کلتور او هنر

محصل باید محصل وي

لیکنه: آغاملوک سهار

محصل د اوسینو ټولنو د ملاتیر دی،که دا تیر خام و نو ټولنه په ملا ماته ده، او که ددي تیر د افکارو اساس پوخ و، ټولنه هغومره زر له زواله نه تداوم ته بیایې، په پښو یې دروي، سکون ورکوي او درد یې دوا کوي د هیواد په نازک حالات کې د کندې غاړي ته نه دروي، دا قشر کولاي سی د ټولنې ټولې هیلې وغوړه وي یا په اوبه لاهو کړي. په دي وروستیو لسیزو کې د هیواد د لوی بدلونونو لامل هم محصلین وو،هره ایډیالوژی چې غواړي دلته ځای پیدا کړي، نو کوشش دا وي چې په دي قشر کې ځان ځاي کړي ځکه دلته نفوز اسانه دی، له دي ځایه هره لار نژدي ده، خو متاسفانه په هیواد کې څوک دي نقطي پام نه کوي.

زه په دي اړه ډیر څه نه لیکم ځکه دا لوي موضوع ده باید په څرنګوالي یې پوره بحث وسي، خو غواړم دلته دا ووایم په اوسنیو حالاتو کې چې موږ له ډیرو اړخو ناتوانه یو، له ګڼو ستونزو سره مخ یو، او نورو مرستي چې د وجود د وینو په قیمت راته تمامیږي ګوزاره کوو، له تعلیمی او تحصلی او نورو اړخو سره سره په نور وابسته یو، هر کال په سلګونه زره زده کوونکي مو له ښونځيو څخه فارغیږی، خو په واقعت سره له دولس کاله درس ویلو څخه یې ډیر کم ددي وړتیا لري چې پوهنتون ووایې، هغه چې په کور دننه یا بهر پوهنتون ته ولاړ سي، د بیت المال په سلګون زره افغاني ور باندي مصرف سي چې فارغ سي، خو ۵۰٪ د مارکیټ د کار وړتیا نلري، اکثریت یې د هیواد ملي ګټي، ازرښتونه او کلتور نه پیژني یا کار نه ورته کوي.

اوس پوښتنه داده چې زموږ محصل باید څه ډول یې؟

۱: مخکې له دی چې پوهنتون ته ولاړ سي، باید دا وګوري چې زه څه ته جوړ یم یا په بل عبارت په کوم مسلک کې زه خپله وړتیا تر بل هر چا څومره ښه ښودلای سم، زما وړاندیز خو داده چې د هیچا په خوښه دي هم څوک انتخاب نه کوی بغیر له ځانه، که نه پوهیږی نو ولاړ سه پوهنتون ووینه، استادانو او نورو هغه کسانو سره مشوره وکړه چې ښې لاسته راوړني لري، مهمه نده ته دي لمړی څلور کلن پوهنتون ته لار پیدا کړي، دو کلن انسټیتوت سم ووایه تر څلور کلن نیمچه لیسانس بهتره ده، که دي دا سم وویل پوهنتون ته اسانه لار پیدا کوي، د نړۍ اکثره لایق لایق کسانو اول دوو کلن انستیتوت ویلي دی، بیا نوري زده کړي هم کړي او افتخاری دوکتوراوي هم تر لاسه کړي دي.

۲: محصل باید له لوکل یا سیمه یز حالته نه ځان وباسي یعنې قومی، سمتي، ژبني، مذهبي او دی ورته نور مسایلو پوري نه یې تړلي، چې ستا د واقعی پرمختګ مخه نیسي، متاسفانه زموږ محصلین چې پوهنتون ته ولاړ سي د خپلی ژبي، قوم، سمت، ټولګی،… لپاره ټولنه یا اتحادیه اختراع کړي، یا د درس په ځای ددي مسایلو لپاره هاخوا داخوا او یو بل پسي منډي وهي، چې له یوې خوا د پوهنتون نظم خراب کړي، د نورو شومو اهدافو ته لار هواره کړي، له بلي خوا ددي په ځای چې درس ووایې، له نوي مهارتونو سره ځان بلد کړي، په خپله پښو ودري، هم وخت، هم نور فرصتونه له لاسه ورکړي.

