ټولنیز ژوند کلتور او هنر

مثبت چاپېریال له خلاقیت سره مرسته کوي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

ستاسو ذهني خلاقیت هغه وخت ګل کوي، چې ستاسو لپاره یوه مثبته فضا برابره وي. هڅه وکړئ، چې ځان ته روحیه ورکړئ، که په کوم کار کې بریالي شوئ، ځان مو وستایئ او که بریالي نه شوئ، ځان ته ډاډ ورکړئ، چې نورې لارې چارې هم شته، چې په ترې ګټه اخیستو کولای شئ خپلې موخې ته ورسېږئ، نو له همدې کبله له مثبت فکره کسانو سره ناسته ولاړه ډیره ګټوره ده. د ځان لپار ښه او ملګري وټاکئ او هغه څه مو چې به ذهن کې راګرځي له داسې کسانو سره یې مه شریکوئ، چې منفي فکر لري، ځکه هغوی مو له خپله کاره زړه توري کوي.

د ښوونځي په دوران کې مې یو مهربانه ملګری درلود او تل به چې له هغه سره وم د خوښۍ احساس به مې درلود، له ټولو ښېګڼو سره سره هغه یوه ستونزه درلوده، چې آرمانګراه نه وو او په خپلو منفي فکرونو سره به یې زما په ذهن کې ټوکېدلي لوی لوی فکرونه هم له خاورو سره خاورې کول. کله به مې چې د خپلو موخو په اړه ورته خبره وکړه، نو ضرور به یې ورته یو خنډ پیدا کولو او ویل به یې، چې دا کار ناشونی دی.

له ځانه سره مې وویل، چې نور ور سره خپلې موخې نه شریکوم، خو ملګري به تر یوه حده ور سره پالم. له نیکه مرغه هوډ مې دومره قوي وو چې هر څه مې غوښتي خدای پاک ورته رسولی یم، خو تر ټولو راته مهمه دا وه، چې زه وتوانیدم د خپل ملګري فکر هم د خپل فکر په څېر کړم. تل هڅه وکړئ، هغه څه، چې د ځان لپاره غوره بولئ د نورو لپاره یې هم غوره کړئ.

دا مه هېروئ، چې ماتې او ناکامۍ له هر کار سره ملګرې ده، خو هغه وېره، چې د بایللو مخکې ستاسو په زړه کې پیدا کېږي هغه زهرو ته ورته ده، چې ستاسو وجود فلجوي او له حرکته یې غورځوي. که مو سل ځله د «نه» غږ واورېد کېدای شي په یو سلو یو وم وار د «هو» غږ واورئ، چې د دې غږ په اورېدلو سره به مو د وجود ټوله ستړیا له منځه ولاړه شي.

دا ځل چې له هرې پېښې او ستونزې سره مخ شوئ له ځانه سره و وایئ، چې پرته له یوې حل لارې نورې هم شته او دا کار باید هرو مرو تر سره شي. په دې سره په پوره ډاډ عمل کوئ او وایئ، چې که له دې لارې دغه ستونزه حل نه شي بله لاره هم شته، همدا ده، چې تاسو په خپل ذهن کې خلاقیت او نوښت ته روزنه ورکړې ده.

کېدای شي هغه چاپېریال، چې تاسو په کې ژوند کوئ چندانې انګېزه بښوونکې نه وي، خو بې له شکه، چې داسې کسان او وسایل شته، چې تاسو ته انګېزه درکړي. الهام بښوونکي کتابونه او د تکړه لیکوال اثار ولولئ، د لویو استادانو شاګردي وکړئ، لوی مراسم لکه «اسکار» وګورئ، چې په هغې کې لویو لویو کسانو ته جایزې ورکول کېږي. که موخه لرونکي او خلاق و اوسئ لرې نه ده، چې یوه ورځ به د نړۍ تر ټولو په مشهور کس بدل شئ. د خلاقیت په چانس سره تاسو د ژوند لوړو څوکو ته ختلی شئ. هڅه وکړئ ځان داسې ځای ته ورسوئ، چې لایق یې یئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.