ژوند او ژواک

ایا مثبت پلوی یې؟ که یې نو دا ټکي منې؟

ژباړه: غازي عابد
ګټورې لارې

مثبت اظهار یا مثبت څرګندیدل ستاسې مفکوره او ذهن د بیا ځل لپاره پرواګرام یا ترتیبوي او د هر څه په اړه ستاسې د فکر او احساس لاره بدلوي.

دلته ځینې لنډې مثبتې ویناوې او څرګندونې دي چې کولی شو په کارونو کې د ډیر تمرکز کولو لپاره یې وکاروو، له منفي فکرونو او په ځان د نه باور له ننګونو خلاص شو، تر څنګ یې خپل پټ شعور یا تحت الشعور او فکر رامیدان ته او څرګند کړو.

نو که وغواړو پورته خبرې او ځانګړتیاوې په ځان کې ولرو، باید داسې اوسو:

۱- زه پوهیږم، قبلوم یې او د ځان په اړه رښتینی یم.

۲- زه په خپل ځان باور او عقیده لرم او زه په خپل ځان کې اطمینان وینم.

۳- زه ډوډۍ خورم، نارمل تمرین کووم او د ښه صحت لپاره په بشپړه توګه استراحت کووم.

۴- زه له خپلو تیروتنو زده کړه کووم.

۵- زه پوهیږمه که چېرته خپل مغز په کار واچوم، هر څه کولی شم. هیڅ راته ناشوني نه دي.

۶- زه هیڅکله هم نه ستړی کیږم، یعنې هیڅکله هم همداسې ځان نه پریږدم. تل د روښانه راتلونکي لپاره کار کووم.

۷- زه هغه وخت دا منم، چې یوه کار راته ناشونی وي او پوه شم چې دا کار نه کیږي، مثلاً خارق العاده کار وي، خو نه منل مې ماته نه وي، بلکې ژوندی کیږم.

۸- زه په هر حالت کې ښه کار کولی شم او له هر حالت نه سمه ګټه اخلم. که بد وي او که ښه.

۹- زه په ټولو ممکنو حالاتو کې خوش طبعي، ساتیري او لوبې کوم. ځان نه مایوسه کووم.

۱۰- زه په بشپړ کمال او ماهرانه ډول سره له ژونده خوند اخلم.

۱۱- زه خپل فکرونه، احساسات او انتخابونه په خپل واک کې لرم او په سم ډول یې استعمالووم.

۱۲- زه د خپلې عقېدې، ارزښتونو او اخلاقو لپاره تل ژمن او کلک ولاړ یم.

۱۳- زه له نورو سره احترامانه چلند کووم او د هغوی شخصیت ته درناوی لرم.

۱۴- زه نور خلک چې څه ډول دي، هماغسې منم او قبلووم یې.

۱۵- زه خپل استعداد او پوهه د ځان د بشپړ ښه والي او ښه استعمال لپاره کارووم.

۱۶- زه تل تغیر او بدلون راولم، که دا تغیر او بدلون هر وخت وکولی شم.

۱۷- زه له نورو سره هغومره زغم او همدردي لرم او درک کوم یې، څومره چې یې له ځانه سره لرم.

۱۸- زه د نویو شیانو زده کولو ته ژمن یم.

۱۹- زه هڅه کووم چې تل روښانفکری اوسم.

۲۰- زه تر خپله وسه هڅه کووم چې لا ډیر ښه اوسم.

۲۱- ما دا منلې چې زه نیمګړی یم، ځکه زه پوهیږم، چې یو انسان یم او انسان تل نیمګړی وي.

۲۲- زه هر وخت په یوه داسې حالت کې یم چې له تیر نه زده کړه وکړم او راتلونکې لپاره ځانته چمتو کړم. یعنې هیڅکله دا نه وایم چې وخت رانه تیر دی یا زده کړه نه شم کولی، بلکې کار کووم.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */