ژوند او ژواک

څنګه ښه ملګري کیدای شئ؟ د ملګرتیا په اړه شپږ ډیر مهم ټکي !

ژباړه: غازي عابد
د ملګرو په اړه ډیره تاکېد کیږي، هر ځای او د هر چا ترمنځ پرې بحث وي، هڅه کیږي چې هر څوک ښه ملګري ولري، ځکه ښه ملګري کولی شي چې په ژوند کې مو له سړو او تودو پر مهال مرسته وکړي او ستاسو په پرمختګ او بریالیتوب کې ونډه لرلی شي.

د ملګري/ملګرې لپاره ډیر تعریفونه شوي، یعنې هر شخص د ملګري لپاره بیل او ځانګړی تعریف لري، خو په عمل کې بیا ښه ملګری/ملګرې اوسېدل اسانه نه دي، ځکه کلکه او صادقانه ملګرتیا وخت نیسي او اخلاص غواړي چې دا اخلاص د هر شخص په هڅه او تمایل پورې تړلی دی.

کیدای شي چې کلونه مخکې به ځیني کسان ستاسې په خوا کې ول، ډیر به نه ول، خو خامخا به درته د ملګرتیا هغه جوهر او ارزښت څرګند شوی وي، چې په هره ښه ملګرتیا کې څومره خوند دی.

په هر حال ددې لپاره چې ته یو ښه ملګری اوسې، نو باید (یو) اوسې، یعنې صادقه به یې، نه منافق. ځکه دا د ښې او ژورې ملګرتیا لپاره ډیر مهم دي.

نو راځئ له موږ سره دا لارښوونې ولولئ، تر څو دایمې ملګري اوسئ، نه موقتي.

۱- په خپلو ژمنو او وعدو وفا وکړئ

هیڅکله داسې یوه ژمنه مه کوه چې پوره کول یې ستا له توانه پورته وي، یا حد اقل هیڅ داسې یو عادت هم مه کوه.

که چیرته له خپل ملګري سره په سخته کې ودریږې، لاس ورکړې او راپورته یې کړې، دا به ستاسې د ملګرتیا د پیاوړتیا لپاره تر ټولو غټ کار وي، ځکه د ملګرتیا مانا همدا ده چې په سخته کې یو بل سره همکار اوسئ.

خو که چیرته مو همکاري تر وسه نه وه، نو خپل ملګري ځینې بخښنه وغواړئ چې له وسه مې بره خبره ده، که مقابل دې ښه ملګری وي، نو بیا درنه له وسې پورته کار غوښتنه کې ټینګار نه کوي او خفه کیږي نه. ځکه انسان نیمګړی دی، خیر دی که مو یوه وعده ورسره پوره نه شوه کړای، خو دا به عادت نه جوړوئ چې هر وخت وعده خلافي ورسره وکړئ.

که چیرته تاسې هر وخت همداسې وعده ماتوونکي اوسئ، نو بیا به هیڅکله نورو او ملګرو ته ژمن، باوري او د ملګرتیا وړ ښکاره نه شۍ.

لنډ؛
ـ کله مو چې له کوم ملګري سره کلکه ژمنه وکړه، نو بیا خپل ملګري ته په سترګو کې وګورئ او په قراره ورته ووایئ، چې تاسې رښتیني یاست، یوازې خبرې نه کوئ، بلکې عمل هم کوئ، ځکه داسې کلکې ژمنې باید ماتې نه شي، ځکه دا به ستا ملګري ته سخت زیان ورسوي او ان شاید ستاسې ملګرتیا ورسره پای ومومي.

۲- د باور وړ اوسئ


باوري او د اعتماد وړ اوسېدل، د یوه ښه ملګري لپاره یوه بله مهمه نښه ده. ستاسې ملګری به په سخته کې ستاسې همکارۍ ته اړتیا لري، خو که تاسې جعل کاره او بې باوره یاست، نو هیڅکله به مو ملګری خوښ نه کړي او نه به مو د تر ټولو نژدې ملګري په حیث درسره رازونه شریک او مرسته وغواړي.

هر انسان ځیني پټ رازونه او ارادې لري، دا رازونه له داسې یو شخص سره نه شریکوي چې وايي، زه به دا وساتم، خو حقیقت کې خیانت په کې کوي، هغسې یې عمل نه وي، څه ډول چې یې وايي. که چېرته داسې د بل ملګري باور رژیږي او ماتیږي، نو نور به هیڅکله حتا ستاسې په خبرو هم باور ونه کړي.

لنډو کې؛
ـ کله چې پوهیږې یو کار نه شې ترسره کولی، نو منښت مه ورسره کوه، بلکې ددې پر ځای مقابل لوري ته دا په اثبات ورسوه چې که زه دا کار وکړم، نو ښه به یې ترسره نه شم کړای.

ـ ستاسې ملګري به داسې احساس کوي، چې په سخته او تنګه صحنه په تاسې حساب وکړي، خو که چېرته ته یوازې له هغه سره ساتیري کوې او خپل وخت تیروي، نور یې په سخته ورځ نه په کاریږي، نو ته بیا بل هیڅ نه یې، فقط د نېمې لارې ملګری یې، بیا نو د نېمې لارې ملګري نه، نه ملګری ښه وي.

۳- کله مو چې تیروتنه وکړه، بیرته یې ژر بښنه وغواړئ

انسان هیڅکله بې عیبه نه دی، یعنې تیروتنه ترې کیږي، ملګرتیا کې خامخا تیروتنه کیږي. نو که چېرته پوه شوۍ چې تیروتنه مو کړې ده، بیرته هڅه مه کوئ چې تیروتنه پټه کړئ او کلک ونښلئ چې نه، نه ده شوې او دا دی او هغه دی، بلکې ددې پرځای دا ومنئ او مقابل لوری خپل کړئ، هیڅکله یې چورلټ مه ردوئ.

دا تجربه شوې خبره ده، که چیرته یو څوک تیروتنه وکړي او ویې مني، نو له هغه چا سره چې تیروتنه شوې، ترې خوشحاله به شي، خو که همدا هڅه کوئ چې هیڅ بد کار نه دی شوی او ملامتي هم په بل اچوي، دا نو ښه کار نه دی او ښه ملګری کیدای هم نه شې.

په ټوله کې؛

ـ کله چې تاسې بښنه وغواړئ، نو ستاسې ملګری ستاسې له طرفه د اخلاص او صمیمیت احساس کوي او وايي به چې زما احساس یې درک کړی دی، نو بیا مو ملګرتیا دوام کوي.

۴- صادقه اوسئ!

که غواړئ چې ښه ملګری اوسئ، نو په خپلو احساساتو، د ملګرو سره په چال چلند او دا چې ته د ملګرتیا څه ډول احساس کوې، دې ټولو کې صادقه او سوچه اوسئ.

که صادقه اوسئ، نو دا به ستاسو ملګرو ته د رښتینولۍ دروازې پرانیزي او په مقابل کې به یې ملګري هم درته سېنه پراخه او د صداقت ورونه (دروازې) خلاصې کړي.

که چیرته کوم ملګري له لوري درسره زیاتی وشو، نو ورته ویې وایه، دې کې ویره مه کوئ او که چیرته د ملګري یو کار او عادت مو خفه کوي، نو دې کې شرم مه کوئ، بلکې ورته ووایئ چې زه په دغه کار یا خبره خفه کیږم، مه یې راته کوه.
نو؛

ـ صداقت او له حده تیریدل سره توپیر لري، هسې نه چې د صداقت په پلمه مقابل لوري ته زیان ورسوئ او پولې حدود مات کړئ. که ته فکر کوې چې ملګری دې څه مشکل لري، مثلاً: قرضداره دی، نو هڅه وکړه چې په دې اړه ورسره بحث وکړې او که چیرته پوهیږې ملګری دې طبعتاً همداسې دی، نو بیا دې خوله بنده کړه، مه ورسره غږیږه، یعنې په ډیرو هغو کارونو کې چې اړتیا نه وي مه ورداخلیږه.

ـ له هغو سره اړیکې وساتئ چې ډیر ارزښت ورکوۍ او پوهیږۍ چې دا خلک د اوږدې ملګرتیا لپاره رښتیا هم وړ دي، نو په داسې ملګرو سرمایه ګزاري وکړئ او ورسره په صداقت چال چلند خپل کړئ، که دا مو وکړ، نو ستاسې داسې ملګرتیا به هیڅکله ماته او بې ګټې نه شي.

۵- خلک مه استعمالوئ

که چیرته ستاسي ملګري پوه شي چې تاسې هغوی یوازې خپلو موخو لپاره کاروئ، نو هغوی به مو د سور کړي الو یا کچالو په شان لرې وغورځوي. ځکه ښه ملګرتیا هیڅکله دا نه مني چې ته د هغوی د هیلو غلط عمل وکړې او نور د خپلو موخو لپاره راوتوږې.

