سفر

د معاصر سعودي عربستان څو جالب اړخونه

 

سعودي عربستان د اسلام د مبارک دین د ظهور ټاټوبی او د مسلمانانو قبله کعبه شریفه په دې هیواد کې ده. پر دې سربیره ددې هیواد په معاصر تاریخ کې ځینې په زړه پورې ټکي شته چې دلته یې درسره شریکوو:

۱- د سعودي د پاچا رسمي لقب ( خادم حرمین شریفین) دی. سلمان بن عبدالعزیز السعود له ۲۰۱۵ م کال جنورۍ د میاشتې راهیسې د سعودي پاچا دی.

۲- سعودي عربستان په نړۍ کې د دوه میلونو یو سلو نهه څلويښت شپږ سوه نوي (2,149,690 ) کیلومتره مربع مساحت په لرلو د مساحت د پراختیا له پلوه د نړۍ دیارلسم لوی هیواد دی.دا د منځني ختیځ تر ټولو لوی هیواد او د امریکا د ټول مساحت د دریمې برخې برابر دی.

 

۳- په سعودي عربستان کې د ”جدي منار“ یا شاهي څلی به چې د جوړونې کار یې په ۲۰۱۴ م کال پیل شوی، د نړۍ تر ټولو لوړ منار وي. دا منار لا هم تر کار لاندې دی او ټاکل شوې راتلونکی کال یې کار بشپړه شي. ددې منار لوړوالی زرمتره یا یو کیلومتر دی. ددې منار بشپړیدل به په دوبۍ کې د برج خلیفه هوټل د دنګ څلي ریکارډ مات کړي چې دا مهال د نړۍ تر ټولو لوړ څلی بلل کیږي.

۴- سعودي عربستان د نړۍ تر ټولو لوی داسې هیواد دی چې روان سیند نه لري.

 

۵- سعودي عربستان په ۲۰۱۲ م کال کې په دولتي ودانیو او ګڼو عامو ځایونو کې د چیلم او سیګرټ پر څکولو بندیز ولګاوه. د سعودي احصايي ښيي چې دا هیواد په نړۍ کې د تمباکو څلورم لوی واردونکي دی او سعودي عربستان خلک د ورځې اته میلونه ډالر پر سیګرټ څکولو لګوي.

 

۶- د ریاض د اوښانو مارکیټ په نړۍ کې د اوښانو لوی بازار دی او هره ورځ په کې تر سلو زیات اوښان خرڅیږي.

۷- سعودي چارواکي دا مهال پر دې غور کوي چې دې هیواد کې د ادعدامونو پر مهال له محکومو کسانو د سر پرې کول پر تیرباران بدل کړي، ځکه چې دا هیواد د جلادانو د شمیر له کمي سره مخ دی یا لږ تر لږه څوک په اسانۍ دې دندې زړه نه ښه کوي.

۸- هغه بهرنیان چې غواړي سعودي عربستان کې موټر وچلوي هڅول کیږي چې د خپل موټر د بیمې د یوې برخې په توګه باید د دیت یا خون بها د ادعا بیمه هم واخلي، ځکه که په ترافیکي پېښه کې څوک ترې ژوبل شي، د سعودي د شرعي قوانینو له مخې باید دیت یا خون بها یې ورکړي.

۹- د سعودي شاهي نظام په نړۍ کې د مطلقه سلطنت وروستۍ لویه بڼه ګڼل کیږي. په نوره نړۍ کې شاهي نظامونه یا په ډیموکراسیو بدل شوي او یا هم په مشروطه او نورو نرمو شاهي بڼو اوښتي.

۱۰- د فوربز مجلې د ۲۰۱۶ م کال د شمیرو پر بنسټ د سعودي عربستان یو اتیا کلن پاچا سلمان بن عبدالعزیز په نړۍ کې شپاړسم پیاوړی کس بلل شوی.

۱۱- د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۳ م کال د شمیرو له مخې، سعودي عربستان ته له نورو هیوادونو څخه په مزدورۍ او کار پسې ورغلي خلک ددې هیواد د نفوسو په سلو کې دیرش برخه جوړوي.

۱۲- د سعودي عربستان اتیا په سلو کې کاري ځواک ( کارګران) ددې هیواد خپل خلک نه دي، بلکې له نورو هیوادونو څخه په مزدورۍ پسې ورغلي خلک دي.

۱۳- ” د پاچا جام “ په دې هیواد کې د اوښانو د ځغاستې تر ټولو ستره سیالي ده چې په کې تر ۲۰۰۰ پورې اوښان د ۱۹ کیلومتره واټن پر کرښه ځغلول کیږي. دا کلنۍ سیالي د جنادرية په نوم د سعودي د ملي جشن پر مهال جوړیږي.

