ټولنیز ژوند زده کړې کلتور او هنر

مطالعې ته مو ولې زړه تنګیږي؟ ۱۰ حل لارې یې درته په ګوته کوو

لیکنه: حشمت الله رحمتي

د مطالعې کول د یو دروند فزیکي کار کولو په څیر دی او د هیڅ چا هم دروند کار نه خوښیږي.

د غوره مطالعې او ددې لپاره چې زړه مو ورته تنګ نه شي، دا لاندې لس ټکي په پام کې ولرئ:

۱. هر کله چې تاسې غواړئ مطالعه وکړئ نو د مطالعې نه مخکې کوښښ وکړئ چې د ځان لپاره یو ښه او ارام ماحول وټاکئ، داسې محیط چې یو څو قدم ورته مزل وکړئ (ستاسې د اوسیدو له ځایه لرې وي) اهمیت يې پدې کې دی چې د مطالعې پر مهال بیا ستاسې ذهن خپل درس ته وي او ذهن مو په نورو شیانو نه مصروفیږي.

۲. هر کله چې مطالعه شروع کوئ نو کوښښ وکړئ چې داسې موضوع ولولئ چې د مسلک مربوطه مو وي، ځکه چې د داسې مطالعې سره مو زړه ژر نه تنګیږي.

۳. هر کله چې مطالعه کوئ نو د مطالعې نه مخکې تاسې باید له ځانه سره اړین وسایل ولرئ، د اړینو وسایلو څخه مو هدف قلم، سپینې پاڼې او که چیرې د ساینسي علوم مطالعه کوئ نو باید د اشکالو د ترسیم ټول وسایل له ځانه سره ولرئ، ځکه ددې وسایلو په نه لرلو سره مو مطالعه نیمګړې کیږي او بله دا چې وخت مو هم ډیر ضایع کیږي. او ددې ترڅنګ د ساده ناشتې لپاره خواړه هم باید مخکې له مخکې د ځان لپاره اماده کړئ لکه (چای، یو څه وچه میوه).

۴. څو مضامین سر په سر مه مطالعه کوئ، د یو مضمون د مطالعې کولو څخه وروسته د ځان څخه د مضمون اړوند یو څو پوښتنې وکړئ، او د ځانه سره یو ساده نوټ هم برابر کړئ، او د دوه مضمونو د مطالعې تر منځ یو څه دمه هم وکړئ.

۵. د یو کتاب د مطالعې پر محال هڅه وکړئ چې ماشابې کلیمات بیل ولیکئ، لکه د هیوادونو نومونه په بیله پاڼه کې ولیکئ او اعداد په بیله ورقه کې ځکه ددې تکتیک په کارولو سره به تاسې وکولی شئ چې مشکل کتاب په ښه توګه په ذهن کې کینوئ.

۶. هر کله چې تاسې په یو کتاب کې د مشکل سره مخامخ کیږئ او په تکرار لوستلو سره مو بیا هم په ذهن کې نه کیښنې، نو دغسې مشکل کلیمات په ډیر ښایسته او ښکلي رنګ سره ولیکئ او د یو بل شي سره یې مشابې کړئ.

۷. کوشش مه کوئ چې د لومړي ځل لپاره ټول کتاب په ذهن کې کینوئ، ځکه دا کار امکان هم نلري. د یو کتاب د ښه زده کولو لپاره تاسې باید حد اقل یو کتاب درې ځلې مطالعه کړئ.

۸. هر کله چې مطالعه کوئ نو د ځان سره دا فرض کړئ چې په دې کتاب کې چې اوس یې تاسې مطالعه کوئ تاسې نورو خلکو ته تشریح ورکوئ، چې پدې سره به هر څه په اسانۍ سره ستاسې په ذهن کې کیښنې (توجه به مو ډیره شي یا سترګې به مو د مقناطیس په شان په هرې نقطې نظر لري)

۹. هر کله چې مو مطالعې ته زړه تنګ شو، نو کوښښ مه کوئ چې په ځان بوج راوړئ ځکه داسې مطالعه اصلآ هیڅ ګټه نلري او په ذهن کې هم نه کیښني. نو کله چې مو مطالعې ته طبیعت خټه شو، د لږ وخت لپاره ترې پاڅیږئ، او د لنډې دمې وروسته بیرته خپلې مطالعې ته ادامه ورکړئ.

۱۰.په لاندې حالاتو کې مطالعه مه کوئ:
۱. د لوږې پر مهال
۲. د سر درد پر مهال
۳. د ډوډۍ خوړلو پر مهال
۴. د ډیر خوب پر مهال
۵. د یو مضمون د ختمیدو نه وروسته سمدلاسه بل مضمون

په اخیره کې د مطالعې د اهمیت په اړه دغه یوه جمله ویل غواړم چې ( د مطالعې په واسطه ډیر لوړ اشخاص راته ټیټ وپیژندل شول د کومو په اړه چې ما ډیر لوړ فکر کاوه، او ډیر ټیټ اشخاص اوس د مطالعې پواسطه راته لوړ شول)

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حشمت الله رحمتي