چې یو ځانمرګی برید کوونکی په ننگرهار کې د کمپاین په غونډه برید وکړ، لږترلږه ۱۴ تنه ملکي وګړي یې ووژل او 42 نور یې ټپیان کړل.“

یوناما وايي: له هغه وخته چې د ولسې جرګې انتخاباتي کمپاین په رسمی توګه پیل شوی ، ډیری بریدونه وشول چې په ترڅ کې یې یو نوماند ووژل شو،

د بل نوماند درې تنه ساتونکي ووژل شول، او همدارنګه د یو بل نوماند استازی او زوی باندې ډزي وشوي.

یوناما یو ځل بیا له ټولو خواوو غوښتنه کړې چې د نوماندانو او رایه ورکوونکو په وړاندې تاوتریخوالی او بریدونه ودروي.

په دې اړه د یوناما په خبرپاڼه کې د افغانانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو له خولې ویل شوي “زه د هغو بریدونو له امله چې په قصديتوګه هغه ملکیان په نښه کوي چې غواړي په ټاکنو کې د ګډون لپاره خپل اساسی حق وکاروي، خواشینی یم”.

ښاغلي یاماموتو زیاته کړې”په ننګرهار کې د نن ورځې له شرمه ډک برید د افغانستان د خلکو په اساسي حقونو برید دی”.

ملګري ملتونه وايي، داسې ښکاري چې د نن ورځې ځانمرګي برید په قصدي توګه د ټاکنیزو مبارزو په غونډه کې راټول شوي خلک په نښه کړي دي.

یو ناما وايي 2018 م کال د ټاکڼو د نوم لیکنې د بهیر د پیل راهېسې د ټاکنو اړوند تاسیسانو او پر ملکي افغانانو د پرلپسې او خونړیو بریدونو شاهد و چې دوی مستند کړي دي. د ملګرو ملتونو د سه شنبې د ورځ اعلامیه زیاتوي چې

ملکي وګړو ته تر ټولو زیات د سر تاوان د اپریل په ۲۲ مه هغه مهال واوښته، کله چې یوه ځانمرګي بریدګر د تذکرو د ویش دفتر څخه بهر راټول شوي خلک په نښه کړل او ۱۹۸ ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

ننګرهار د افغانستان یو له ناامنو ولایتونو څخه دی چې په وروستیو څو میاشتو کې د پرلپسې بریدونو شاهد دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران