بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند

مثبت فکر؛ موخې ته د رسېدو یوازنۍ لار

ژباړه: حمیدالله حمیدي

مثبت فکر وکړئ او د خپل ذهن حریم ته مو د منفي افکارو د دخول مانع وګرځئ. د ډېری خلکو د خپګان اصلي لامل دا دی، چې ډیر کله په منفي مسایلو او داسې څه فکر کوي، چې هېڅکله هم نه واقع کېږي. د بېلګې په توګه د تېرو ښو خاطرو په اړه فکر وکړئ، د جزیاتو په اړه یې فکر وکړئ، په پټو سترګو د هغه ټولې صحنې یو ځل په خپل ذهن کې را تېرې کړئ او له هرې لحظې یې خوند واخلئ. داسې، چې فکر کوئ همدا اوس هغه څه صورت نیولی. له ځنډ پرته به مو ځان ته پام شي، چې په شونډو مو مسکا خوره وي او له ځان سره به وایئ، څه په زړه پورې شپې او ورځې وې.

په دې ډول کړنو سره به مو په ناخود اګاه ډول ذهن له منفي افکار خالي وي او هغه کارونه، چې په مخ کې یې لرئ یو پر بل پسې په سمه توګه مخ ته ولاړ شي. یوازې د هغه څه په اړه فکر وکړئ، چې پوهېږئ په اوس او راتلونکې کې خوښي درکولای شي.

لکه څنګه، چې پوهېږئ انسان یو اجتماعي موجود دی دغه راز اجتماعي اړیکو ته اړتیا لري. د مثبت فکر د درلودلو یوه تر ټولو مهمه او اړینه لار دا هم ده، چې له نویو کسانو سره پېژندګلوي پیدا کړئ، انسان یوازې د خپلو مثبتو افکارو په درلودلو سره موخې ته نه شي رسېدای بلکې مجبور دی، چې له نورو داسې کسانو سره ناسته ولاړه هم وکړي، چې وکولای شي ده ته نوره هم مثبته روحیه ورکړي.

له هغ, کسانوسره ناسته ولاړه، چې مثبت فکر کوي، موږ ته دا چانس راکوي، چې له منفي افکارو څخه لرې اوسو او له مثبتو افکار څخه په مالامال محیط کې ژوند وکړای شو. د دغه ډول شرایطو برابرول چندانې ستونزمن نه دي په دې شرط، چې تاسو یې وغواړئ.

خدای پاک خپلو بنده ګانو ته په ژوند کې یو ستر نعمت ورکړی، چې هغه ټاکنه او انتخاب دی. ټاکنې کېدای شي مثبتې او ګټورې وي یا هم منفي او مخربې؛ خو مهمه خبره دا ده، چې موږ خپله هغه ټاکو. موږ خپله د ځان لپاره ټاکنه کوو هغه، نو که زموږ په ‘ټه وي که په زیان. د انتخاب حق او مثبت فکر په خپل منځ کې سره نه بېلدونکې اړیکې لري، ځکه همدا مثبت فکرونه دي، چې زموږ لپاره د انتخابونو ډولونه مخ ته ږدي او موږ یې ټاکو. که وکولای شو، په مثبتو افکارو سره مثبتې ټاکنې ولرو، له شک پرته، چې موږ به د خدای پاک یو له با استعداده مخلوق څخه شمېرل کېږو، نو راځئ د خپل ځان لپاره له مثبتو افکارو سره ژوند وکړو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.