ټولنیز ژوند سیاست

معاصرې بلاګانې

لیکنه: نعمان دوست

لیکنه: محمد نعمان دوست

په کوچینوالي کې مې لکه بل هر ماشوم له نکلونو سره جوړه وه. څومره چې به د نکل منظرې وحشتناکې وې؛ هومره مې خوښیدې. د نکل اوریدو ته به داسې غوږ غوږ وم چې ټول به مې په یو ځل اوریدو حافظې ته وسپاره. د ویرونکیو نکلونو اوریدلو لپاره مې ستره قرباني ورکوله او هغه دا چې کله به مې واوریده بیا به له ډاره د خونې له وره بیرون نشوم وتلی. په انګړ کې هر شی به راته بلا ښکاریده؛ خو بیا مې هم اوریدل.

هغه شپه او هغه نکل مې هیڅ نه هیریږي:
د ژمې په سړه شپه کې سره راټول وو. نیمايي په بړستنو کې پیچلي وو. د الیکین ژیړې رڼا ته مو یو بل لیده چې ټولو خپلې سترګې پر نکلچي ګنډلې وې. یوازې د همدغه غږ وه چې اوریدل کیده. هغه اوږده کیسه پیل کړې وه. کیسه د یو پاچا د زامنو وه چې یو یې ګران او نور یې ناګران وو. پاچا ته په بوډاوالي کې د ځوانۍ شوق ورغلی و او زامن یې هغه جادويي آس پسې لیږلي وو چې سورلۍ یې زاړه بیرته ځوانول. د پاچا خپلو اولادونو ته نصیحت دا و چې په ژرنده کې به شپه نه تیروي. ژرنده درنده وي، ویرونکې وي. خو زامنو یې دا خبره ونه منله، لومړۍ شپه یې په ژرنده کې واړول. وروڼو په نوبت پیره کوله او پیر دار به ډیوه لاس کې نیولې وه. هر یو په خپله پیره کې ښه ویریده؛ خو بل ته یې حال نه وایه. قسمت د وروستي ځوان خراب و. یو ناڅاپه یو ببر او ویرونکی مخلوق را پیدا شو. ارت ارت ګامونه یې اخیستل. یو قوي پوکی یې وکړ، ډیوه یې مړه کړه او تیاره یې نوره هم ویرونکې کړه. ځوان د انتقام لپاره په بلا پسې شو، خو تروږمۍ دومره زیاته وه چې بیرته یې خپل ځای پیدا نشو کړای اوله وروڼو جلا شو…

د دې نکل له اوریدو لسیزې تیرې شوې؛ خو اوس هم راته کله نا کله یادیږي او هغه وخت خو خامخا را یاد شي چې زموږ ډیوې څوک مړې کړي او په تروږمیو کې مو پریږدي. اوس هم زموږ په چم کې بلاګانې ګرځي. دا معاصرې بلا ګانې هم رڼا وژني. غواړي دا کلی همداسې تیاره وساتي داسې تیاره چې ورور له وروره جلا شي او بیا هیڅ سره یو ځای نشي.دا بلاګانې ډيرې خطرناکې دي. دوی یوازې یوه کوډله نه تیاره کوي، د رڼا سرچینه وژني او ګڼ ښارونه د تروږمیو غیږې ته ټیل وهي.

خبر دی چې تازه یې کوم شمالي ولایت کې د بریښنا ستنه ړنګه کړې او د بریښنا جریان یې پرې کړی دی. دا لومړنۍ پیښه نه ده. له دې وړاندې هم څو ځلې په بیلابیلو ځایونو کې دغه شان کانې شوي دي.

له بریښنا سره دښمني، له وطن او خلکو سره دښمني ده. د بریښنا په قطع کیدو د تولیدي کارخانو مالکینو ته درانه زیانونه اوړي. د بریښنا د کمبود له کبله زموږ ګڼو پانګوالو په بهرنیو هیوادونو کې پانګونې کړي دي او د خپل وطن او خلکو پر ځای یې نورو ته ګټه رسیږي او د نورو بشري ځواک ته کاري فرصتونه برابریږي. زموږ بیکاره ځوانان یا مخدراتو ته مخه کوي او یا پر قاچاقي لارو اروپا ته خوځیږي چې ځینې یې د سمندري ژوو لپاره غوره خواړه برابروي.
د بریښنا قطع کیدل روغتونونو کې ناروغان له جدي ګواښ سره مخ کوي. جراحي حساس عملیاتونه له خطر سره مخ کوي او د خطرناکونو ناروغانو ژوند د مرګ سپیرو منګولو ته حواله کوي.
ملي شتمنۍ یوازې د حکومتونو، نه وي. بلکې لکه له نوم څخه چې یې ښکاري د ټول ملت وي او څوک چې دغه شتمنۍ زیانمنوي په واقعیت کې له ټول ملت سره دښمني کوي.

د وري ۲۶مه، ۱۳۹۷

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نعمان دوست

نعمان دوست تکړه افغان لیکوال، ژورنالیست او ټولنیز فعال دی. دا لیکنه یې په ځانګړې توګه د یاران لپاره ده.