که مو له داسې یوه ملګري سره ملګرتیا وکړه چې یوازې موخه یې خودغرضه ډله جوړول وي، دا نو بیا ملګرتیا نه ده، بلکې دې ته بیا فرصت پالنه یا شخصي ګټو پالنه وايي، چې دا مو بیا تش مغزی او کدو سری معرفي کوي، ځکه تاسې ملګرتیا نه کوۍ، غلطي کوۍ.

بلاخره؛
ـ که چیرته تاسې د خلکو په استعمال مشهور یاست، نو بیا به هیڅ شخص زړه ښه نه کړي چې له تاسې سره ملګرتیا وکړي.

ـ ښه ملګرتیا دا ده چې بې غوښتنې څه واخلې او څه ورکړې: مثلاً که یو ملګری تا ته خپله سپرلۍ درکړي چې خپل ښوونځي یا کار ته پرې هره ورځ لاړ شه، نو پرته له دې چې هغه درته ووايي، ته هم هڅه وکړه چې په خپله وسه ورته یو څه وکړې.

۶- وفاداره اوسئ

که دې ملګري پر تا باور وکړ او څه یې درته وویلي، نو هڅه وکړه چې دا خبرې بل چاته ونه کړې، بلکې د هغه باور ته وفاداره شه.

همدارنګه د هغو ملګرو خبرې چې تاسره یې د رمز په توګه شریکې کړي، هیڅکله د هغه په نه شتون کې یې هم نورو سره مه شریکوه.

همدرازا هیڅکله د خپل یوه ملګري په اړه بل هغه ته بې اساسه او شایعات هم مه واييۍ.

مهم ده چې؛

ـ ستاسې یوه وفاداري به دا وي چې خپله ملګرتیا په ښه ډول سره کلکه او اوږده کړئ، نه دا چې بې ځایه خپله وخت له یوه ملګري او ملګرې سره په ناستو او اخوا دېخوا تیر کړئ.

– که چیرته تاسې په خبرلوڅو او بې اساسو خبرو خپرولو او کولو کې مشهور یاست، نو هیڅکله به ملګري تاسې ته وخت در نه کړي او ستاسې د نه وفادارۍ له امله به درنه کرکه ولري.

۷- په درناوي سره خپل منځي چلند او یو بل ته احترام وکړئ

ښه ملګري د تل لپاره یو بل ته دوه اړخیزه او د زړه له تله درناوی لري.

که چېرته ستاسې ملګری یا ملګرې ځانګړي ارزښتونه او عقیدې ولري، خو که تاسې ورسره جوړ نه یاست، نو بیا هم هڅه وکړئ چې د هغه/هغې انتخاب او دې ارزښتونو ته درناوی وکړئ او په اړه یې د ډیرو څه اوریدو ته سینه پراخه کړئ.

که چېرته غواړې چې په تاسې مو ملګری باور ولري، نو کیدای شي ستاسې ځیني ملګري داسې مفکورې اظهار کړي چې له هغې سره به موافق نه یاست او یا له تاسې سره د یوه نوي نظر په اړه بحث کوي، داسې وخت کې مه ردوئ، بلکې احترام یې په کار دی.

همدارنګه که چېرته مو ملګری فکر وکړي چې تاسې د هغه فطري ذوق او مفکوره نه شۍ زغملی، نو ستاسې دا ملګرتیا به دوام ونه کړي او هیڅ ارزښت هم نه لري.

بلاخره؛

– ځیني وخت به ستاسې ملګری داسې یو کار کوي چې تاسې ته ښه نه بریښي، ناراحته او مزاحمت کوونکی به وي، خو که چېرته ته خپل ملګري ته احترام ولرې، نو بیا به ته وشې کولی چې خپل ملګري ته د خبرو، نظر او قضاوت حق ورکړې.

ـ ځيني وخت به ممکن تاسې یو شي ته په یوه نظر نه ګورئ او موافق نه اوسئ، خو راضي یاست چې شیانو ته په بیلابیلو نظرونو سره وګورئ، په داسې حال کې بیا هم ملګري کیدای شۍ، ځکه زغم او د یو بل مننه لرۍ.

په دې هېله چې دا ژباړل شوی مطلب عملي کړو او ښې ملګرتیاوې جوړې کړو.

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */