ژوند او ژواک

مراکش د ښځو د چادریو په کاروبار بندیز ولګاوه

مراکش په دې هیواد کې د افراطيت پر ضد د خپلو وروستیو اقداماتو په لړ کې د چادرې ( بورقې ) پر تولید او خرڅولو بندیز لګولی دی.
په دې اړه د مراکش چارواکو مارکیټ او سوداګرو ته په استولې خبرتیا کې ۴۸ ساعته وخت ورکړی چې ورسره زیرمه چادرۍ او بورقې دې له منځه یوسي.
تر اوسه دا نه ده روښانه چې په دې اسلامي هیواد کې د ښځو لپاره د مخ پټول چې سبب یې امنیتي اندېښنې ښودل شوې ، په عامه ځایونو کې د ښځو لپاره د مخ پر پټولو د بندیز په مانا دی او که نه.
د مراکش د حکومت یو چارواکي مراکشي رسنیو ته ویلي، په دې اقدام سره موږ په هېواد کې دننه د چادریو د خرڅلاو، تولید او واردولو مارکیټ، کاروبار او بازار تړو.
په مراکش کې ښځې ډیر کم چادري کاروي. دلته یو شمیر ښځې په سمیه ایزې دود جوړو شوی مخ پټي ( نقابونه) کاروي چې یوازې سترګې یې څرګندې وي.
چادرۍ په افغانستان او پاکستان کې ډیرې دود دي. چې وخت ناوخت ترې په بریدونو کې وسلوال هم کار اخلي.
د نړۍ هغه هیوادونه چې د ښځو لپاره یې پر مخ پټي( نقاب) او چادرۍ بشپړ یا نیمه بندیزونه لګولي. په دې توګه دي.

پر چادرۍ او نقاب بشپړ بندیز

• فرانسه – له ۲۰۰۴ م کال راهیسې
• بیلجیم ، له ۲۰۱۱ م کال راهیسې
• چاد، له ۲۰۱۵ م کال راهیسې
• کامرون، پنځه ولایتونو کې، له ۲۰۱۵ م کال راهیسې
• برازاویلې، کانګو، له ۲۰۱۵ م کال راهېسې
• ټیسن، سویس، له ۲۰۱۶ م کال راهیسې

د لامبو پر پټو جامو ( بورکینې ) بندیز

Aheda Zanetti’s Burqini swim suits.

• د فرانسې په شا او خوا دیرشو ساحلي ښارګوټو کې پر هغو جامو چې مسلمانې ښځې یې د لامبو لپاره اغوندې بندیز لګیدلی و، خو وروسته د تیر کال د اګست میاشت کې د فرانسې سترې محکمې دا بندیز رد کړ. چې اوس دا بندیز پر ځای دی خو یو غیرې قانونې بندیز ګڼل کیږي.

پر چادري یا نقام نیمه بندیز

• په هالینډ کې ښځې نه شي کولی چې په ښونځیو، روغتونونو او عامه ترانسپورت کې خپل مخونه پټ کړي.

• د ایټالیا په نووارا ښار کې ښځو ته په ۲۰۱۰ م کال کې ویل شوي و چې د مخ بشپړ نقام دې نه اغوندې، خو د جرماني کوم سیستم ددې کار لپاره نه دی وضعه شوی.

• ترکیه کې پخوا پر چادري او نقاب بشپړ بندیز و، خو ۲۰۱۳ م کال راهیسې اوس یوازې هغه ښځې مخ نه شي پټولی چې په قضا، پوځ او پولیسو کې دنده ترسره کوي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */