بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ژوند بڼه

مثبت بدلون مو ژوند ښکلی کوي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

د هر انسان ژوند بدلون ته اړتیا لري که دغه بدلون مثبت او اګاهانه وي، ژوند لا په زړه پورې او خوندور کېږي. د ارواپوهنې له انده په اصل کې باید په هر کال، هر فصل او هره ورځ کې بدلون د ځان لپاره عادت وګرځوو. که دا کړنه ترسره کړو، نو یو نوی ژوند به مو پیل کړی وي.

له نورو سره د ځان د افراطي پرتلې څخه ډه ډه کړئ؛ ځکه له نورو سره په افراطي ډول د ځان پرتله کول، د حقارت او د کمزورتیا نښه ده.

ته په ټولو جسمي او رواني عادتونو او کړنو کې په ځان پورې تړلی کس یې، ته د بل هېچا په څېر نه یې.

د خپل ځان په اړه انصاف وکړه، ځان خپله له ګواښ سره مه مخ کوه، ستا ذهن همدا اوس له نورو سره د ځان د پرتلې کولو په ناروغۍ اخته شوی.

ځان ته له ښکته خوا نه مه ګوره، د پوهې قدرت دې دومره لوړ کړه، چې له پاسه ورته وګورې.

ستا راتلونکې د نورو کسانو له راتلونکې سره برابره نه ده، ته له هغوی سره ډېر توپیر لرې، ستا د مینې تجربه د نورو له هغو سره توپیر لري، هغه څه دې چې په خپل ذهن کې تصویر کړي، د نور له ذهن سره یې مه مقایسه کوه، تل د ځان پر وړاندې د خوښیو کړکۍ خلاصې کړه، هڅه وکړه چې یوازې او یوازې د خپل ځان په څېر و اوسې.

نورې الګوې هم تجربه کړه، خو خپل بوی او خوند هم له لاسه مه ورکوه؛ ته په خپل وجود کې د نوښتونو لویه جزیره لرې، د سترګو له کونجونو نورو ته مه ګوره تر څو ترې تقلید او پېښې وکړې.

ته یوازې خپله ته اوسه؛ ستا ذهن تل هڅه کوي چې له نورو شاته پاتې نه شي، په دې ډول سره خپله ټوله هڅه په کار اچوې او له کار، پرمختګ، ځان جوړونې او نوښت سره به دې لېونۍ مینه پیدا شي.

ژوند زما او ستا له خیال او فکر سره سم نه دی تنظیم شوی، نو ښه ده چې له بېځایه شرط ايښودلو او په خالي لاس له نوروو سره د ځان د برابرولو خوبونه پرېږدو او له همدې محدود ژوند سره جوړ جاړی وکړو. له نورو سره د ځان د برابرولو ناروغي او ضد ستا ژوند لا سختوي، نو ښه ده چې د انعطاف پذیرۍ له دود سره ځان عیار کړې؛ خبرې دې نرمې کړه او په ژوند کې بریاوو، پرمختګونو، ستونزو او کړاوونوته ښه راغلاست ووایه.

پر وړاندې دې چې هره پېښه رامنځته کېده، له ځانه وپوښته چې څنګه کولای شې د ځان په ګټه یې تمامه کړې؟ مشهوره خبره ده چې وایي: یوه پوه ته چا وویل چې د لرګیو دوکان دې اور واخیست، ده یې په ځواب کې وویل:«کومه خبره نه ده، له سکرو به یې ګټه واخلم.»

که ته تل فکر کوې چې ټولې پېښې به دې په تاوان وي، نو په لوی لاس به دې د ځان لپاره ستونزې جوړې کړې وي. پر تاسو چې کومې پېښې هم راتلونکې دي، کېدای شي ستاسو په ګټه وي. په ژوند کې ستونزو ته ښه راغلاست ووایه، له بېځایه ګیلو او مانو ځان وژغوره، کله چې له ستونزو سرهمخ کېږې او په پوره بریا ترې ځان وباسې دا ستا لپاره په ژوند کې لویه بریا ده، نو له هرې پېښې مننه وکړه او پر وړاندې یې د سپر په توګه ودرېږه.

له هرې پېښې سره چې مخ کېږې دغه جمله تکراروه: «کېدای شي دا مې په خیر وي.» ټولې پېښې د خدای پاک له لورې کېږي، په هره پېښه کې د خدای پاک حکمت نغښتی دی، نو دومره جدي یې مه نیسه؛ ځکه انسان هغه موجود دی چې د هر ډول ستونزو د زغملو وړتیا لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.