۳: پوهنتون څه نه در زده کوي، یوازي داده در زده کوي چې څنګه یو څه زده کړي، یا په بل عبارت پوهنتون یوازی لار درښيي، نو ستا خوښه ده لار تعقیب وی یا نه. نو بهتره داده چې له پوهنتون نه مخکې روان یې، د هیواد دننه د زیاتو پوهنتونونو تحصلی کریکولمونه د له مارکیټ سره اپډیت نه دي، نو ښه داده چې هغه څه زده کړي چې ستا د خوښي او د کار وړ وي، که له کومې موضوع سره خاص علاقه لري خو په درس کې لږ شامله وي نو ښه ده تعقیب یې کړي.

۴: د هر محصل ارزو دا وی چې اول نمره وی خو تر اولنمرګی ښه داده چې نوښتګر یا مبتکر یې ، خلاقیت یو شعوری هڅه ده نو ښه داده چې خلاقیت ته وده ورکړي، اول نمرګی په یوه ټولګی کې تاته لمړی ځای درکوي خو نوښت تاته په هر ځان لمړی ځای درکوي، تا په يو یونیک کس بدلوي، په هره برخه کې نوښت ته ضرورت سته. اولنمره ګی موقت خو نوښت دایمی دی،هر نوښګر اولنمره کیداي سي، خو هر اولمنره نوښتګر ندی. اولنمره ګی تا د حاضری سر ته راوړی خو نوښت دي د زړونو سرته راوړي، نو نوښتګر اوسه چې تل تاته لمړیتوب درکوي.

۵: مخکې له دي چې محصل مطالعه وکړي، مطالعه باید زده کړي، زما یاد دي زموږ چپتر چې اتیا مخه وو زما ځینو همصنفیانو تر فاینل امتحان پوري شپږ، اووه واری ټکي په ټکې زده کړی وو له ستریس او فشار سره چې له دي ځایه به سوال راوړي له هغه به یې راوړي، په سره او شین قلمونو یې حلقه حلقه کړي وو، ددی لپاره چې ډیری نمری واخلی هر ورځ به یې صنف کې ددي په ځای چې درس ته ځیر سي او استاد ته غوږ سي، په استاد پسي نوټ لیکل. ما چې کله هغه چپتر ولیدل، د کمپیوتر اساسات وو نو مې ځان سره وویل که دا ازادي مطالعی کتاب وبولم نو دا اتیا مخه په دری، څلور ورځي کې بیله کوم فشار لولم، محتوا به یې زده کړم، بیرونی مطالعه هم ورسره وکړه، ددوي نوټ به مې هم پیدا کړ. نو مطالعه باید ددي لپاره وسي چې محتوا تری واخیستل سي، په ټګ کې مطالعه یا موزیک پلی مطالعه،یا ټکې په ټکې زده کول مطالعه، چې دا مطالعه نه بلکې روانی فشار دی، دا موضوع اوږده ده دلته نه راټولیږي.

۶: ډیری محصلین چې پوهنتون ته لاړ سي، په عاطفي مسایلو اخته سي، معده وبایلي، د ورځي او شپي بل کار نه وی، په موبایل خبري یا مسیجونه کوي، یو په بل پسي وابسته سي، ډیری وخت دا ډول اړیکي چې د سړک په سر شروع سوي وي، تر پایه نه رسیږي او ښي پایلي نلري، نه یوازي چې وخت ضایع وي، حیثیت ته هم صدمه رسیدلی وي، وخت او حیثیت هغه څه دي چې بیرته نه راګرځي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */