د روژې په مناسبت روغه سټه

مسواک ذهن پياوړی کوي

د الله تعالی په هره وينا او د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ټولولارښوونو کې د انسانانولپاره لس ګونوحکمتونه پراته دي.

مسواک وهل سنت موکد دی اواستعمالول يې د نیاوي اواخروي ګټې لري.

عايشه رضی الله عنها څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: مسواک د خولې صفايي او د الله تعالی رضا او خوشحالي ده.

ابوهريره رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: که چېرې زما په امت يا په خلکو سخته نه تمامېدی، نوما به آمر کړی وی چې د هر لمانځه لپاره مسواک ووهئ.

عايشه رضی الله عنها څخه روايت دی چې نبي صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د مسواک استعمالولوڅخه وروسته دوه رکعته لمونځ کول ماته غوره او بهتره ده، له هغه اويا(۷۰) رکعته لمونځ څخه چې د مسواک د استعمالولوڅخه پرته ترسره شي.

د مسواک استعمال د انسان داخلي او خارجي جوړښت لپاره ډېرې ګټې لري او نوي ساينسي او طبي تحقيقاتواوپلټنو هم د مسواک کټې ښودلي دي.

د امريکا د کليفورنياپوهنتون پروفيسر وايي: مسواک دانسان ذهن تقويه کوي اوکوم کسان چې روزانه مسواک استعمالوي، د ډېر لوړاستعداد، ذهن اوفکرڅښتن وي او دغه کسان تر(۶۵)کلنۍ پورې نسبت هغوکسانوته چې مسواک نه استعمالوي، د قوي دماغ او ذهن څخه برخمن وي. (۳: ۱۸۹ مخ)

د مسواک استعمالول نورې ګټې هم لري او د طب له نظره يې استعمال د انسان د بدن لپاره ډېرې فايدې لري، ځېنې یې په لاندې ډول دي:

۱.مسواک وهل د انسان د خولې بدبوی له مینځه وړي.
۲.مسواک د انسان غاښونه قوي کوي او ښه يې ساتي، تر ډېره وخته پورې د مسواک استعمالونکی د خپلو غاښونو څخه استفاده کولای شي.
۳.مسواک وهل ورۍ ښه ساتي او د خولې د ډول ډول مرضونو ساتنه کوي.
۴.د خولې ميکروبونه له مینځه وړي.
۵.هاضمه درسته ساتي، هغه کسان چې د معدې تکليف لري، د مسواک استعمال ورته اړين دي.
۶.د خولې زيات لوندوالی ختموي.
۷. انسان ځوان ساتي او په اسانۍ سره نه بوډا کېږي.
۸. په خوله کې خوشبويي پيداکوي.
۹. د انسان پيدايشتي (ارثي)قوتونه درست ساتي.
۱۰.د سر درد لرې کوي.
۱۱. د سترګو ديد يا نظر زياتوي.
۱۲. بدن قوي کوي.
۱۳.د اولاد د زياتوالي سبب ګرځي.
۱۴.بدن نه ګرمي لېرې کوي.
۱۵.د سينې درد ختموي.
۱۶.غاښونه سپينوي.
۱۷.د سر رګونو ته ارام ورکوي.
۱۸. د معدې، توري او ځيګرله ناروغيونه ژغورنه کوي.

له پورته طبي ګټوسربېره مسواک وهل په لسهاوو دنيوي اواخروي نورې ګټې هم لري، چې نوي طبي څېړنو زیات اوکم څوارلس پيړۍ وروسته د اسلام خبرې تائيدوي. (۴: ۱۰۴ــ ۱۰۵ مخونه )

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */