ټولنیز ژوند

معتاده شاه بي بي: د خاوند بې رحمانه وژل کیدو په سګرټ څکولو روږدې کړم

لیکنه: الما افغان

وايي: کوژده ما درته وکړه، واده خپله وکړه!

دلته پورتنۍ اصطلاح ددې لپاره نده چې څنګه کټ مټ کارول شوې دا د نشه يې توکو د روږدو کسانو ترمنځ استعمالیدونکې جمله ده.

په نشه يي توکو روږدې ډیری نارینه به مو لیدلې وي چې له نصوارو نیولې تر شرابو او دې ته ورته د نشې نور ډولونه کاروي، خو موږ په همدې ترتیب ځینې میرمنې هم لرو چې په نشه يې توکو روږدې دي.

نصوار، سګریټ او د آپينو استعمال په ځینو میرمنو کې عادې مسله ده، خو همدلته په ننګرهار کې ځینې داسې میرمنې هم شته چې تر شرابو پورې نشه يي توکي استعمالوي چې د ځینو يې غواړو یادونه وکړو:

۱.د تنباکو استعمال
د ننګرهار سره رود ولسوالۍ ځینو سیمو کې د خوښیو په مراسمو کې د چلم څکول عامه مسله ده او دوی يې د خوښیو د لا رنګینولو پخاطر استعمال د دود ترڅنګ اړین بولي.

کوکو د سره رود ولسوالۍ اوسیدونکې ده نوموړې وايې

«یوه ورځ مې د ورور د لمسۍ کوژده وه، موږ غوښتل نور په خوښیوو کې ددې بد رواج دود مات کړو هماغه وو چې د هلک په کور مې تنباکو وانخیست او د مراسمو په جریان کې راسره ډیری پوخمنګې میرمنې په شخړه شوې چې ګوندې ولې مو تنباکو ندي اخیستي؟»

کوکو وايي پوهیږم چې دا د نشه يي توکو یو ډول دی، خو موږ يې لا هم د رواج په شکل کاروو.

۲.د نصوارو استعمال
د نصوارو استعمال خو د ځینو میرمنو ترمنځ بیخې ډیره عادې مسله ده. د زړو ترڅنګ يې ځینې ځوانې میرمنې هم استمالوي.

صدف نومې میرمن شاوخوا پینځه څلویښت کاله عمر لري، نوموړې وايې:

«زه ډیره کوچنۍ وم چې بابا مې دوکان ته د نصوارو پسې لیږلم او بالاخره زه هم پرې روږدې شوم، ما د نصوارو لپاره په پیغلتوب کې څو ځله د سرو زرو ګوتمۍ هم پلورلې او نصوار مې پرې پیرلې. نصوار مې عادت ګرځیدلی چې، استعمال يې نه کړم وخت مې ښه نه تیريږي.»

۳.سګریټ
سګریټ هم په ځینو میرمنو کې عامه مسله ده. شاه بې بې چې کلونه، کلونه کیږي سګریټ څکوي وايي چې د خاوند بې رحمانه وژل کیدو سګریټ څکولو ته اړ کړم.

نوموړې وايې:

«پینځه وخته لمونځ، د قران تلاوت او ورسره څنګ کې ډیر ذکر کومه، خو یوه ستونزه چې زه يې لا هم په لمنځه وړلو کې نه یم بریالۍ د سګریټ څکول دي، کله چې خوښه اوسم نه يې څکوم خو چې خواشینې شم یوه ډبی په پینځه دقیقو کې څکوم.»

۴.شراب
هغه میرمن چې خپل اصلي نوم نه ښيي، خو ګل مکۍ مستعار نوم یادوي وايي چې خاوند مې زرګر دی او زه يې د واده د اولې شپې په شراب څکولو روږدې کړم او لا يې هم دواړه ګډ څکوو، پوهیږم ښه نه کوو خو اوس ددې عمل پریښودل راته ډیر ستونزمن ښکارې.

درنو لوستونکو!
په هیواد کې روانه نا امني، د عامه پوهاوې نشتوالی، د آپينو په راټولولو او کرلو کې د میرمنو کار کول، د کورنۍ ناسم مدیریت او روانه جګړه د میرمنو په نشه يې توکو د روږدې کیدلو ستر لاملونه دي.

د اسلام مبارک دین هم د نشه يې توکو استعمال حرام ګرځولی او هرهغه نشه چې انسان د نورمال حالت څخه وباسې ولو که نصوار وې او یا يې بل ډول حرام ګڼل شوې.

طب هم د نشه يې توکو استعمال منع کړی او خلک يې د نشې نه استعمال ته رابللي.

د نسايې ولادې متخصصه ډاکتره ولوله وايې:

«که یوه امیندواره مور په نشه يې توکو اخته وي، خپل وجود ته يې د غاښونو د خرابتیا، معدې، سینې او ستوني سرطانونو سربیره ماشوم ته سخت تاوان کوي او دا لامل ګرځي چې ماشوم په بیلابیلو ناروغیو، معیوب، په معتاد او آن تر مرګه ورسوي.»

یادونه:
په درملتونونو کې هم د هغه تابلیت څخه ډډه وکړئ چې پدې پلمه پلورل کیږي چې تاسو خوشحاله او ارامه ساتي، ځکه هغه هم د نشې یو ډول دی.

نشه اول تاسو ته توصیه کوي چې مه مې استعمالوئ، ځکه زیانونه يې څرګند دي، خو تر استعمال وروسته به تاسو خوارې کوۍ چې نشه پریږدۍ، اما بیا به تاسې نه پریږدي، نو هڅه وکړئ ددې بې عزته عمل څخه هم ځان او هم نور وساتئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

الما افغان

الما افغان ننګرهار میشتې لیکواله او د حقوقو د څانګې محصله ده