۱۴- څه د پاسه یوه پیړۍ مخکې د سعودي عربستان په نوم هیواد نه وو موجود، د عثماني امپراتورۍ پر مهال د حجاز په نوم په دې سیمه کې د الرشید په نوم نیمه خپلواکو واکمنو واک چلوه چې له بریتانوي امپراتورۍ او عثماني ترکیې دواړو سره یې اړیکې لرلې. خو په ۱۹۰۲ م کال کې په داسې حال کې چې عثماني امپراتوري په شړیدو وه ابن سعود ( ملک عبدالعزیز) په ریاض کې د یوې خونړۍ کودتا په ترڅ کې واک ترلاسه کړ، د لومړي نړیوال جنګ پر مهال یې د عثماني ترکیې پر خلاف د بریتانیا ملاتړ وکړ، وروسته یې حجاز هم له خپلې خاورې سره یو ځای کړ او په ۱۹۲۶ کال کې په جنورۍ کې یې د سعودي سلطنت اعلان کړ. روسیه لومړی هیواد و چې سعودی عربستان یې په رسمیت وپیژنده.

 

۱۵- په دودیزه توګه د سعودي عربستان کې د هغو کسانو د ښخولو اجازه نه شته چې مسلمانان نه دي. خو په ۲۰۱۲ م کال کې سعودي عربستان د ځينو ځانګړو شرایطو لپاره دا محدودیت یو څه رانرم کړ.

۱۶- د سعودي عربستان په سلو کې ۹۵ برخه صحرا ( وچه دښته ) ا نیمه صحرا ده.

۱۷- د وخت سعودي پاچا فیصل په ۱۹۶۵ م کال کې په سعودي عربستان کې تلویزون رامنځ ته کړ. که څه هم ځینې سخت دریځي مذهبي کسان یې مخالف وو. په ۱۹۷۵ م کال کې د پاچا فیصل یو وراره هغه مهال د پولیسو له خوا ووژل شو چې د تلویزون پر سټیشن یې د یو برید مشري کوله. ګومان کیږي چې پاچا فیصل خپله هم وروسته د همدې وژل شوي وراره د ورور له خوا د غچ په ډول په ډزو ووژل. قاتل وروسته اعدام شو.

۱۸- په ۲۰۰۹ م کال کې پاچا عبدالله د نور الفیاض په نوم یوه میرمن د ښځو د زده کړو د وزارت مرستیاله وټاکله، دا په سعودي کې لومړنۍ ښځه وه چې په دومره لوړه څوکۍ وټاکل شوه.

۱۹- په ۲۰۰۱ م کال کې د امریکا د هوايي ځواک یوې جنګي پیلوټې مارټا مک سلي د امریکا د دفاع وزرات باندې محکمه کې عریضه وکړه او ویل یې چې په سعودي عربستان کې د امریکايي ځواکونو په اډه کې له دې سره تبعضي چلن شوی، اړ شوې چې د ښځو لپاره د سعودي عربستان له خوا د جامو اصول مراعت کړي او همدارنګه په پوځي اډه کې دننه له موټر چلولو هم ځکه منعه شوې چې سعودي کې ښځې د موټر چلولو اجازه نه لري. نوموړې وروسته د امریکا د دفاع وزارت خلاف دا دعوه وګټله.

۲۰- پاچا عبدالعزیز بن الرحمن السعود، یا ابن سعود د سعودي سلطنت بنسټ اېښودونکی په ۱۹۳۲ م کال کې د خپلواکۍ له اعلان وروسته په رسمي توګه ددې هیواد د پاچا په توګه تاج پوشي وکړه. نوموړې د خپل عمر په اوږدو کې ۱۷ ودونه کړي و. ابن سعود له اولس میرمنو څخه ۴۴ زامن لرل چې په ۱۹۵۳ م کال کې د نوموړې له مړینې وروسته یې ۳۵ زامن ژوندي وو. دده د لوڼو شمیر نه دی معلوم. ابن سعود د نړۍ په تاریخ له ګوتو په شمیر کسانو څخه دی چې یو هیواد یې په نوم پورې تړلی دی.

۲۱- سطام بن عبد العزيز د ابن سعود یوازینی زوی و چې د امریکا له یو پوهنتون څخه یې سوداګرۍ په مدیریت کې ډګري واخیسته. سطام همدارنګه د ابن سعود یوازینی زوی و چې یو واده یې کړی و.

۲۲- په ۱۹۸۵ م کال کې شهزاده سلطان بن سلمان لومړنی سعودي او لومړنی عرب کس و چې فضا ته یې سفر وکړ، نوموړی د امریکا په ډیسکوري فضايي بیړۍ کې له مځکې چاپیره وګرځیده. شهزاده سلطان همدارنګه د عرب سیټ په نوم د عربو د فضايي سپوږمکۍ په فعالولو کې همکاري وکړه.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */